World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 12.12.2018

Mashaalradio.com 

کراچۍ: ښاروالۍ په سلګونو دوکانونه ویجاړ کړي

که د کندهار انار و یا د زیارت چرې، که د سیند بېرې وې او یا د سوات سره املوک او سرې مڼې. د وچې مېوو نه نیولې تر سپېرکو او کاږو پورې او له کوټېوال چای او پراټو واخله تر چارسدوالوڅپلو،ټوکر او غوښو دا هرڅه د کراچۍ ایمپریس مارکیټ په دوکانونو او ریړیو کې ول، خو اوس ټول ویجاړ شوي.

Mashaalradio.com 

کراچۍ: ښاروالۍ په سلګونو دوکانونه وران کړي

که د کندهار انار و یا د زیارت چرې، که د سیند بېرې وې او یا د سوات سره املوک او سرې مڼې. د وچې مېوو نه نیولې تر سپېرکو او کاږو پورې او له کوټېوال چای او پراټو  واخله تر چارسدوالوڅپلو،ټوکر او غوښو دا هرڅه د کراچۍ ایمپریس مارکیټ په دوکانونو او ریړیو کې ول، خو اوس ټول ویجاړ شوي.

Mashaalradio.com 

'په قبایلي ضلعو کې اتیا فیصده ښوونځي بند دي'

د پاکستان په سېنټ کې ریاست او سرحدي سیمو لپاره  د قایمه کمیټۍ (سېفران) غړی او د واکمن تحریک انصاف ملاتړی سېنیټر اورنګزېب خان وایي په تېر وخت کې د ترهګرۍ ضد جګړې او بدامنۍ له وجې نن هم په قبایلي ضلعو کې اتیا فیصده سکولونه بند دي.

Mashaalradio.com 

'په قبایلي ضلعو کې۸۰ فیصده ښوونځي بند دي'

د پاکستان په سېنېټ کې  ریاست او سرحدي سیمو لپاره  د قایمه کمیټۍ (سېفران) غړی او د واکمن تحریک انصاف ملاتړی سېنېټر اورنګزېب خان وایي په تېر وخت کې د ترهګرۍ ضد جګړې او بدامنۍ له وجې نن هم په قبایلي ضلعو کې اتیا فیصده سکولونه بند پراته دي.

Pa.azadiradio.com 

زلمی خلیلزاد سبا پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره ګوري

ټاکل شوې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سبا پنجشنبه په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي سره وګوري. د ناټو ویب سایټ دا خبره لیکلې چې ینس سټولټنبرګ به له ښاغلي خلیلزاد سره وګوري. ویل کېږي چې زلمی خلیلزاد به په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې په اړه د خپلو هڅو په اړه د ناټو چارواکو ته معلومات ورکړي. نوموړي د دغو هڅو په ترڅ کې تېره ورځ د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل. زلمي خلیلزاد له تېرې یوې اوونۍ راهیسي سیمې ته د خپلو سفرونو لړۍ پیل کړې ده چې تر اوسه پاکستان،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د پاکستان حکومت د "ګناه ټېکس" لګولو پرېکړه کوي

د پاکستان مرکزي حکومت تېره اوونی اعلان کړی و چې د ګناه ټېکس په نوم به پر هغو شيانو نوې ماليه يا ټېکس لګول کېږي چې د انساني روغتيا لپاره زيانمن وي. په دې څېزونو کې پر سګرېټ او له تمباکو څخه جوړو شيانو سربېره د خوراک څښاک ځېنې شيان شامل دي.

Mashaalradio.com 

اسلام اباد: هېلمټ نه اغوستونکو موټر سایکل چلوونکو ته تېل پلورل بند

د پاکستان په سرښار اسلام اباد کې حکومت د ډېسېمبر له ۱۱مې په پټرول پمپونو کې پر هېلمټ (اوسپنېزې خولۍ) نه اغوستونکو موټر سایکل چلوونکو باندې د تیلو پلورلو بندیز لګولی دی. په دې اړه دا ویډیويي راپور وګورئ

Mashaalradio.com 

عباسي: د احتساب اداره راسره تعصب کوي

د پاکستان پخواني وزيراعظم او مسلم لېګ (ن) يو مشر، شاهد خاقان عباسي د ډېسېمبر پر ۱۲مه په قامي اسمبلۍ کې د وېنا په وخت وويل چې د تحريک انصاف حکومت لاندې احتساب اداره د دوی مشرانو پر ضد له تعصبه ډکه رويه لري.

Mashaalradio.com 

په اوکرايني پوځ کې ښځينه ځواک په زياتېدو دی

په ۲۰۱۴م کال کې چې کله روسيې د اوکراين کرايميا ټاپوزمه له ځان سره يوځای کړه، په اوکرايني پوځ کې د ښځينه سرتيرو شمېر په زياتېدو دی. په دغو ښځينه سرتيرو کې يې د درو يوه برخه هاوان يا توپخانه کنټرولوي. احمد شاه اعظمي د ازادي اروپا ازادۍ راډيو د روسي ژبې کرنټ ټايم ټي وي ويډيو وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

ایران: په غزني کې کشف شوې وسله له ایران سره ارتباط نه لري

په کابل کې د ایران سفارت وایي، په غزني ولایت کې کشف شوې وسله له ایران سره ارتباط نه لري. د غزني امنیه قوماندان د یکشنبې په ورځ خبر ورکړ چې په دې ولایت کې یې ایراني وسلې او مهمات موندلي دي. مل پاسوال غلام داود تره خېل ازادي راډیو ته وویل چې دغه وسلې په غزنې کې په یوه کور کې ځای پر ځای شوې وې.  په کابل کې د ایران سفارت تېره ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې اوس مهال ایران له افغانستان سره ډېرې ښې سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکې لري او باید د دې دواړو هېوادونو ترمنځ هېڅ ډول ترینګلتیا ته اجازه ورنه کړل شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه د هغه کس لټه کوي چې د کرسمس په یوه بازار یې برید کړی و

سلګونه امنیتي ځواکونه د فرانسې په ستراسبرګ ښار کې د هغه وسله وال برید کوونکي په لټه کې دي چې د کرسمس پر یوه بازار یې برید وکړ . په دې پېښه کې چې تېره شپه شوې، درې تنه وژل شوي او دیارلس تنه ټپیان شوي دي. چارواکي وایي، دا لومړنۍ شمېرې دي. مشکوک برید کوونکی په سیمه کې د ګزمې پولیسو سره تر متقابلو ډزو وروسته په تېښته بریالی شوی دی. د فرانسې امنیتي چارواکي وایي، دغه کس چې ګمان کېږي ټپي شوی دی، د هغو مشکوکو تندلارو په لېست کې و چې تر تعقیب لاندې دي. دوی وایي، برید کوونکی د ستراسبرګ ښار ۲۹ کلن ځوان دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ترکمنستان ولسمشر د بې طرفۍ د ورځې په مناسبت ۷۹۶ بندیان وبښل

د ترکمنستان ولسمشر د بې طرفۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په دغه هېواد کې ۷۹۶ بندیان وبښل. د ترکمنستان دولتي رسنیو راپور ورکړ چې ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف د دغه هېواد د پخواني دود پر اساس، تېره دوشنبه د دغو بندیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ. د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تېر کال د ډېسمبر دولسمه نېټه د بې طرفۍ نړیواله ورځ ونوموله. ملګرو ملتونو ترکمنستان په ۱۹۹۵ کې تر خپلواکۍ وروسته د یوه دایمي بې طرفه هېواد په توګه نومولی دی.  بیردي محمدوف چې له هر اړخه د ترکمنستان ټولنه کنټرولوي، د کال په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په خوست کې د کوژدن مراسم نوې بڼه خپلوي

که څه هم پخوا په خوست او نورو پښتون میشتو سیمو کې د کوژدن په مراسمو کې د جینۍ او هلک کورنیو او د هغوی نږدې خپلوانو برخه اخیسته او یو بل ته يې دستمالونه، جامې او لونګۍ کولې، خو اوسمهال خوست کې ځينې فرهنګیان د کوژدن مراسم په نوې بڼه نیسي.

Mashaalradio.com 

د سړو په جامو کې کار کوونکې شهلا د ژوند کيسه

د چارسدې د رځړو د کلي شهلا هغه پېغله ده چې له کوره بهر د کار کولو لپاره د سړو جامې اغوندي او د خپل ځان لپاره دوه وخته ډوډۍ برابروي. د هغې له کړاوه ډک ژوند کيسه په دې ويډيو کې... ويډيو: شبير جان راپور او ايډيټ: ظفر خان

Pa.azadiradio.com 

د اردو د ساحلي فوټبال لوبډلې د انتخاباتي سیالیو اتلولي وګټله

د اردو د ساحلي فوټبال لوبډلې د ساحلي فوټبال د انتخاباتي سیالیو اتلولي وګټله. د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، دغه لوبې د اتو لوبډلو ترمنځ په دوه ګروپونو کې ترسره شوې. د دغه فدراسیون د مسوولینو په خبره چې په پایلوبه کې د اردو ساحلي لوبډله وتوانېده د پنالټي په توپ وهنه کې د شریفي سپورټ لوبډلې ته ۲ پر صفر ماتې ورکړي او د اتلولۍ مقام خپل کړي.