World News in Pashto

افغان ورزشکار بهاوي نن د المپيک په لوبو کې د افغانستان بيرغ رپوي

افغان تکاوندوکار نثار احمد بهاوي به نن د المپیک د لوبو د پيل په رسمي مراسمو کې د افغانستان بیرغ ولیږدوي.

افغانستان به دوهم هیواد وي ، چې د مراسمو له رسمي پيل سره سم به پر سټیژ  تیریږي.



نثار احمد بهاوي نن ازادي راډیو ته وویل: زه ویاړم ، چې د افغانستان بیرغ به لیږدوم.



شپږ افغان ورزشکاران د المپیک په مسابقو کې د ګډون لپاره لندن ته تللي دي.



دوی به د جودو ، تکواندو ، منډې او بوکسنګ په برخه کې لوبه کوي.

Читайте на сайте