World News in Pashto

کندزیان: د هوايي شرکتونو د پروازونو نشتوالي ستونزې زېږولي

کندز ته د هوايي شرکتونو د پروازونو نشتوالي خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.


د دې ولایت خلک وايي چې له ۱۰ کالو راهیسې هوايي خصوصي شرکتونو نوموړي ولایت ته خپل پروازونه بند کړي او دې مسئلې د خلکو پر وړاندې ستونزې زېږولې دي.


د دوی په خبره، اوس‌مهال د کندز-بغلان لویه لاره له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ ده او له کبله‌یې د دولتي ارګانونو، د غیر دولتي ارګانونو کارکوونکي او دغه‌راز سوداګر پر دغې لارې په ډاډه زړه تګ راتګ نه‌شي کولای.


د دغه ولایت د هوايي ډګر امر ګل اغا امیري وايي چې د کندز د هوايي ډګر د رنوې کرښه په اساسي ډول رغول شوې او اوس‌مهال هر ډول الوتکې کولای شي چې له دې میدانه پرواز وکړي.


د کندز اوسېدونکي وايي چې د هوايي خصوصي شرکتونو د پروازونو نشتوالي او دغه‌راز د کندز-بغلان د لويې لارې په اوږدو کې د امنیت د نشتوالي او تر څنګ‌یې د ژمي په موسم کې د سالنګونو د بندښت ننګونو د دې ولایت د خلکو پر وړاندې جدي ستونزې زېږولې دي.

Читайте на сайте