World News in Pashto

چارواکي: په جوزجان کې د سیمه ییزو پولیسو ۳ قوماندانان وژل شوي

د جوزجان چارواکي وايي، د فیض اباد ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو په حمله کې د سیمه ییزو پولیسو درې قوماندانان وژل شوي او ۷ سیمه ییز پولیس ټپیان دي.


د فیض اباد ولسوال انجنیر الف شاه نن ازادي راډيو ته وویل چې حمله تېره شپه ناوخته شوې او اوس هم په سیمه کې جګړه روانه ده.


فیض اباد ولسوالۍ د جوزجان ـــ بلخ د لارې په اوږدو کې پرته هغه ولسوالۍ ده چې وخت ناوخت په کې طالبان پر افغان ځواکونو حملې کوي.


 

Читайте на сайте