World News in Pashto

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نانسي پلوسي سفر لغوه کړی

ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته د خپلې ډیموکراټې رقیبې نانسي پلوسي سفر په داسې حال کې لغوه کړی چې د پلوسې پلاوی د سفر تیاری نیوه.


ولسمشر ټرمپ د دې سفر د لغوه کېدو دلیل د امریکا د حکومت د یوې برخې تړل کیدل بللي دي. 


ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ ناوخته نانسي پلوسي ته په یو لیک کې لیکلي دي، د کانګرس د هغه پلاوي لپاره چې ټاکل شوې په افغانستان کې امریکايي سرتیرو سره وګوري او په بروکسل کې هم تم شي، د پوځي الوتکې د کارولو اجازه ځکه نه ورکوي چې د ده په وینا دا «د عامه اړیکو یو مناسبت دی.»


ولسمشر ټرمپ په دې لیک کې ویلي:


«دا چې د امریکا اته سوه زره کارګران تنخوا نه تر لاسه کوي، زه ډاډمن یم چې له دې سره موافق یئ چې د عامه اړیکو د دې سفر ځنډول کاملاً مناسب دي.»


ټرمپ په دې لیک کې زیاته کړې، کله چې د امریکا د حکومتي ادارو د یوې برخې تړل کیدل پای ته ورسېږي، دوی به دا سفر تنظیم کړي.


ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې نانسې پلوسي او د کانګرس نور استازي کولی شي چې د دې سفر لپاره په تجارتي الوتکو کې تګ له خپله اړخه تنظیم کړي. 


نانسې پلوسي د ټرمپ د دې اقدام په اړه چې نوموړی د امریکا د پوځ د اعلی سرقوماندان په توګه واک لري، تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.


د امریکا د دولت د دې دوو چارواکو ترمنځ سیاسي جنجال د دې سبب شوی چې د امریکا د حکومتي ادارو د یوې برخې تړل کېدل ۲۷مې ورځې ته وغځېږي.


دا د امریکا په تاریخ کې د حکومتي ادارو د تړل کېدو تر ټولو اوږده موده بلل کېږي.


حکومتي ادارې ځکه تړلي چې ولسمشر ټرمپ له کانګرسه د مکسیکو سره پر پوله د دیوال جوړلو لپاره تر پنځو میلیاردو ډالرو زیاتې پیسې غواړي خو ډیموکراټان یې له ورکولو ډډه کوي. 

Читайте на сайте