World News in Pashto

تریزا مې د اروپايي ټولنې ځينو غړو سره د بريګزيټ په اړه خبرې پيل کړې

د بریتانیې صدراعظمې تريزا مې نن سې شنبه د اروپايي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو یا بريګزيټ په اړه پر خپل پلان خبرې پيل کړې.


هغې نن سهار د هالنډ په هاګ ښار کې د هغه هېواد د صدراعظم مارک روت سره وکتل.


تریزا مې به د صدراعظمې انګلا مېرکل سره د کتلو لپاره برلین او له یوشمېر نورو اروپايي مشرانو سره د خبرو لپاره بروکسل ته هم ولاړه شي. 


د بریتانيې صدراعظمې پرون په خپل پارلمان کې یوه مهمه رایګيري وځنډوله.


ټاکل شوې چې بریتانیا د مارچ په میاشت کې له اروپايي اتحادیې ووځي.


د اروپايي شورا مشر د اتحادیې ۲۷ نورو غړو ته سپارښتنه کړې چې پر بريګزيټ له بل وار معاملې ډډه وکړي، خو له بریتانیې سره په وتلو کې همکاري کولای شي.


 

Читайте на сайте