World News in Pashto

په بغلان کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او ۳ ټپیان شوي

په بغلان ولایت کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.


د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت رسنیو ته ويلي، دا پېښه نن وروسته له هغه وشوه چې یو کرولا موټر له یوه بار وړونکي موټر سره د دوشي -پلخمري پر لویه لاره ټکر شو.


د ده په وینا، د دې پېښې ټپيان د پلخمري ښار روغتون ته انتقال شوي دي.


 

Читайте на сайте