World News in Pashto

په لوګر کې د کابل ګردېز پر لویه لاره ټرافیکې پېښې نهه کسان وژلي

په لوګر کې د کابل ګردېز پر لویه لاره یوې ټرافیکې پېښې لږترلږه نهه کسان وژلي او ۷ نور یې ټپیان دي. 


چارواکي وایي، مرګ ژوبله له یوه کاسټر بس سره د یوه سراچه موټر د ټکر له کبله اوښتې ده.


د ګردېز ساحوي روغتون یو تن نوکریوال ډاکتر ازادي راډیو ته وويل، د پېښې له ځایه دوی ته د اتو تنو جسدونه ور وړل شوي چې دوه تنه یې د همدغه روغتون اداري کارکوونکي وو او شپږ تنه نور یې عام وګړي دي.


د پکتیا ولایت د روغتیا رئیس ډاکتر ولایت خان احمدزي ازادي راډيو ته وویل، د پېښې له ځایه شپږ تنه ټپیان او یو بل وژل شوی کس د لوګر ولایتي روغتون ته لېږدول شوي.


احمدزي زیاته کړه:


"کاسټر موټر د پکتیا د ساحوي روغتون دی چې له کابله یې پکتیا ته د روغتون کارکوونکي لېږدول."


په افغانستان کې د سړکونو خراب وضعيت، له حده زیات سرعت او د ټرافیکي قوانینو نه مراعتول ډېر کله د دا ډول خونړیو ټرافیکي پېښو سبب کېږي.


 


 

Читайте на сайте