'پاکستانۍ ښځينه نابیناوو کرکټ ډله به ژر اعلان شي'
د پاکستان د نابيناوو کرکټ کونسل وايي، چې په لومړي ځل یې د ښځو نابيناوو کرکټ لوبډله جوړه کړې. له مشال راډيو سره په خبرو کې د ياد کونسل چيېرمېن سید سلطان شاه په دوشنبه ماښام وويل چې د کرکټ لوبډلې لپاره په سلګونه جينکۍ د ازموينې لپاره ورغلې وې.