World News in Pashto

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې تېره ورځ یوه سخته چاودنه وشوه

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې تېره ورځ یوه سخته چاودنه وشوه چې په خپل ډول کې نادره برید بلل شوی دی.


د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی راپور ورکړ چې د دمشق جنوب کې یوه پوځي استخباراتي دفتر ته څېرمه یوه لویه چاودنه وشوه چې څو تنو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته.


دغه اداره وایي، په چاودنې پسې د ډزو غږونه هم واورېدل شول.


د سوریي دولتي خبري اژانس سانا بیا تېره ورځ ناوخته راپور ورکړ چې یوې لویې چاودنې د دمشق جنوب ولړزاوه چې مرګ ژوبله یې نه درلوده.


راپور وایي، د پيښې په تړاو یو تروریست ونیول شو.


دا پېښه داسې مهال شوې چې په یوه بل شمالي ښار عفرین کې یوې حملې درې تنه ووژل او ۹ تنه یې ټپیان کړل.


تر اوسه د دواړو چاودنو مسولیت چا نه‌دی منلی.

Читайте на сайте