World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 11.01.2019

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سفارت: د افغانستان په انتخاباتو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده

په کابل کې د امریکا سفارت وايي، دوی د هغو ګڼو افغانانو او نړیویوالو غږ بدرګه کوي چې باور لري، د افغانستان په انتخاباتو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده. دې سفارت نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له خوا شوی، څو هغه ادارې او تخنیکي ستونزې هوارې کړي چې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ولیدل شوې. په کابل کې د امریکا سفارت وروسته له هغې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه دا څرګندونې کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډيو- د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر د اضطراري حالت د اعلانیدو خبرداری ورکړ او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ایران پرضد د عربي هیوادو د متحدیدو هڅې شروع کړې دي. دا به هم دلته وګورئ چې پر بالکان هیوادو څرنګه واورې اوري او د فوټبال نړیوال ستوری رونالډو څرنګه له یوې جنایي دوسیې سره مخامخ شوی.

Mashaalradio.com 

خوستیان: پر ځوانانو د ولسمشر غني اعتماد ساری نه‌ لري

د خوست ځوانانو او اوسېدونکو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اوږد مهالې اقتصادي پروګرامونو او په‌دې برخه کې یو شمېر پرمختګونه وستایل او د دې برنامو عملي کول يې د افغانانو د لسګونو کلونو هیله وبلله.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په جوزجان کې د ولسي پاڅون کوونکو ۶ تنه سرتېري وژل شوي

د جوزجان د فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې طالبانو پر امنیتي پوستو برید کړی چې د ځايي چارواکو په وینا، د ولسي پاڅون کوونکو شپږ تنه سرتېري وژل شوي. په سیمه کې د ولسي پاڅون یو قوماندان الله بیردي ازادي راډیو ته ویلي، پر پوستو یې برید تېره شپه اته بجې پیل شو او د سهار تر څلورو بجو یې دوام درلود. د نوموړي په وینا، د مرستندویو ځواکونو په رسېدو طالبان په شا تنبول شوي او اوس په سیمه کې وضعيت ارام دی. د الله بیردي په وینا، په دې جګړه کې د ولسي پاڅون شپږ تنه وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

Pa.azadiradio.com 

په میانمار کې محکمې د روېټرز د ۲ خبریالانو د استيناف غوښتنه رد کړې

په میانمار کې یوې محکمې د روېټرز د خبري اژانس د هغو دوو خبریالانو د استيناف غوښتنه رد کړې چې د امنیتي عملیاتو په اړه پټو اسنادو ته د لاسرسي په تور په اووه کاله بند محکوم شوي دي. د میانمار د ینګان د سیمه يیزې محکمې قاضي اونګ نیانګ نن رسنیو وویل: "هغه پرېکړه چې لومړنۍ محکمې کړې، د قانون له مخې ناسمه نه ده، نننۍ محکمې پرېکړه وکړه چې د استيناف دا غوښتنه رد کړي." ۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سیو وو د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډېسمبر په میاشت کې نیول شوي وو او په تېر سپټمبر کې دواړه په هغو تورونو چې ګوندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په کونړ کې ۳۲داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي

چارواکي وايي، د کونړ ماڼوګي ولسوالۍ اړوند د کوړنګل په دره کې د داعشیانو او طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۳۲داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي دي. د کونړ د ملي امنیت ریاست مطبوعاتي دفتر مسؤلینو د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو او د داعشیانو ترمنځ پوره یوه اوونۍ جګړه شوې چې پکې ۳۲ داعشیان او ۱۵ طالبان وژل شوي." تر اوسه دواړو وسله والو ډلو د شوې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

Mashaalradio.com 

په شوقدر کې د ګوزڼ ضد یوه ورځنی کمپاین

په خېبر پښتونخوا کې د صحت محکمې چارسدې څانګې لخوا په رشکۍ شوقدر کې د ګوزڼ مخنیوي په اړه غونډه وشوه. په غونډه کې هغه خلک چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکو ورکولو انکاري دي، مالومات ورکړل شو. نور مالومات د شاهنواز ترکزي په ویډیو کې.

Mashaalradio.com 

بیړني حالت اعلانولو ته تیار یم: ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر۱۰مه له مېکسیکو سره پولې ته د تګ پر مهال د دیوال جوړولو لپاره د دلیلونو ورکولو پر وخت وویل چې بیړنی حالت اعلانولو ته تیار دی.

Mashaalradio.com 

انکل ډېسکو د کوټې ونې بوټي اوبه کوي

د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې له ۲۰ څخه زیاتې ولسوالۍ یا ضلعې وچکالۍ ځپلې دي. په دې کې صوبايي پلازمېنه کوټه هم شامله ده. خو یو کس چې په سیمه کې د انکل ډېسکو یا ډېسکو کاکا په نوم مشهور دی، په بایسېکل سپور وي او په بوتلو کې اوبه وړي چې د کوټې ښار ونې او بوټي تازه وساتي. انکل ډېسکو وايي، اصلي نوم یې خدای نظر بلوڅ دی او د خدای رضا لپاره دا کار کوي. نور په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پرون پنجشنبه پیکېنګ ته له رسېدو وروسته د چین له باندنیو چارو وزیر سره ولیدل. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ يي اون د دوو هېوادونو پر اړیکو او نورو دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړې. د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تر دې وړاندې هند ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان او هند پر اړیکو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې. په همدې حال کې د افغانستان د سولې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سادات: د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۳ تنو ځانونه رسماً کاندید کړي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه پورې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۳ تنو ځانونه رسماً کاندید کړي دي. د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډيو ته وویل، سید نورالله جلیلي درېيم تن دی چې پرون پنجشنبه یې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون کې خپل ځان د راتلونکي لمریز کال د سرطان د ۲۹ مې نېټې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړ. تر دې وړاندې لطیف پدرام او حکیم تورسن ځانونه کاندیدان کړي دي. خلیل الرحمان او چراغ علی د ښاغلي جلیلي په انتخاباتي ټکټ کې د ده مرستیالان دي.

Pa.azadiradio.com 

ډونالد ټرمپ وايي، تيار دى چې ملي بېړنى حالت اعلان کړي

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، تيار دى چې ملي بېړنى حالت اعلان کړي.  دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ د امريکا او مکسيکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره پر خپل استدلال د ټينګار په هدف، دغې سرحدې سيمې ته سفر وکړ.  ولسمشر ټرمپ پرون سرحدي ښارګوټي مک الن ته په داسې حال کې لاړ چې د فډرال حکومت د ځينو برخو د تړل کېدو شل ورځې پوره شوې. د دغو ادارو تړل کېدل د دې سبب شول چې اته لکه دولتي کارکوونکي يا له معاش پرته کار ته ادامه ورکړي، يا بې معاشه رخصت شي. ډونالد ټرمپ او په کانګرس کې ډموکراتان په خپلو کې په جنجال کې دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روحاني: ایران د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ ځاى پر ځاى کوي

د ايران ولسمشر وايي، هېواد به يې ډېر ژر له هغو توغنديو په استفادې چې په دغه هېواد کې جوړ شوي، د ځمکې په مدار کې ٢ سپوږمکۍ يا سټلايټونه ځاى پر ځاى کړي.  حسن روحاني ويلي، تهران به د امريکا له هغو اندېښنو سره سره چې ويلي يې دي، دا کار به د ايران د بالسټيک ميزايلو له پرمختيا سره نوره مرسته هم وکړي، دا اقدام کوي.  د ايران د دولتي ټلويزيون په حواله، حسن روحاني پرون وويل: "په راتلونکو اوونيو کې به له هغو راکټونو په استفادې چې په ايران کې جوړ شوي، دوه سپوږمکۍ مدار ته ولېږو." ښاغلي روحاني د دغو توغنديو او سپوږمکيو په اړه نور جزيات ورنه کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له سوریې د ایراني ځواکونو د ایستلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې له سوریې خپل پوځیان باسي، خو له دې هېواده د ایراني ځواکونو د ایستلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي. مایک پامپیو چې پرون پنجشنبه د قاهرې په امریکايي پوهنتون کې یې خبرې کولې، وویل: "امریکا به له سوریې څخه د وروستني ایراني سرتېري د ایستلو لپاره له ډیپلوماسۍ او له خپلو شریکانو سره له همکارۍ کار واخلي، امریکا همداراز هڅه کوي چې د ملګروملتو په مشرۍ د یوې پروسې له لارې د سوریې خلکو ته چې له ډېره وخته کړېږي، سوله او ارامښت راوړي." د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مقدونیا د نوم پر سر د دغه هېواد د پارلمان بحث تر نن جمعې ځنډېدلی

د مقدونیا د نوم د بدلون پر سر د دغه هېواد د پارلمان بحث تر نن جمعې پورې ځنډېدلی. د دغه هېواد صدراعظم زوران زایف پرون ظاهراً بریالی نه شو چې د نوم د بدلون لپاره د پارلمان اکثریت ترلاسه کړي. د مقدونیا پارلمان له ګاونډي یونان سره د څو لسیزو لانجې د پای ته رسولو او په ناټو او اروپايي اتحادیې کې د غړیتوب د ترلاسه کولو په هدف پرون پنجشنبه پر شمالي مقدونیا د خپل هېواد د نوم د بدلېدو لپاره بحث پیل کړ. د مقدونیا له اساسي قانون سره سم، پر شمالي مقدونیا د دې هېواد د نوم د بدلېدو لپاره د پارلمان په درېیو کې د دوو برخو ملاتړ پکار دی.

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه: روسیه دې په کریمیا کې نیول شوي اوکراینيان خوشې کړي

اروپايي اتحادیې له روسیې وغوښتل په خپله خاوره او غصب شوې کریمیا کې هغه ټول اوکراینیان خوشې کړي چې په غیر قانوني ډول یې نیولي دي. د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ د مشرې فيدریکا موګريني ویاندې پرون پنجشنبه په یوه بیان کې د مثال په توکه د ۲۰ کلن اوکرایني پافلو هریب او یوه تاتار فعال ایدم بیکیروف یادونه کړې چې لومړنی د ترورېزم په تور نیول شوی او دوهم تېره میاشت کریمیا ته له ننوتو سره سم ونیول شو. ویاندې ویلي، اروپايي اتحادیه هیله لري چې دا کسان به ژر تر ژره خوشې او ځانګړي طبي خدمات به ورته برابر کړای شي.