World News in Pashto
Февраль
2019

Новости за 28.02.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

افغان ولسمشر اشرف غني نن یو وار بیا په بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وکړ، د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي سبا به هندی پیلوټ ابهینندن خوشې کړي او په کالیفورنیا کې د وحشي کوکنارو طبیعي ګلبڼ زیات سیلانیان جلب کړي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

پاکستان نيولی هندی پايلت خوشي کوي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان وايي هندوستان ته د سولې اشارې په ورکولو سره سبا هغه هندی پايلټ ورپريږدي چې دوی نيولی دی. دا تر هغې وروسته ده چې هند له پاکستانه غوښتي وو چې دغه پايلټ دې ژر تر ژره خوشي کړي. ویډيو: رويټرز راپور او ايډيټ: بشير ګواښ

Mashaalradio.com 

آيا هند او پاکستان به کرکټ لوبه وکړي؟

د هند او پاکستان تر منځ د اړيکو تر خرابېدو وروسته د هند خلکو پر کرکټ لوبډلې فشار راوړی چې پاکستان سره د جون په ۱۶مه د شل اووريز کرکټ نړیوال کپ سيالي ونه کړي. د هند کرکټ لوبډلې مشر، ويرات کوهلي وايي دوی به همغسې کوي څنګه چې حکومت ورته وايي... راپور او ايډيټ: بشير ګواښ ويډيو: رويټرز

Mashaalradio.com 

په جوډو کې نړیوال مقام ترلاسه کول غواړم: قیصر اپریدی

د خېبر د باړې په برقمبر خېلو سیمه کې د جوډو په یوه کلب کې ۱۸کلن قیصر اپریدی نړیوالو سیالیو لپاره تیارې کوي. نوموړی وايي، شاوخوا ۲۰ کورني او نړیوال میډالونه یې ګټلي او غواړي نړیوال مقام هم تر لاسه کړی. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

خوست کرکټ لوبډلې خپله بله لوبه هم مساوي پای ته ورسوله

د میرویس نیکه په نوم د پنځه ولایتونو ترمنځ د کرکټ د درېیو ورځنیو پیل شویو لوبو په لړ کې خوست لوبډلې خپله بله لوبه هم مساوي پای ته ورسوله. دغه لوبه د ننګرهار په غازي امان‌الله خان لوبغالي کې د خوست او کندز د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. نن د دغه لوبې په وروستۍ ورځ خوست لوبډلې کندز ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ، خو کندز لوبډلې د ورځې تر پایه یاد هدف پوره نه‌شو کړای، خو لوبغاړي يې لاپاتې وو ځکه لوبه مساوی پای ته ورسېده. خوست له دې وړاندې د کابل په وړاندې هم لوبه بې‌پایلې پای ته رسولې وه. دغه لوبډله به د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم: نیول شوی هندی پیلوټ به خوشې شي

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن وویل چې هغه هندی پیلوټ به د چې د فبرورۍ په ۲۷مه‌یې الوتکه وویشتل شوه او پاکستاني ځواکونو ونیو، خوشې کړي. عمران خان نن خپل پارلمان ته وینا وکړه. هغه وویل، اسیر شوی هندی پيلوټ به د سولې د نیت څرګندولو لپاره د مارچ په لومړۍ نېټه ازاد شي، خو د هند د صدراعظم نرېندرا مودي د خبرو لحن تُند و. مودي وویل، دښمن د هند د بې‌ثباته کولو هڅې کوي، خو هندي اتباع‌یې باید لکه دېوال داسې کلک، مخې ته ودرېږي.  نرېندرا مودي وویل چې ټول هند متحد شوی او نړیواله ټولنه د هند د خلکو ګډون او کلک باور ته ګوري.

Mashaalradio.com 

عمران خان وايي هندی پیلوټ خوشې کوي

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه د هېواد پارلېمان ګډې غونډې ته په وینا کې وویل، اسلام اباد د ترینګلتیا ختمول غواړي او د دې لپاره هندی پیلوټ ابېنندن د مارچ پر لومړی خوشې کوي.

Pa.azadiradio.com 

موحد: ۳۵ تورن کسان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مرکز ته معرفي شوي

۳۵ تورن کسان له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته د څېړنو لپاره معرفي شوي دي. د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل: "دا ۳۵ کسان چې د امنیتي ځواکونو له‌خوا د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور نیول شوي وو، دې مرکز ته معرفي او دوسیې يې د څېړلو په حال کې دي." د یادونې وړ ده چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د قضايي غونډو په جریان کې تېره اوونۍ ۹ کسان په مجازاتو محکوم کړل.

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې څه د پاسه دوه زره کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول

په بغلان ولایت کې څه د پاسه دوه زره کیلو ګرامه نشه‌يي مواد وسوځول شول. د بغلان ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو په‌دې ولایت کې د ۱۳۹۷کال په بهير کې ۱۱۵ عملیات کړي دي. د دې عملياتو په نتيجه کې په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶۶۸ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد نيول شوي او سوځول شوي دي. د یادونې وړ ده چې د نشه‌يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۱۵۵کسان نیول شوي او له دوی سره ۷۱ نیول شوي موټرونه هم اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

په قطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د خبرو جدي موضوعات!

طالبانو ویلي چې په قطر کې پر دې جدي خبرې شوي چې له افغانستانه بهرني ځواکونه څرنګه وایستل شي او دا ضمانت څرنګه کېدلای شي چې افغانستان بیا د ترورېزم لپاره په امن ځای نه‌بدلېږي. ذبیح‌الله مجاهد نن د فبرورۍ په ۲۸مه په یوه بیان کې ویلي چې دواړه خواوې دوه ورځې دمه کوي او د بیا کتنې لپاره ځانونه تیاروي. د روېټرز خبري اژانس په حواله، طالبانو ویلي چې د هغوی نوي سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت د استازي زلمي خلیل‌زاد، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو له قوماندان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر او د شمالي کوریا د مشر غونډه پای ته ورسېده

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده. د غونډې هدف له اټمي وسلو د کوریاګانو د پاکولو موافقه وه، خو بې‌نتېجې پای ته رسېدلې ده. د امریکا د ولسمشر ویاندې، سارا سندرز نن په یوه بیان کې وویل: "دا ګړۍ کومه موافقه نه‌ده شوې، خو د دواړو خواو مذاکره کوونکې ډلې د راتلونکې کتنې او بیا خبرو په تمه دي." سندرز د ټرمپ او کېم غونډه ښه او مؤثره بللې ده. ټرمپ او کېم پرون او وړمه ورځ په ویتنام کې سره وکتل او خبرې یې وکړې. دواړه نن د فبرورۍ... Читать дальше...