World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 15.12.2018

Mashaalradio.com 

خوست: ولایتي ادارې په افغانیو د راکړې ورکړې پرېکړه کړې

په خوست کې د یو شمېر مدني فعالانو او ځوانانو د پرلپسې هڅو او کوښښونو وروسته بالاخره د یاد ولایت په اداري مجلس کې پرېکړه وشوه، چې تر دې وروسته به پدې ولایت کې د بهرنیو اسعارو پر ځای په افغانۍ راکړه ورکړه کیږي.

Pa.azadiradio.com 

اشرف غني له وانګ یي د سولې د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا مرسته غوښتې

ولسمشر محمد اشرف غني د چین د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي چې د سولې د سیمه ییزې اجماع په لا پیاوړتیا کې همکاري وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې چې نن یې په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې ګډون کړی و، وروسته یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په لیدنه کې له افغانستان سره د سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې، زېربنا، سوداګرۍ او انکشاف په برخو کې د خپل هېواد پر همکاریو ټینګار کړی. ارګ په یوې خبرپاڼې کې د چین د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي: "پاکستان په طالبانو خپل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته زیات شمېر شکایتونه ثبت شوي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په زیات شمېر کې شکایتونه ثبت شوي دي. د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې له دویم ځل ثبت شویو شکایتونو او له څېړنې یې ښکاري چې د انتخاباتو په لومړنیو اعلان شویو پایلو کې به بدلون راشي. د دغه کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ولایتونو کې د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته په زیات شمېر کې شکایتونه ثبت شوي دي. ده وویل: "په ولایتونو کې زیات شمېر شکایتونه ثبت شوي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

نن د چای نړيواله ورځ لمانځل کېږي

د چای نړيواله ورځ هر کال د ډېسېمبر پر ۱۵مه نېټه لمانځل کېږي. دا ورځ له ۲۰۰۵م کال راهيسې په هغو هېوادونو کې لمانځل کېږي چيرې چې د چای کښت کېږي. په اسلام اباد کې د چای د نړيوالې په مناسبت ويډيويي راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

سېنېټر اعظم موساخېل په کراچي کې مړ شو

سردار اعظم موساخېل په ۲۰۱۵م کال کې د سېنېټ غړی ټاکل شوی و. تر دې وړاندې نوموړی د ۲۰۰۲م کال په عامو ټاکنو کې د لورالايي موساخېل پر صوبايي څوکۍ د بلوچستان اسمبلۍ ته منتخب شوی و.

Pa.azadiradio.com 

په لوګر کې د کابل ګردېز پر لویه لاره ټرافیکې پېښې نهه کسان وژلي

په لوګر کې د کابل ګردېز پر لویه لاره یوې ټرافیکې پېښې لږترلږه نهه کسان وژلي او ۷ نور یې ټپیان دي.  چارواکي وایي، مرګ ژوبله له یوه کاسټر بس سره د یوه سراچه موټر د ټکر له کبله اوښتې ده. د ګردېز ساحوي روغتون یو تن نوکریوال ډاکتر ازادي راډیو ته وويل، د پېښې له ځایه دوی ته د اتو تنو جسدونه ور وړل شوي چې دوه تنه یې د همدغه روغتون اداري کارکوونکي وو او شپږ تنه نور یې عام وګړي دي. د پکتیا ولایت د روغتیا رئیس ډاکتر ولایت خان احمدزي ازادي راډيو ته وویل، د پېښې له ځایه شپږ تنه ټپیان او یو بل وژل شوی کس د لوګر ولایتي روغتون ته لېږدول شوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: له تېرې ورځې راهیسې ۴۳ وسله وال وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جمعې له ورځې راهېسې یې په بېلابېلو عملیاتو کې ۴۳ وسله وال وژلي او ۱۳۲ نور یې ټپیان کړي دي. دفاع وزارت د شنبې په سهار په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د هسکه مینې او خوګیانیو په ولسوالیو کې ۱۲ تنه وسله وال وژلي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د کندهار ولایت د خاکریز، میوند او پنجوایي په ولسوالیو کې هم د طالبان د یو شمېر سیمه ییزو قوماندانانو په ګډون ۱۲ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي. دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د فراه په بالابلوک کې د لسو تنو وسله والو د وژلو ادعا شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په جوزجان کې د طالبانو په برید کې ۶ امنیتي سرتېري وژل شوي

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر دوو پوستو د وسله والو طالبانو برید کې شپږ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي. د جوزجان د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر کمال الدین یاور نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه تېره شپه د منګوټي په سیمه کې شوي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې دې پېښه کې ۹ سیمه ییز پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. د سیمې خلک وايي چې وسله والو طالبانو د څو ساعتونو لپاره یوه پوسته نیولې او د پوستې ټول تجهیزات یې له ځان سره وړي دي. په پېښه کې طالب وسله... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه وایي، دوه بم غورځوونکې الوتکې یې وینزویلا ته بېرته ستنې شوې

روسیه وايي، دوه بم غورځوونکې الوتکې یې وینزویلا ته تر الوتنې وروسته بېرته ستنې شوې دي. د روسیې دې اقدام چې وینزویلا ته د اټمي وړتیا لرونکې بم غورځونکې الوتکې استوي، د متحده ایالاتو او د امریکا د نورو هېوادونو انتقادونه راپورته کړي دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، د اوږده واټن وهونکې دا الوتکې پر اتلانتیک سمندر، کارابین او په نارویژي او بارنیټ سمندرګیو راګرځېدلې دي. د روسیې تاس دولتي خبري اژانس وايي، د ”تو 160“ په نوم دا ستراتیژیکې بم غورځوونکې الوتکې ۱۲۰۰۰ کیلومتره الوتي او په هوا کې یې تېل تر لاسه کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلوا ضد زرګونه پولیس او څارندوی په پاریس کې ځای پر ځای شوي

زرګونه پولیس او څارندوی د فرانسيې په مرکز پاریس کې د زېړ واسکټو د غورځنګ له اعتراضونو مخکې ځای پر ځای شوي دي. د بلوا ضد پولیس نن د پاریس د اورګاډو د مرکزي تمځایونو او د شانزه لیزې د واټ شااوخوا راټول شوي دي. فرانسوي وزیرانو وروسته له هغې چې د دې هېواد د سترازبورګ ښار د کرسمس په یوه بازار کې برید څلور کسان ووژل، له اعتراض کوونکو غوښتي چې نور اعتراضونه ونه کړي. د فرانسیې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون د ارامۍ او عادي فعالیتونو ته د ستنیېدو غوښتنه وکړه. نوموړي همدارنګه د روانو اعتراضونو د پای ته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کونړ کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو

په کونړ ولایت کې یو تن د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شو. د کونړ ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست له خوا ازادي راډیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي چې غوښتل یې (۱۱) نیم کیلو ګرامه چرس په یوه کرولا موټر کې له ننګرهار څخه کونړ ته قاچاق کړي، پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیو. تورن کس له ابتدايي څېړنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شو.

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد له منځه ولاړل

په ننګرهار ولایت کې لسګونه کیلو ګرامه نشه يي مواد له منځه ولاړل. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت خپره کړې، راغلي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د نشه يي موادو دوه زېرمې له څه د پاسه (۱۵۰۰) کیلو ګرامو چرسو سره له منځه وړي دي. په دوهمه پېښه کې د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ پولیسو په بهسودو ولسوالۍ کې په يوه موټر کې د تلاشۍ پر مهال (۳۳) کیلو ګرامه چرس ونیول. په درېیمه پېښه کې د ننګرهار ولایت د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د نشه يي توکو څه باندې۴۰ قاچاق وړونکي قضايي مرکز ته معرفي شول

په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور څه د پاسه(۴۰) کسان عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي موادو د (۳۳) قضیو په تړاو په (۱۳) ولایتونو کې (۴۲) کسان نیول شوي دي چې درې یې ښځې دي او عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي. د یادونې وړ ده چې له دې (۴۲) کسانو څخه پنځو یې غوښتل چې نشه يي مواد د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند ته قاچاق کړي.

Pa.azadiradio.com 

په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو پر خلاف نېږدې سل عملیاته شوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د نشه يي موادو پر خلاف نېږدې سل عملیات کړي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات چې پولیسو په مستقل ډول او له افغان هوايي ځواکونو سره په ګډه ترسره کړي، په نتیجه کې یې په لسګونو کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول. ده وویل: "د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یووه اوونۍ کې (۹۴) عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې (۱۹۸۷) کیلو ګرامه نشه يي مواد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د تخار پولیسو څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه هیروئین ونیول

د تخار پولیسو په دوو جلا جلا پېښو کې څه د پاسه (۴۰) کیلو ګرامه هیروئین ونیول. د تخار ولایت د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې (۳۵) کیلو او (۷۴۰) ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې د موټر په ټایرونو کې ځای پر ځای شوي او تالقانو ته قاچاق کېدل. په دوهمه پېښه کې یو تن اته کیلو ګرامه هیروئین په یوه موټر کې قاچاق کول چې پولیسو په نمک آب ولسوالۍ کې د تلاشۍ پر مهال ونیول. د دې دوو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

Mashaalradio.com 

پاکستان د ډېسېمبر پر ۱۷مه د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو زمینه برابره کړې: عمران

عمران خان ویلي دي چې امریکا اوس پاکستان ته دا نه وايي چې د طالبانو پر ضد لا نور ګامونه واخلي، بلکې په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي او په دې برخه کې د پاکستان د همکارۍ غوښتونکې ده.