World News in Pashto
Май
2019

Новости за 16.05.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

ایران وايي د امریکا له فشارونو سره سره به ډېر حوصله وکړي. په پاکستان کې په وروستیو څو اوونیو کې ۴۰۰ کسان په اچ ای وي ايډز اخته شوي او د فرانسې ایفل برج ۱۳۰ کلن شو. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

د چینايي ژبې افغان ښوونکی

افغان ځوان محمد يوسف راهنورد چينايي ژبه روانه وايي او په کابل پوهنتون کې د چينايي ژبې استاد دی. د چين له خوا د يوې سیمې او يو سړک پروژې پېلولو وروسته په پاکستان او افغانستان کې د چينايي ژبې د زده کړې رجحان زيات شوی دی. په دې اړه د رويټرز اژانس ويډيويي رپورټ عبدالحي کاکړ پښتو کړی دی.

Mashaalradio.com 

امريکا ۵۰ پاکستانیان اېستلي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د امريکا لخوا ډي پورټ کړې شوي پنځوس پاکستانيان په چارشنبه اسلام اباد ته رسېدلي دي.

Pa.azadiradio.com 

هوتک: د افغان کرکټ ملي ټیم ایرلنډ سره لوبې ته چمتوالی نیولی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د افغان کرکټ ملي ټیم له ایرلنډ سره لوبې ته بشپړ چمتوالی نیولی. د کورکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان کرکټ ملي ټیم سبا ایرلینډ ته روانېږي: "ټاکل شوې چې سبا افغان کرکټ ملي ټیم له سکاټلنده ایرلنډ ته سفر وکړي او د ایرلنډ ملي لوبډلې سره به دوه لوبې ولري." د نوموړي په وینا ټاکل شوې چې سبا نبي عیسی خېل او راشد ارمان دوه مشهور افغان کرکټران هم له افغان ملي لوبډلې سره یو ځای شي. د مجیب ځدراڼ په ګډون دغه دوه افغان لوبغاړي د هند کرکټ په غوره لوبو کې ولوبېدل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا د ورزش مسؤلین د ورزش له کمو امکاناتو سر ټکوي

د کاپیسا د ورزش مسؤلین په‌دغه ولایت کې د ورزش له کمو امکاناتو سر ټکوي. د دغه ولایت د ورزش امر عیسی صافي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د کمو امکاناتو له امله د دغه ولایت د ځوانانو علاقه له ورزش سره کمه شوې ده: "امکانات صفر دي، زه چې ورزشي مسؤل یم معاش نه لرم، افتخاري کار کوم، کله چې ټورمنټ جوړوم له لوبغاړو او ورزشکانو پیسې راټولوم." نوموړی وايي چې نه په کاپیسا کې ورزشي میدان او نه هم جمنازیم شته. ښاغلي صافی په دې برخه کې د مسؤلینو پاملرنه غواړي.

Pa.azadiradio.com 

رستمي: ننګرهار کې ۱۹۵ګلخانې او سړې خونې ګټې اخېستنې ته سپال شوې

د کرنې او مالدارۍ وزارت له لوري په ننګرهار کې ۱۹۵ ګلخانې او سړې خونې ګټې اخېستنې ته وسپال شوې. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دغه خونې د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د کرنې د کلیوالي پراختيايي پروژې له لارې جوړې شوې دي: "سل بابه سړې خونې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي تر اوسه هره یوه یې ۲۰۰ کیلو ګرامه بادرنګ حاصل ورکړی." نوموړی وايي چې ۹۵ بابه ګلخانو کې رومي بانجان او بادرنګ کرل شوي چې دم‌ګرۍ حاصل ته چمتو دي. بزګران وايي، په یو کال کې له هرې ګلخانې ۲۳ تر... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د چينايي ژبې د زده کړې مرکز

افغان ځوان محمد يوسف راهنورد چينايي ژبه روانه وايي او په کابل پوهنتون کې د چينايي ژبې استاد دی. د چين له خوا د يو سړک او يوې سیمې پروژې پېلولو وروسته په پاکستان او افغانستان کې د چينايي ژبې د زده کولو رجحان زيات شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک: اوونۍ کې۳ ځله بهرني اسعار لیلاموو څو افغانۍ کنټرول شي

د افغانستان بانک وايي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ثابت ساتلو په خاطر هره اوونۍ درې ځلي بهرني اسعار لیلاموي. د دغه بانک مرستیال ایمل عاشور نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل هڅه کوي چې د دغه لیلام په وسیله د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه کنټرول کړي: "په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې له اته سوه درې میلیونه امریکايي زیات ډالر مو بازار ته ایستلي، دا هغه څه دي چې مرکزي بانک په اوس کې ترسره کړي، خو دیته په پام سره ایران او د پاکستان پیسو نرخونه جدي رالوېدلي، دا کولای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ونزوئلا د حکومت او اپوزېسیون استازي ناروې ته تللي

په ونزوئلا کې د حکومت او اپوزېسیون استازي د خبرو لپاره ناروې ته تللي دي. هغوی به د خپلو اختلافاتو د حل لپاره د ناروې په منځګړیتوب خبرې وکړي. د ونزوئلا حکومت او د حکومت مخالف لوري ویلي چې د ناروې د بلنې له مخې یې خپل استازي خبرو ته استولي دي. دا لانه‌ده څرګنده شوې چې د ونزوئلا د حکومت او د مخالفانو استازي به مخامخ سره ګوري، خو خبرې اسلو ته د دواړو خواوو د رسېدو سره سم پېلېدونکي دي. د ونزوئلا د ملي اسامبلۍ چې د اپوزېسیون په کنټرول کې ده یو شمېر غړو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط، اسوشیټېډ پرېس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرملین: پوتین افغانستان کې د امریکا او روسیې د واک توازن اړتیا بللې

د امریکا د بهرینو چارو وزیر په مسکو کې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د نورو نړیوالو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړي دي. په‌دې کتنه کې د روسیې ولسمشر د افغانستان د ستونزې حل «نسبتاً پېچلی» بللى او زیاته کړې يې ده چې د سولې خبرو په جریان کې د طالبانو دریځ د قوي کېدو په حال کې دی. کرملین په یو بیان کې ویلي چې د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د امریکا او روسیې ترمنځ د واک توازن یوه مهمه اړتیا بللې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دغه کتنه کې ویلي: "زموږ ځینې همکارۍ ډېرې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر: تهران اټمي موافقې ته ژمن دی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې څخه د امریکا د وتلو سره- سره تهران بیا هم له زغمه کار اخلي او دې موافقې ته ژمن دی. جواد ظریف پرون په توکیو کې له جاپاني چارواکو سره د کتنې پرمهال امریکا تورنه کړه چې په فارس خلیج کې په غیر ضروري توګه کړکیچ زیاتوي. ظریف وویل، د امریکا له‌خوا د وضعیت پیچلی کول د منلو وړ نه‌دی. نوموړي وویل، ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقې ته ژمن دی او زیاته يې کړه چې نړیوالو څارونکو ویلي دي چې ایران دا موافقه عملي کوي. د امریکا ولسمشر ډونالډ... Читать дальше...