World News in Pashto

روحاني: ایران د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ ځاى پر ځاى کوي

د ايران ولسمشر وايي، هېواد به يې ډېر ژر له هغو توغنديو په استفادې چې په دغه هېواد کې جوړ شوي، د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ يا سټلايټونه ځاى پر ځاى کړي. 


حسن روحاني ويلي، تهران به د امريکا له هغو اندېښنو سره سره چې ويلي يې دي، دا کار به د ايران د بالسټيک ميزايلو له پرمختيا سره نوره مرسته هم وکړي، دا اقدام کوي. 


د ايران د دولتي ټلويزيون په حواله، حسن روحاني پرون وويل:


"په راتلونکو اوونيو کې به له هغو راکټونو په استفادې چې په ايران کې جوړ شوي، دوه سپوږمکۍ مدار ته ولېږو."


ښاغلي روحاني د دغو توغنديو او سپوږمکيو په اړه نور جزيات ورنه کړل. 


څو ورځې مخکې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو خبردارى ورکړى و چې ايران دې د درېيو راکټونو د توغولو ”لمسوونکي“ پلانونه نه عملي کوي.


پامپيو دا فضا ته توغول کېدونکي وسايط بللي وو او ادعا يې کړې وه چې دغه وسايط د اټمي سروکو لېږدوونکو بالسټيک ميزايلو ته ورته دي چې توغول به يې د ملګرو ملتونو له پرېکړه ليکه سرغړونه وي. 

Читайте на сайте