World News in Pashto
Май
2019

Новости за 21.05.2019

Pa.azadiradio.com 

جلال‌اباد ښار کې يوې چاودنې ۴ کسان ټپیان کړل

په ننګرهار ولایت کې په‌دې وروستيو کې چاودنې زیاتې شوي دي. په دې لړۍ کې پرون دوشنبه هم په جلال‌اباد ښار کې په يوه چاودنه کې څلور کسان ټپیان شول. د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان ازادي راډيو وويل، د دوشنبې په ماښام شاوخوا اووه بجې د جلال اباد ښار په دوهمه ناحيه کې چاودنه وشوه. ښاغلي فرید خان په‌دې پېښه کې د تلفاتو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي، خو د جلال‌اباد مرکزي روغتون مسؤلين وايي، د پېښې له ځایه دوی ته څلور ټپيان ور وړل شوي چې یو يې بستر دی او درې نور تر لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هلمند او کندهار کې ۲ خیریه بنسټونه ۵۳ روغتیايي مرکزونه جوړوي

په کندهار او هلمند ولایتونو کې به د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو ادارې او د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ په مرسته ۵۳ روغتيايي مرکزونه جوړ شي. د افغانستان د روغتيا وزارت وياند وحيدالله مایار پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل چې په‌دې اړه د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د يادو ادارو له مشرانو سره د دوشنبې په ورځ ولیدل. ښاغلي مایار زیاته کړه: "۳۰ روغتیايي مراکز به په هلمند او کندهار کې د بېل او ملېنډا ګېټس د بنسټ په مرسته جوړېږي. کارونه به یې په جون مياشت کې پیل شي. بل ملاقات د «سي ډي سي» د مشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هرات کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب پای ته نه‌دی رسېدلی

په هرات ولایت کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب لا پای ته نه‌دی رسېدلی. دا ښوونکي اعتراض لري چې معاشونه يې لږ دي. دوی له پنجشنبې راهیسي تدریس درولی دی. د افغانستان د ښوونکو لپاره د عدالت غوښتونکو د ټولنې استازي شهیر احمد احمدیار ازادي راډيو ته وويل چې د ښوونکو کاري اعتصاب تر نا ټاکل شوې مودې دوام لري. دی وايي: "د ښوونکو تر ټولو مهمه غوښتنه د معاش زیاتېدل دي. که یې معاشونه زيات نه‌شي، له اعتصابه به لاس وانه‌خلي. ښوونکي پرته له اعتصابه بله لاره نه‌لري." ښاغلي احمديار ونه ویل چې په هرات کې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

شمالي مقدونیې د يوې لارۍ پر سر ۸ عراقي پناه غوښتونکي موندلي

د شمالي مقدونیه چارواکو له صربیا سره پولې ته نېږدې د يوې لارۍ په سر کې اته عراقي پناه غوښتونکي موندلي دي. دا اته سړي هغه مهال چارواکو ته په‌لاس ورغلي چې د یکشنبې په ورځ یې پر تابانوفڅې پوله څار کاوه. د شمالي مقدونیه د کورنیو چارو وزارت په وينا دې لارۍ د بلغاریه پلیټ درلود. پولیسو ويلي چې د لارۍ چلوونکی يې نيولی او پناه غوښتونکي يې یوه کمپ ته انتقال کړي دي. دغه کسان په غیرقانوني توګه له یونانه شمالي مقدونیه ته ننوتلي او غوښتل يې د صربيا له لارې اروپايي ټولنې هېوادونو ته لاړ شي. له منځني... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عربستان: پر مکې ۲ توغندي هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی شول

سعودي عربستان وايي، پر مکه معظمه ولایت ويشتل شوي دوه توغندي يې هدف ته تر رسېدو مخکې خنثی کړل. رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو یوه وياند ویلي چې دا توغندي د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو د مکې پر لور ويشتلي وو. حوثي ياغیانو دا تورونه رد کړل چې ګواکې مکه يې هدف ګرځوله. سعودي عربستان او متحده عربي امارات د لویديځ هېوادونو په ملاتړ د هغه ائتلاف مشري کوي چې په ۲۰۱۵میلادي کال کې يې په یمن کې ځکه مداخله وکړه چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې حوثي ياغيانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اتريش د ازادۍ ګوند وزیران به ائتلافي حکومت کې له دندو ګوښه شي

د اتريش ښي اړخی د ازادۍ ګوند وايي چې ټول وزیران به یې په ائتلافي حکومت کې له دندو ګوښه شي. په‌دې هېواد کې تېره اوونۍ وروسته له هغه سیاسي بحران رامنځته شو چې یوه ويډيو چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې جوړه شوې وه، خپره شوه او ښکاروي د ازادۍ ګوند مشر هاينز کريستيان ستارچ «Heinz-Christian Strache» یوه روسي وګړي ته د سياسي مالي مرستو په بدل کې قراداد وړانديز کوي. ستارچ د مرستيال صدراعظم له دندې ګوښه شو. صدراعظم سباستيان کورز «Sebastian Kurz» د دوشنبې په ورځ له ولسمشر څخه وغوښتل چې د کورنيو چارو وزیر هربیرت... Читать дальше...