World News in Pashto
Март
2019

Новости за 29.03.2019

Pa.azadiradio.com 

په عراق کې د نږدې ٣٠ يزيديانو ډله ييز قبر موندل شوى

د عراق او ملګرو ملتونو کارکوونکو په وروستيو اوونيو کې هغه ساحه وکيندله چې د دوى په باور د يزيديانو د ٣٠ کسانو ډله ييز قبر دى.  ويل شوي دغه کسان د داعش وسلوالو له خوا وژل شوي او په سيمه کې په لسګونو نور ډله ييز قبرونه هم شته.  وروسته له هغې چې داعش په عراق کې ځينې سيمې ونيولې، په زرګونو کسان ووژل شول او په زرګونو نور لادرکه دي.  د امريکا ږغ خبريالې هيدر مردوک (Heather Murdock) له عراق څخه دغه راپور رالېږلى، صالح محمد صالح يې جزئيات وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

په نیوزیلند کې نن جمعه زرګونه کسانو د کرایستچرچ د مرګوني برید د قربانیانو په یاد غونډه وکړه. په غزه کې د پروسږنو مظاهرو د یو کلنۍ په مناسبت شنبه بیا مظاهرې پيلیږي. او په تایلند کې په خټو کې ایسار فیلان وژغورل شول. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

عمران خان له کوټې تر ژوبه د سړک پرانسته وکړه

د بلوچستان د ترقۍ او پرمختګ لپاره بیا بیا حکومتونه منصوبې اعلانوي خو په قدرتي شتمنیو مالامال دغه صوبه اوس هم په اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي ډګر کې د ټول پاکستان تر نورو زښته ډېر پر شا ده.

Pa.azadiradio.com 

چين کمپونو ته د اقلیتونو پر لېږد د قزاقستان له ملاتړه مننه وکړه

چين له قزاقستانه مننه کړې چې د چين په شين جین سیمه کې کمپونو ته د اقلیتونو د لېږلو ملاتړ کوي. پر پیکنګ تور دی چې د دې هېواد په لوېديځه سیمه شین جین کې اقلیتونه ځپي چې پکې قزاق وګړي هم شامل دي. منتقدين وايي، چین په کمپونو کې د اقليتونو د ساتلو په اقدام سره له بشري حقونو څخه سرغړونه کوي. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په چين کې تېر کال یو ميلیون کسان د ترورېزم پر ضد مرکزونو کې نیول شوي او تر یو ميلیون نور يې د بيا زده کړو په نوم کمپونو کې په زور اوسول کېږي.

Pa.azadiradio.com 

په بغلان کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او ۳ ټپیان شوي

په بغلان ولایت کې په يوه ټرافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي. د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاويد بشارت رسنیو ته ويلي، دا پېښه نن وروسته له هغه وشوه چې یو کرولا موټر له یوه بار وړونکي موټر سره د دوشي -پلخمري پر لویه لاره ټکر شو. د ده په وینا، د دې پېښې ټپيان د پلخمري ښار روغتون ته انتقال شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د مصر علا عبدالفتاح له پنځو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو

په مصر کې د ډموکراسۍ پلوی فعال علا عبدالفتاح له پنځو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شو. ده د مصر د ۲۰۱۱ میلادي کال په پاڅون کې فعاله ونډه واخيسته او له اجازې پرته د اعتراضیه لاریون جوړولو په تور بندي شو. د ده خور مونا پرون ماښام پر ټوېټرپاڼه ولیکل چې علا راخوشې شو. دې د دغه ۳۷ کلن بلاګر عکس هم خپور کړی. د علا مدافع وکیل دا خبر تأييد کړی دی. عبدالفتاح په مصر کې د ډموکراسۍ پلويو فعالانو څخه یو دی چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې يې په دې هېواد کې پاڅون وکړ چې په نتيجه کې يې د هغه مهال واکمن حسنې مبارک له واکه لېري شو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په غزني کې له طالبانو سره په نښتو کې شااوخوا ۱۰ سرتېري وژل شوي

د غزني ښار په درېيمه حوزه کې نن له طالبانو سره په نښتو کې شااوخوا لس افغان سرتېري وژل شوي دي. د غزني د والي وياند محمد عارف نوري نن ازادي راډيو ته وويل چې طالبانو پرون د غزني ښار په زنه خان سای سيمه کې پر یوه امنیتي پوسته حمله وکړه. ده وویل: "په نښته کې د درېيمې امنیتي حوزې د امر لومړي څارن مجیب الرحمان محمودي په ګډون نهه سرتېري شهيدان شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي." د غزني د والي وياند وايي چې په نښتو کې طالبانو ته هم تلفات اووښتي خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره طالبان وژل شوي او ټپيان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسؤلان: په بلخ کې سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي

په بلخ ولایت کې د سېلابونو په نتيجه کې د یوه کس د وژل کېدو او ګنو استوګنځایونو د تخريبېدو خبر ورکړل شوی دی. د بلخ له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې سرپرست رحمت الله زاهد ازادي راډيو ته وويل، د دې ولایت په دهدادي، نهر شاهي او چمتال ولسواليو کې تر سختو ورښتونو وروسته خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اووښتي دي او لسګونه کورونه ويجاړ شوي دي. د ښاغلي ذاهد په وینا، د راپورونو له مخې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی دی. دا په داسي حال کې ده چې په هرات، فارياب او بادغيس ولایتونو کې هم د سختو سېلابونو او تلفاتو راپور ورکړل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شپږ وسله وال مخالفان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې یې د افغانستان په څو ولایتونو کې د جلاجلا عملیاتو په ترڅ کې شپږ وسله وال مخالفان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي. د افغانستان دفاع وزارت نن سهار په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د کونړ، ننګرهار، پکتیکا، غزني، بادغیس، فراه، بغلان او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي دي. دفاع وزارت په دې عملیاتو کې خپل لوري ته د پنځو سرتېرو وژل کېدل منلي او زیاته کړې یې ده چې د کونړ، ننګرهار، غزني، بادغیس، فراه او بغلان په ولایتونو کې پوځي عملیات په بریالیتوب مخکې ځي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا یوه لوړ پوړې چارواکې پر ایران د فشار د زیاتولو هڅه کوي

د امریکا د بندیزونو یوه لوړ پوړې چارواکې په اسیا کې ده او دغلته پر ایران د فشار د زیاتولو هڅه کوي. سیګال منډلیکر چې د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په برخه کې د امریکا د خزانې وزارت مرستیاله ده، د جمعې په ورځ یې په سنګاپور کې وویل، هغه به په دې اوونۍ کې په مالیزیا، سنګاپور او هندوستان کې په خپلو راتلونکو لیدنو کې پر هغو خطرونو ټینګار وکړي چې له تهران سره په راکړې ورکړې پورې تړلي دي. نوموړې ویلي: "دا ډېره مهمه ده، دا هېوادونه په بېلابېلو بڼو مهمې لارې لري چې د ایران رژیم کولی شي چې د خپلو تېلو د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن یوې زورورې زلزلې د روسیې د کوریل ټاپوګانو نږدې سیمې لړزولي

د جمعې په ورځ د روسیې د کوریل ټاپوګانو ته نږدې سیمې د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ زلزلې لړزولې دي.  د امریکا د جیالوژیکي سروې اداره وايي، د دې زلزلې مرکز د پارموشیر ټاپو د مرکز په ختیځ کې ۲۷۰ کیلومتره لېرې و او شدت یې د ريښتر په کچه ۶ اعشاریه ۱ بلل شوی دی. دا سیمه د روسیې په جنوب ختیځ کې د لېرې ختیځ په کامخاتکا ټاپو وزمه کې پرته ده. که څه هم د زلزلې ټکانونه په ګڼ مېشته سیمه کې احساس شوي، خو دمګړۍ د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی. له زلزلې وروسته د څونامې خبرداری هم نه دی ورکړل شوی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ملي امنیت یوه پخواني قراردادي د محرمو اسنادو غلا کول منلي

د امریکا د ملي امنیت د ادارې یوه پخواني قراردادي د محرمو اسنادو غلا کول منلي دي. نوموړي دا اعتراف له محکمې سره په هغه توافق کې کړی چې ښايي له مخې یې دې سړي ته د نهو کلونو د بند سزا ورکړل شي. ۵۴ کلن هارولډ ټي. مارټین د مارچ په اته ویشتمه د بالتیمور په یوې فدرالي محکمه کې پر ځان لګېدلی یو تور ومانه. مارټین له یو شمېر خصوصي شرکتونو سره هم کار کړی او دا امنیتي تضمین یې درلود چې ډېرو پټو (اشد محرم) معلوماتو ته لاسرسی ولري. نوموړی دوه کاله مخکې د هغه څه لپاره ونیول شو چې ښايي په تاریخ کې د محرمو اسنادو لویه رسوايي وی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په سوات کې د پسرلي رنګونه

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د سپرلي موسم پیل شوی او په باغونو کې د ميوو ونو ګلونه کړي ، غرونه او ميدانونه شين شوي دي. د سوات د ښایستونو په اړه د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان دا ویډیو تیاره کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي په بدخشان کې د ۶ سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي

چارواکي وایي چې د بدخشان په ارغنج‌خوا ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبه اوښتې ده. د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شااوخوا ۱۱ بجې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید پیل کړ چې په ترڅ کې یې د امنیتي ځواکو یوه پوسته سقوط او ۶ افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته. ښاغلي نظري وویل چې په سیمه کې اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده او په خبره یې چې کومکي ځواکونه هم سیمې ته ورسېدلي دي. اخوا طالب ویاند... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په نیوزي لېنډ کې د کرائسچرچ قربانيانو په ياد ملي ماتم

په نيو زيلېنډ کې د کرائسچرچ په دوو جوماتونو کې د وژل شويو په ياد کې غونډې شوې دي. د جمعې ورځي تر ټولو لويه غونډه په کرائسټچرچ کې شوې. دا غونډې د هغو ۵۰ کسانو کسانو په یاد کې شوې دي چې د مارچ پر ۱۵مه په کرائسټچرچ کې يو وسله وال پر دوو جوماتونو د برید پر مهال وژلي وو.