World News in Pashto

د یونان په مرکز اتن کې مظاهرې په تاوتریخوالي واوښتې

د لسګونو زرو کسانو هغه مظاهرې چې په اتن کې د یونان پارلمان ته نېژدې پیل شوې وې، په تاوتریخوالي واوښتې.


دا مظاهرې پرون د یونان د حکومت د هغه توافق په اعتراض پیل شوي دي چې د خپل ګاونډي مقدونیې سره یې د مقدونیې د نوم د بدلون په اړه کړی دی.


اعتراض کوونکو د بلوا ضد پولیس په ډبرو ویشتل.


پولیسو هم چې پارلمان ته یې د هغوی د ننوتلو مخه نیوله له اوښکې بهوونکي ګازه کار واخېست.


په‌دې مظاهرو کې نهه پولیس افسران ټپیان شول.


د یونان د صدراعظم الیکس سیپراس حکومت د مقدونیې له صدراعظم زوران زایف سره د تېرکال په جون میاشت کې موافقه وکړه چې د مقدونیې نوم په شمالي مقدونیه بدل شي او اتن به په بدل کې په اروپایي اتحادیه کې د مقدونیې د شاملېدو له مخالفته لاس واخلي.


د دغو دوو هېوادونو د نوم پر سر دعوا له‌دې کبله ده چې د یونان یوه سیمه چې له مقدونیې سره پر پوله موقعیت لري هم مقدونیه نومېږي.


په راتلونکي کې د احتمالي سرحدي سوءتفاهم د مخنیوي لپاره دواړو هېوادونو پریکړه وکړه چې د مقدونیې نوم په شمالي مقدونیې بدل شي.

Читайте на сайте