World News in Pashto

په ننګرهار کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي

په ننګرهار کې نن سې شنبه په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ نور زخمیان شوي دي.


د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه سراچه موټر کې ځای پرځای شوي وو.


چاودنه د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې شوې ده.


د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.


 

Читайте на сайте