World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 14.12.2018

Mashaalradio.com 

''د فاټا ولس له لویې قانونې تشې سره مخامخ دی''

دا وخت د پاکستان قبایلي سیمې له ایني او قانوني بحران سره مخامخې دي، ځکه چې د پیښور های کورټ دغلته د حکومت له خوا عارضي قوانین غیرقانوني بللي دي او نوي قوانین لا عملي شوي نه دي.

Pa.azadiradio.com 

په بلخ کې په یوه وسله وال برید کې ۵ تنه ووژل شول

د بلخ ځايي چارواکي وايي، د دې ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې په يوه وسله واله حمله کې شااوخوا پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده. دا حمله نن جمعه تر غرمې وروسته د دولت اباد ولسوالۍ په يوه جومات کې د جنازې پر مراسمو وشوه. د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر عبدالرزاق قادري ازادي راډيو ته وويل چې په دې حمله کې د ولسي پاڅونوالو قوماندان اختر محمد، درې ساتونکي يې او یو بل کس ووژل شول. د ښاغلي قادري په وينا، په دې پېښه کې نهه کسان ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکي وايي چې یو کس له دې حملې سره په تړاو نيول شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

ناټو ویلي د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د پروسې لپاره د زلمي خلیلزاد له هڅو ملاتړ کوي. د یمن د جګړې ښکېلو خواو په بندري ښار حدیده کې د اوربند په ټینګښت موافقه وکړه او په بنګله دیش کې یو سړی په ونو ټک وهل شوي میخونه او لوحې لرې کوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا استازو جرګې د روهنګيا مسلمانانو وژنه جنايت وګاڼه

د امریکا د استازو جرګې په اکثريت رأيو یوه لايحه تصويب کړه چې د روهنګيا مسلمانانو پر ضد د برما اقدامات ټولوژنه او د انسانيت پر وړاندي جنايت ګڼي. د استازو جرګې د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد له بهرنيو چارو وزارته وغوښتل چې اخري امر صادر کړي او د روهنګيا پر وړاندې د اقداماتو پر عاملينو دې بنديزونه ولګوي. دغه قانون د دواړو ګوندونو له غړو ۳۹۴ رأيې تر لاسه کړي چې یوازې يوه جمهوري غوښتونکي مخالفت وښود. شااوخوا اووه لکه روهنګيا مسلمانان د ۲۰۱۷ میلادي کال له اګست مياشتې راهيسې له برما بنګله دېش ته تېښتې ته اړ شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو امریکايي سرتېری په يوه غير نظامي پېښه کې په افغانستان کې مړ شوی

یو امریکايي په يوه غير نظامي پېښه کې په افغانستان کې مړ شوی دی. د امريکا پوځ وايي، د دې هېواد یو سرتېری د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې مړ شوی او د دې پېښې د لاملونو په اړه تحقيقات روان دي. پوځ ويلي، د دغه سرتېري نوم او نور معلومات به وروسته له هغه خپاره کړي چې د ده کورنۍ ته په دې اړه حال ورکړل شي. شااوخوا څوارلس زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې د روزنې او له افغان ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې کار کوي. په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د نظامي ماموریت په ۲۰۱۴ م یلادي کال کې د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارلې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوليسو په بېلابېلو جرایمو سلګونه مشکوک کسان نیولي

د کابل پوليسو په بېلابېلو جرایمو سلګونه مشکوک کسان نیولي دي. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد نن ازادي راډيو ته وويل چې دا کسان په بېلابېلو جنايي جرايمو کې په لاس درلودو مشکوک ګڼل کېږي. دی وایي: "زموږ مسئولین بريالي شول چې ۳۳۳ کسان چې په بېلابېلو جرایمو په لاس درلودو مشکوک دي، د کابل ښار او شااوخوا ولسوالیو څخه نيول شوي دي. دوی په وژنه، برمته نیونه، په وسله والو غلاوو، د موټرو په غلاوو، په منظمو جرايمو، پر لارو د خلکو په لوټلو، د مخدره موادو په پیر او پلور، اخلاقي جرایمو، اداري فساد او نورو جرایمو کې په لاس درلودو مشکوک دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه د افغانستان د سولې او ثبات د تامين لپاره مرسته کوي

په افغانستان کې د اروپايي تولنې استازی وايي چې دا ټولنه اماده ده چې له دولت او افغانانو سره د سولې او ثبات د تامين لپاره مرسته وکړي. پيري مايدون دا خبره پرون تر غرمې وروسته د افغانستان د ملي امنيت له سلاکار حمدالله محب سره په کابل کې د کتلو پر مهال وکړه. د افغانستان د ملي امنیت شورا په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه، د سولې، امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې او د افغانستان او اروپايي ټولنې تر منځ د همکارۍ په اړه خبرې وشوې. په دې اعلامیه کې راغلي چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ترکي حکومت د ۲۱۹ نظاميانو د نیولو امر کړی

ترکيې له دوه سوو د زياتو نظامي پرسونل د نیولو امر کړی دی. پر دوی تور دی چې له امریکا مېشت مذهبي مشر فتح الله ګولن سره تړاو لري. ترکي حکومت پر ګولن تور پورې کړی چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې يې په ناکامه کودتا کې لاس درلود. ګولن په کودتا کې لاس درلودل رد کړي. د استانبول څارنوال د څلورو ډګروالانو په ګډون د دوو سوو او نولسو سرتېرو د نيولو حکم کړی دی. د ناکامې کودتا له هڅو راهيسي ترکي حکومت د دولتي کارکوونکو، خبريالانو، ښوونکو او فعالانو په ګډون، پنځوس زره کسان نيولي دي. لسګونه زره نور له دندو ګوښه کړای شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یوه ۷ کلنه پناه غوښتونکې په امریکا کې تر نيول کېدو وروسته مړه شوه

یوه اووه کلنه پناه غوښتونکې د امریکا د نيو مکسيکو د پولیسو په حوزه کې تر نيول کېدو وروسته مړه شوې ده. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا نجلۍ د ګواتيمالا وه او په غیر قانوني توګه له مکسيکو څخه له خپل پلار سره يو ځای امریکا ته اووښتې وه. راپور همداراز وايي چې نور پناه غوښتونکي هم د مکسيکو او امریکا تر منځ پولې ته نېږدې د اوبو د کمي او شوک ليدلو له کبله مړه شوي دي. دې نجلۍ له څو ورځو راهيسي ډوډۍ نه وه خوړلې او نه یې اوبه څښلې وې. پولیسو هڅه کړې وه چې دا نجلۍ روغتون ته یوسي، خو هلته یې ساه ورکړې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نور به د وسله والو رهبري په نښه کېږي: جنرال حمید

جنرال حمید د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د همدې فشارونو له امله د وسله والو د رهبرۍ مهم کسان پاکستان ته تللي او هڅه کوي، چې له هغه ځايه ترهګر بريدونه پلان کړي.

Mashaalradio.com 

'په ۴۸ ګنټو کې د ډاکټر ابراهیم خلیل پرېښودل غواړو ګنې احتجاج کوو'

په بلوچستان کې که څه هم له تېرو پنځو شپږو کلونو راهیسې د سړي تښتولو لړۍ تر ډېره تم کړل شوې وه خو د اوسنۍ پېښې په اړه نه شي ویل کېدلای چې دا به د هغه پخوانۍ سلسلې نوې پیلامه وه که یوه ځانګړې هغه به وي.

Mashaalradio.com 

د کوټې یو نامتو ډاکټر ابراهیم خلیل وتښتول شو

په بلوچستان کې که څه هم له تېرو پنځو شپږو کلونو راهیسې د سړي تښتولو لړۍ تر ډېره تم کړل شوې وه خو د اوسنۍ پېښې په اړه نه شي ویل کېدلای چې دا به د هغه پخوانۍ سلسلې نوې پیلامه وه که یوه ځانګړې هغه به وي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کونړ په شلتن کې د القاعده او طالبان ۲۰ غړي وژل شوي

د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍکې په پوځې عملیاتو کې د القاعده شبکې او وسله والو طالبان ۲۰ غړي وژل شوي دي.  د کنړ د والي ویاند عبدالغني مصمم د جمعې په ورځ ازادې راډیو ته وویل چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د شلتن ولسوالۍ په سونو سیمه کې عملیات کړي چې پکې د القاعده شبکې او وسله والو طالبانو ۲۰ وسله وال وژل شوي دي. هغه وایي، په وژل شويو کسانو کې ۵ بهرنیان او د طالبانو مهم کسان شامل دي.  مصمم وایي، په دغو عملیاتو کې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یی نه دی معلوم.  خو د کنړ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسه: له پوليسو سره په ډزو کې وژل شوى ٢٩ کلن شريف شکات دى

د فرانسې د کورنيو چارو وزير کريستوف کاستانير تأييد کړه چې هغه کس چې د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې پرون له پوليسو سره په ډزو کې وژل شوى، ٢٩ کلن شريف شکات دى. شکات هغه مشکوک سړى دى چې تېره سې شنبه يې همدغه ښار ته نېږدې د کرسمس په يوه مارکېټ کې ٣ کسان په ډزو ووژل. داعش ډلې په خپل ويبسايټ اعماق کې په يوه اعلاميه کې ادعا کړې چې د دوى يوه ملاتړي ډزې کړي، خو د دې ادعا د ثبوت لپاره يې شواهد نه دي وړاندې کړي. دغې ډلې تر دې مخکې هم په اروپا او نورو ځايونو کې د ځينو ترورېستي حملو مسؤليت منلى دى. د فرانسې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا د غذايي اعتصاب پر مهال د ايران د يوه سياسي فعال مړينه وغندله

د امريکا متحدو ايالتونو د غذايي اعتصاب پر مهال د ايران د يوه سياسي فعال مړينه وغندله. وحيد صيادي نصيري په ټولنيزو رسنيو کې د پيغامونو د ليکلو له کبله بندي شوى و. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه اعلاميه کې وويل، نصيري چې تېره چهارشنبه مړ شوى، د ايران د چارواکو له خوا څلور مياشتې مخکې په خپلسري ډول نيول شوى و. په اعلاميه کې ويل شوي چې نصيري قانوني مراجعو ته لاسرسى نه درلود او په غير انساني وضعيت کې په بند کې ساتل کې ده. د وحيد صيادي نصيري خور الهې ازادي راډيو ته ويلي چې چارواکو د دوى... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بولټن: د ډونالد ټرمپ او ولادیمير پوتين ترمنځ به کومه کتنه ونه شي

د امريکا د متحدو ايالتونو د ملي امنيت سلاکار جان بولټن وايي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه د روسي سيال ولادیمير پوتين ترمنځ به کومه کتنه ونه شي. دا په داسې حال کې ده چې مسکو د کريميا سيمې ته نېږدې د اوکراين څو کښتۍ او ماڼوګان نيولي دي. ښاغلي بولټن پرون خبريالانو ته وويل: "تر هغو چې د کښتيو عمله او کښتۍ خوشې شوي نه وي، زه په نېږدې راتلونکي کې داسې شرايط نه ګورم چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دې داسې کتنه وشي." روسيې د نوامبر په ٢٥مه د تور سمندرګي او ازوف سمندرګي ترمنځ د اوکراين درې کښتۍ او ٢٤ بېړۍ چلوونکي ونيول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صبرینا حمیدي: د ملکي خسارې د جبران د قانون پر طرحې کار روان دى

د افغانستان په ختيځ کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون ساحوي دفتر وايي، د ملکيانو د مرګ ژوبلې زياتېدو اندېښمن کړی دی. د دغه دفتر رئيسه وايي، د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره "د خسارې د جبران" د قانون پر طرحې کار روان دى. صبرينا حميدي هيله څرګنده کړه چې د دغه قانون تصويب به د جګړې ښکېل لوري د ملکيانو خونديتوب ته اړ کړي. دې وویل: "کمېسيون د خسارې د جبران پر قانون کار کوي چې مسوده يې ترتيب شوې ده او دغه قانون ښايي د دې سبب شي چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې اندازه کمه کړي." د افغانستان په ختيځ کې د بشري... Читать дальше...