World News in Pashto

زلمی خلیلزاد سبا پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره ګوري

ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سبا پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره وګوري.


د ناټو ویب سایټ دا خبره لیکلې چې ینس سټولټنبرګ به له ښاغلي خلیلزاد سره وګوري.


ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد به په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په اړه د خپلو هڅو په اړه د ناټو چارواکو ته معلومات ورکړي.


نوموړي د دغو هڅو په ترڅ کې تېره ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل.


زلمي خلیلزاد له تېرې یوې اوونۍ راهیسي سیمې ته د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړې ده چې تر اوسه پاکستان، افغانستان، روسیې، ازبکستان او ترکمنستان ته تللی دی.


تمه ده چې د بلجیم تر سفر وروسته نوموړی متحده عربي اماراتو او قطر ته هم سفر وکړي.


 

Читайте на сайте