World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 13.11.2018

Mashaalradio.com 

د سرو زرو کالي

په پېښور کې د سرو زرو په کاروبار کې هم بدلون راغلې. د پخواني لاس جوړ سرو زرو کالو پرځای اوس خلک د مشین جوړ ډیزاینونه ډېر خوښوي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Mashaalradio.com 

هرات کې وچکالۍ زرګونه کسان بېځايه کړي

د افغانستان په هرات ولايت کې وچکالۍ لسګونه زره کسان بېځايه کړي دي. دوی اوس له يوه نامعلوم برخليک سره مخ دي. په دې اړه رويټرز خبري اژانس ويډيو خپره کړې چې هدايت سلطاني ايډيټ کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د افغان-ترک ښوونځي د زده‌کوونکو اعتراض

دغه اعتراض درې وړاندې هغه مهال پیل شو چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د دغه ښوونځي دروازه د زده‌کوونکو پر مخ وتړل شوه. په دې اړه نور معلومات له هرات نه د ازادي راډیو د خبریال شاه‌پور صابر په راپور کې چې ابراهیم صافی یې وړاندې کوي. اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۱ نور یې ټپیان کړي

په ننګرهار کې نن سې شنبه په چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۱ نور زخمیان شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼي د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې چاودېدونکي مواد په یوه سراچه موټر کې ځای پرځای شوي وو. چاودنه د ننګرهار په غني‌خېلو ولسوالۍ کې شوې ده. د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان په یوه زندان کې ۵۰ کسان وژل شوي

په تاجکستان کې پټې سرچینې وايي، د هغه هېواد د شمالي ولایت خُجند په یوه زندان کې د نښتې له امله د وژل شویو زندانیانو شمېر ۵۰ دی. د نومبر په ۷مه د خُجند په یوه زندان کې د بلوا خبر خپور شو. د تاجکستان حکومت په دې اړه د ډېرو معلوماتو له خپرولو ډده کړې. د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې پولیس د بلوا د ځپلو لپاره زندان ته استول شوي او له هغه ځایه د ډزو غږ هم اورېدل شوی و. په تاجکستان کې یوې حکومتي سرچینې چې د مسئلې د حساسيت په خاطر یې د خپل نوم د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کولې، پرون دوشنبه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بخښنې سازمان درې روسي فعالان د فکر د ازادۍ بندیان یاد کړل

د بخښنې نړیوال سازمان په روسیه کې د بشري حقونو درې مدافعين چې تېر کال د روسیې په رسوستوف اون دون ښار کې د مظاهرې له امله ونیول شول، د فکر د ازادۍ د زندانیانو په توګه په رسمیت وپېژندل. د بخښنې نړیوال سازمان وویل چې د روسیې حکومت د توقیف حکم د یان سیدروف، ولادیسلاو مرداسوف او ویاچیسلاو شمشین حق چې سوله‌يیزه مظاهره وکړي او خپل نظر څرګند کړي، تر پښو لاندې کړی دی. د بخښنې نړیوال سازمان پرون دوشنبه وویل چې د دې درېيو کسانو شخصي امنیت، ازادي او د منصفانه محاکمې حق تر پښو لاندې شوی دی. سېدروف او مورداسوف... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ځوانانو رول په سوله کې څه دی؟

د ځوان فکر دا خپرونه مو د افغان سولې په اړه د ځوانانو نظرونو او دغه‌شان په سوله کې د دوی رول ته ځانګړې کړې ...

Pa.azadiradio.com 

چخانسوري: ارګ د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ځنډ امکان رد کړ

ارګ نن سې شنبه د نومبر ۱۳مه، د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ځنډ امکان رد کړ. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وویل، د ملي یووالي حکومت متعهد دی چې د ولسمشرۍ ټاکنې له اساسي قانون او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له اعلان سره سمې ترسره شي. چخانسوري ازادي راډیو ته وویل چې په اساسي قانون کې د ولس له مطرح شویو غوښتنو پرته هېڅ بل انتخاب ځای نه‌لري. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان له مخې ټاکل شوې چې د ۱۳۸۹ هجري لمریز کال جمهوري ریاست انتخابات به د حمل میاشتې په ۳۱مه، وشي. ځيني غربي رسنیو په افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

الکسي ناوالني وايي، له روسیې له وتلو منع شوی

د روسیې د حکومت مخالف سیاستوال الکسي ناوالني وايي، له روسیې له وتلو منع شوی دی. ټاکل شوې چې په سټراسبورک کې د اروپا د بشري حقونو محکمې د ناوالني په برخه کې خپل حکم اعلان کړي. الکسي ناوالني د روسیې پر حکومت له سختو انتقاد کوونکو دی. ناوالني نن سې شنبه د نومبر ۱۳مه، پر ټویټر لیکلي چې په هوايي ډګر کې د پاسپورټ د کنټرول مأمورینو درولی او د "خاصې تلاشۍ" په نوم‌یې له روسیې د هغه د وتلو مخینوی کړی دی. الکسي ناوالني په یوه ټویټ کې لیکلي:  "هغوی یو لیک راکړ چې له وتلو منع یم، خو ولې؟ هېځ وضاحت‌یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هنډبال لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د کابل کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې ټاکنیزې سیالۍ د کابل کلب په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دغو سیالیو کې د مرکز کابل او ولایتونو نه شااوخوا ۲۰۰ لوبغاړو د بېلابېلو کلبونو په ترکیب کې ګډون کړی وو. د دغه سیالیو پای‌لوبه د کابل کلب او پولې‌تخنیک لوبډلو ترمنځ وشوه چې د ۱۵-۱۸ په نتیجې سره د کابل کلب په بریا سره پای ته ورسېده. له دغو سیالیو نه ۱۸ غوره څېرې د هنډبال غوراوي کمېټې له‌خوا د افغانستان د هنډبال ملي لوبډلې ته غوره شوې. د یادونې ده چې له دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تر ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې تمل ناډو ته ماتې ورکړه

د افغانستان تر ۱۷ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د سوبروټو کپ سیالیو په لړ کې د تمل ناډو لوبدلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په دغه لوبه کې افغان لوبغاړو ۱۱ ګولونه وکړل، خو د تمل ناډو لوبډلې لوبغاړي په ګول وهلو بریالي نه‌شول او لوبه ۱۱ د صفر په وړاندې بایلوده. د افغانستان لپاره علي او سمیر سمندري درې، درې ګولونه، نعمان ولي‌زاده، شکیب، علي بابا، شبیر او روح‌الله بیا يو، يو ګول وکړ. د سوبروټو کپ فوټبال سیالۍ هر کال په مختلفو سني کټګوریو کې په هند... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغانستان دې هم په سیپېک کې ورګډ کړل شي. زاخېلوال

عمر زاخيلوال وايي،سيپېک پروژه د دې سيمې په پرمختګ کې مهم کردار لوبولی شي. نوموړي دا څرګندونې په اسلام کې د پاکستان، افغانستان او چين ترمینځ د درې- اړخيزه ډايلاګ په څلورمه غونډه کې کولې.

Pa.azadiradio.com 

د هالنډ حکومت په پاکستان کې د خپل سفارت کارکوونکي ورغوښتي

د هالنډ حکومت وايي، په پاکستان کې د خپل سفارت کارکوونکي يې ورغوښتي دي.  د هالنډ حکومت ویلي چې د اسیې بي بي په نوم د مسیحي مېرمنې مدافع وکیل ته د پناه ورکولو په خاطر یې په اسلام‌اباد کې کارکوونکو ته ګواښ شوی وو. اسیه بي بي په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په جرم اته کاله زنداني او په اعدام محکومه وه، خو د پاکستان سترې محکمې د اسیې بي بي د جرم د اثبات لپاره د کافي اسنادو د نشتوالي له امله د اکټوبر په ۳۱مه د هغې د ازادۍ حکم وکړ. د پاکستان د سترې محکمې د حکم تر اعلان وروسته د هغې مدافع وکیل سیف‌الملوک هالنډ ته پناه یوړه. Читать дальше...