World News in Pashto

خوست کرکټ لوبډلې خپله بله لوبه هم مساوي پای ته ورسوله

د میرویس نیکه په نوم د پنځه ولایتونو ترمنځ د کرکټ د درېیو ورځنیو پیل شویو لوبو په لړ کې خوست لوبډلې خپله بله لوبه هم مساوي پای ته ورسوله.


دغه لوبه د ننګرهار په غازي امان‌الله خان لوبغالي کې د خوست او کندز د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.


نن د دغه لوبې په وروستۍ ورځ خوست لوبډلې کندز ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ، خو کندز لوبډلې د ورځې تر پایه یاد هدف پوره نه‌شو کړای، خو لوبغاړي يې لاپاتې وو ځکه لوبه مساوی پای ته ورسېده.


خوست له دې وړاندې د کابل په وړاندې هم لوبه بې‌پایلې پای ته رسولې وه.


دغه لوبډله به د یوې اوونۍ له ارام وروسته د کندهار په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.


اخوا د کونړ په لوبغالي کې د کندهار او کابل لوبه هم مساوي پای ته رسېدلې ده.


کندهار په‌خپله لومړۍ پاڼه کې ۲۲۵ منډې جوړې کړې چې کابل‌یې بېرته په ځواب کې ۲۴۳ منډې ترسره کړې.


د کندهار دوهمه پاڼۍ په ۳۴۲ منډو پای ته ورسېده.


کابل په دوهمه پاڼۍ کې د ۵ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۲۰ منډې وکړې او درېيمه ورځ تمامه شوه.


په روانو سیالیو کې کابل لوبډله د ۳۳ نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې، کندز د ۲۶ نمرو په لرلو سره دوهم، خوست درېیم، کونړ څلورم او کندهار پنځم مقام لري.

Читайте на сайте