World News in Pashto

صبرینا حمیدي: د ملکي خسارې د جبران د قانون پر طرحې کار روان دى

د افغانستان په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ساحوي دفتر وايي، د ملکيانو د مرګ ژوبلې زياتېدو اندېښمن کړی دی.


د دغه دفتر رئيسه وايي، د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره "د خسارې د جبران" د قانون پر طرحې کار روان دى.


صبرينا حميدي هيله څرګنده کړه چې د دغه قانون تصويب به د جګړې ښکېل لوري د ملکيانو خونديتوب ته اړ کړي.


دې وویل:


"کمېسيون د خسارې د جبران پر قانون کار کوي چې مسوده يې ترتيب شوې ده او دغه قانون ښايي د دې سبب شي چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې اندازه کمه کړي."


د افغانستان په ختيځ کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې صبرینا حميدي وويل، په وروستيو کې د دولت د وسله والو مخالفانو تر څنګ، د افغان او بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې هم ملکيانو ته مرګ ژوبله اوړي.

Читайте на сайте