World News in Pashto
Июль
2012
1
2
3
4
5
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
26
31

Новости за 27.07.2012

Pa.azadiradio.com 

افغان ورزشکار بهاوي نن د المپيک په لوبو کې د افغانستان بيرغ رپوي

افغان تکاوندوکار نثار احمد بهاوي به نن د المپیک د لوبو د پيل په رسمي مراسمو کې د افغانستان بیرغ ولیږدوي. افغانستان به دوهم هیواد وي ، چې د مراسمو له رسمي پيل سره سم به پر سټیژ  تیریږي. نثار احمد بهاوي نن ازادي راډیو ته وویل: زه ویاړم ، چې د افغانستان بیرغ به لیږدوم. شپږ افغان ورزشکاران د المپیک په مسابقو کې د ګډون لپاره لندن ته تللي دي. دوی به د جودو ، تکواندو ، منډې او بوکسنګ په برخه کې لوبه کوي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ورزشکاران د المپيک په لوبو کې

د نړۍ له دو سوو هيوادونو څخه د زرګونو لوبغاړو په منځ کې سږ کال د المپيک په دې نړيوالو لوبو کې شپږ افغان لوبغاړي هم شرکت کوي. د لندن په سپورټي لوبغالو کې د دې لوبو د نندارو لپاره تقريباً نهه ميلونه ټيکټونه بازار ته وړاندې شوې دي. په دې سره به لندن د نړۍ لومړنۍ ښار وي، چې د دريم ځل لپاره د المپيک د دوبي د لوبه کوربه توب کوي. تر دې مخکې د انګلستان پايتخت لندن په ۱۹۰۸ او ۱۹۴۸م کلونو کې د دې نړيوالو لوبو کوربه وو. د ازادۍ راډيو د المپيک لوبې په دقت څاري، د لندن د لوبو په اړه د پروخت او دقيقو معلوماتو لپاره له ازادي راډيو سره ملتيا وکړﺉ. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د انګلستان په لندن کې د المپیک د لوبو پیل لمانځل کیږي

نن به په لندن کې د المپيک د نړیوالو مسابقو د پيل مراسم تر سره شي. لږترلږه یو ملیون کسان به دا ۳ ساعته پروګرام پر ټلویزیونو وګوري. له نننیو مراسمو سره به د المپيک مسابقې، چې درې اوونۍ دوام کوي، په رسمي ډول پيل شي. د لندن ښاروال بوریس جانسن پرون په لندن کې د چین له (سي سي ټي وي) سره په مرکه کې وویل: ″موږ داسې تیاری نیولی، چې د المپيک د لوبو په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی. موږ په خپلو کارونو ویاړو خو واضح ده، چې سړی بیا هم قناعت نه شي کولای. په داسې مواردو کې پر ځان ډاډ نه شي کولای،... Читать дальше...