World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 11.12.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د یمن په مذاکراتو کې دواړه لوري وايي د لوی شمېر زندانيانو د تبادلې په اړه توافق ته رسېدلي. د برتانيې صدراعظم تريزا مې نن یو شمېر هيوادونو ته خپل سفر پيل کړ. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ

Mashaalradio.com 

اسلام اباد کې د ښوونکیو احتجاجي مظاهره لا هم روانه ده

د قبایلي ضلعو په ګډون له ټول پاکستانه راغلي د بنیادي تعلیم کمیونټي سکولونو ښوونکیو د اسلام اباد په ډي چوک کې احتجاجي ناسته روانه ده او غوښتنه کوي چې دوی له ۲۲ کالو راهیسې د پاکستان بچیانو ته تعلیم ورکوي خو د دوی نوکرۍ يې تر اوسه نه دې پخې کړي.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د زعفرانو ازمايښتي کښتونو وده کړې

چارواکي وایي، ډېر ژر به په دې ولایت کې زعفران د کوکنارو د کښت ځای ونیسي او په ولسوالیو کې به کروندګرو ته ووېشل شي. د ازادي راډیو خبریال صادق رښتيني په همدې اړه ویډیي راپور چمتو کړی دی. ایډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

په قرغزستان کې یوې محکمې نن یو کس د اختطاف او قتل په جرم زنداني کړ

د قرغزستان یوې محکمې نن یو وګړی د یوې ځوانې ښځې د اختطاف او قتل په جرم په ۲۰ کاله زندان محکوم کړ. دې پېښې په قرغزستان کې له څو میاشتو راهیسې جدي بحثونه راپورته کړي او ډېر خلک یې په قهر کړي دي. د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې یوې محکمې نن مارس بودوشیف په دې محکوم کړ چې یوه ۲۰ کلنه ښځه یې تښتولې، واده ته يې مجبوره کړې او بیا يې وژلې ده. په جرم کې د بودوشیف ملګری په اووه کاله بند محکوم شوی دی.  بودوشیف ۲۹ کلن دی. د مې میاشتې په ۲۷مه بودویشف د قرغزستان په شمال کې د پولیسو په یوه مرکز کې دا ځوانه ښځه په چړه وهلې او وژلې یې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ۱۶ ورځني کمپاين نندارتون

دغه نندارتون د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو د ۱۶ ورځني کمپاين په پای کې جوړ شوی چې د نومبر په ۲۵مه پیل او د ډيسمبر په ۱۰مه پای ته ورسېد دغه کمپاین هر کال د پېلابېلو ادارو له لوري د ښځو د وزارت په همغږۍ او مرسته ترسره کېږي. ویډیو او ایډېټ: لېمه هادي

Mashaalradio.com 

د کرښې پر غاړه: په پاکستان کې بشري حقونه ولې تروړل کېږي؟

د ډېسېمبر پر۱۰مه د بشري حقونو د دفاع نړیواله ورځ ولمانځل شوه. د کرښې پر غاړه کې په دې موضوع بحث کوو چې په پاکستان کې د بشري حقونو د دفاع کوم قوانین عملي کېږي او د حقونو دفاع کوونکي له کومو چیلنجونو سره مخامخ دي.

Mashaalradio.com 

په قامي اسمبلۍ کې د قبايلي کډوالو پر مسله بحث شوی

د دسمبر په لسمه په قامي اسمبلۍ کې د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوو خلکو په اړه تود بحث وشو. د پاکستان پارلېماني امورو د مملکت وزیر علي محمد خان وويل چې د بنو په بکاخېل کمپ کې لا هم لس زره هغه کسان مېشته دي چې له وزيرستان او ځينو نورو پخوانيوو قبايلي سيمو دغلته ورغلي دي.

Mashaalradio.com 

پېښور: د باغ ناران عکاسان

د پېښور په باغ ناران کې یو شمېر ځوانان ډېجیټل کیمرې په لاس ګرځي او ډېر په ارزانه بیه د خلکو تصویرونه اخلي. دوی وایي تعلیمونه یې کړي خو د سم روزګا د نشتوالي له وجې يې عکاسي شروع کړې. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

روسیې دوه جنګي الوتکې چې اټمي ټکنالوژي لري، وينزوېلا ته استولي

د روسیې دفاع وزارت خپلې دوه جنګي جټ الوتکې چې اټمي ټکنالوژي لري، وينزوېلا ته استولي دي. په جنوبي امریکا کې د روسیې له لوري د پوځي قدرت دا ډول نمایش ساری نه لري. د روسیې دفاع وزارت ویلي چې دواړه الوتکې یې پرون دوشنبه د وينزوېلا پلازمېنې کاراکاس ته نېږدې ښکته شوې دي. په اعلامیه کې نه دي ویل شوي چې دا الوتکې مسلح وې، که نه. د وينزوېلا ولسمشر نیکولاس مدورو څو ورځې مخکې مسکو ته په رسمي سفر تللی و او هلته یې له روسي چارواکو د ملاتړ غوښتنه کړې وه. په وينزوېلا کې اقتصادي وضعیت ډېر کړکېچن بلل کېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تریزا مې د اروپايي ټولنې ځينو غړو سره د بريګزيټ په اړه خبرې پيل کړې

د بریتانیې صدراعظمې تريزا مې نن سې شنبه د اروپايي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره له اروپايي اتحادیې د بریتانیې د وتلو یا بريګزيټ په اړه پر خپل پلان خبرې پيل کړې. هغې نن سهار د هالنډ په هاګ ښار کې د هغه هېواد د صدراعظم مارک روت سره وکتل. تریزا مې به د صدراعظمې انګلا مېرکل سره د کتلو لپاره برلین او له یوشمېر نورو اروپايي مشرانو سره د خبرو لپاره بروکسل ته هم ولاړه شي.  د بریتانيې صدراعظمې پرون په خپل پارلمان کې یوه مهمه رایګيري وځنډوله. ټاکل شوې چې بریتانیا د مارچ په میاشت کې له اروپايي اتحادیې ووځي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

شيرپاو د عمران خان پر حکومت پراخه نيوکې کړې

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شيرپاو پر حکومت غږ کړی چې لکه څرنګه یې د هند سره د اړيکو ښه کولو په کوښښ کې په پنجاب کې د کرتارپور لار پرانيسته، همدغسې دې افغانستان سره هم وکړي. نوموړي پرون په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې پاکستان دې د افغانستان امن لپاره خپل کردار ولوبوي.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په ارغستان کې پر پوستو په حمله کې ۸ پولیس وژل شوي

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو په حمله کې ۸ پولیس وژل شوي دي. د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دراني نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې حمله تېره شپه د سندرزو په کلي کې وشوه. د دراني په وینا، په حمله کې ۱۱ وسله وال وژل شوي دي. د کندهار د پولیسو ویاند د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې سیمې ته اضافي امنیتي ځواکونه استول شوي دي. وسله والو طالبانو په یوه ايمېل کې خبریالانو ته ویلي چې تېره شپه په حمله کې د ملي پولیسو درې قوماندانان او د ملي اردو ۲۲ عسکر وژل شوي دي.