World News in Pashto

هرات کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب پای ته نه‌دی رسېدلی

په هرات ولایت کې د یو شمېر ښوونکو کاري اعتصاب لا پای ته نه‌دی رسېدلی.


دا ښوونکي اعتراض لري چې معاشونه يې لږ دي. دوی له پنجشنبې راهیسي تدریس درولی دی.


د افغانستان د ښوونکو لپاره د عدالت غوښتونکو د ټولنې استازي شهیر احمد احمدیار ازادي راډيو ته وويل چې د ښوونکو کاري اعتصاب تر نا ټاکل شوې مودې دوام لري.


دی وايي:


"د ښوونکو تر ټولو مهمه غوښتنه د معاش زیاتېدل دي. که یې معاشونه زيات نه‌شي، له اعتصابه به لاس وانه‌خلي. ښوونکي پرته له اعتصابه بله لاره نه‌لري."


ښاغلي احمديار ونه ویل چې په هرات کې د یوه ښوونکي معاش څومره دی؟


د هرات د ښوونې رئیس روح الله زاهد ژمنه کړې چې د ښوونکو غوښتنې به ومنل شي.


شاوخوا ۲۰ زره ښوونکي د هرات په ۱۳۰۰ ښوونځیو کې خپلو دندو ته نه ځي.

Читайте на сайте