World News in Pashto

هلمند او کندهار کې ۲ خیریه بنسټونه ۵۳ روغتیايي مرکزونه جوړوي

په کندهار او هلمند ولایتونو کې به د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو ادارې او د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ په مرسته ۵۳ روغتيايي مرکزونه جوړ شي.


د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مایار پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې اړه د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د يادو ادارو له مشرانو سره د دوشنبې په ورځ ولیدل.


ښاغلي مایار زیاته کړه:


"۳۰ روغتیايي مراکز به په هلمند او کندهار کې د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ په مرسته جوړېږي. کارونه به یې په جون مياشت کې پیل شي. بل ملاقات د «سي ډي سي» د مشر سره و چې د ډېرې همکارۍ وعده يې وکړه په بېلابېلو برخو کې لکه تخنیکي برخه، د واکیسناسیون برخه او همدا راز یې په کندهار کې د ۲۳ روغتيايي مراکزو د جوړولو ژمنه وکړه."


د روغتیا د نړيوالې ادارې ۷۲مه غونډه په ژنیو کې د دوشنبې په ورځ پیل شوه او یوه اوونۍ به دوام کوي.


په‌دې غونډه کې له ۱۹۴ غړیو هېوادونو څخه شاوخوا څلور زره استازي ګډون کوي.


د ښاغلي مايار په وینا، افغانستان ته په‌دې غونډه کې ډېر اهمیت ځکه هم ورکول شوې چې افغانستان له هغو هېوادونو دی چې په جنګي شرايطو کې د روغتیايي خدماتو رسولو تر ټولو زياته تجربه لري.

Читайте на сайте