World News in Pashto
Январь
2019

Новости за 21.01.2019

Pa.azadiradio.com 

لبنان: د سوریې د کډوالو د بېرته ستنولو هڅې دې ګړندۍ شي

لبنان له نړیوالو قدرتونو غوښتي چې د سوریې د بحران د سیاسي حل په نظر کې نیولو پرته دې د سوریې د کډوالو د بېرته ستنولو هڅې ګړندۍ کړي. بېروت دغه راز د یوه عربي بانک د جوړېدو وړاندیز وکړ چې د سوریې او یمن په څېر د جګړه ځپلو عربي هېوادونو د بیا رغونې چارې تمویل کړي. د لبنان ولسمشر میشل عون تېره ورځ د عرب د اقتصادي او پراختیایي څلورمې کلنۍ غونډي د پرانېستلو پر مهال دا غوښتنه وکړه. میشل عون وویل، لبنان له نړیوالې ټولنې غواړي چې له هر ممکن اقدامه په استفادې د سوریې د کډوالو د خوندي بېرته ستنېدو لپاره زمینه برابره کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې تېره ورځ یوه سخته چاودنه وشوه

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې تېره ورځ یوه سخته چاودنه وشوه چې په خپل ډول کې نادره برید بلل شوی دی. د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی راپور ورکړ چې د دمشق جنوب کې یوه پوځي استخباراتي دفتر ته څېرمه یوه لویه چاودنه وشوه چې څو تنو ته په‌کې مرګ ژوبله واوښته. دغه اداره وایي، په چاودنې پسې د ډزو غږونه هم واورېدل شول. د سوریي دولتي خبري اژانس سانا بیا تېره ورځ ناوخته راپور ورکړ چې یوې لویې چاودنې د دمشق جنوب ولړزاوه چې مرګ ژوبله یې نه درلوده. راپور وایي، د پيښې په تړاو یو تروریست ونیول شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د یونان په مرکز اتن کې مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې

د لسګونو زرو کسانو هغه مظاهرې چې په اتن کې د یونان پارلمان ته نېژدې پیل شوې وې، په تاوتریخوالي واوښتې. دا مظاهرې پرون د یونان د حکومت د هغه توافق په اعتراض پیل شوي دي چې د خپل ګاونډي مقدونیې سره یې د مقدونیې د نوم د بدلون په اړه کړی دی. اعتراض کوونکو د بلوا ضد پولیس په ډبرو ویشتل. پولیسو هم چې پارلمان ته یې د هغوی د ننوتلو مخه نیوله له اوښکې بهوونکي ګازه کار واخېست. په‌دې مظاهرو کې نهه پولیس افسران ټپیان شول. د یونان د صدراعظم الیکس سیپراس حکومت د مقدونیې له صدراعظم زوران زایف سره د تېرکال... Читать дальше...