World News in Pashto

سالار: ۶ میلیونه افغان ماشومان تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې ۶ میلیونه کوچنیان په افغانستان کې له فزیکي او روحي پلوه تر سختو شرایطو لاندې ژوند کوي. 


د دې وزارت د ټولنیز مصئونیت د تامیناتو رئيس، عبدالرازق سالار نن، سې شنبه د اکټوبر ۲مه، په کابل کې د "افغان ماشومانو ږغ" په نوم غونډې ته وویل چې خراب امنیت، قاچاق، مهاجرتونه، فقر اووچکالي د کوچنیانو امنیت ته اساسي ګواښ پېښ کړې دی.


عبدالرازق سالار وویل چې حکومت د ستونزې د حل لپاره له نړیوالو مرستندویه ټولنو سره ګډ کار کوي.


خو د کوچنیانو د حقونو په اړه په خلکو کې د معلوماتو زیاتېدل او د امنیت ښه کېدل د کوچنیانو د ژوند د ښه کېدو اساسي شرطونه دي.


 

Читайте на сайте