World News in Pashto
Октябрь
2019

Новости за 21.10.2019

Pa.azadiradio.com 

"د افغانستان د ټاکنو د نتایجو په جمع‌بندۍ کې له سرعته دقت مهم دی"

امریکايي چارواکو ویلي چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د رأیو د جمع‌بندۍ لپاره د لازیات وخت د اخیستلو په خاطر د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پرېکړې ملاتړ کوي. د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت معینیت پرون ویلي چې د افغانستان د ټاکنو د نتایجو په جمع‌بندۍ کې دقت د سرعت په نسبت مهم دی. د ټاکنو کمېسیون باید د شنبې په ورځ (د میزان په ۲۷مه) د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړني نتایج اعلان کړي وی، خو تخنیکي ستونزې او د لازیات شفافیت د تأمین لپاره‌یې د پایلو اعلان وځنډاوه. د افغانستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په جورجیا ایالت کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي

درې تنه امریکايي سرتېري پرون د امریکا متحده ایالاتو په جورجیا ایالت کې وژل شوي دي. د امریکا پوځ ویلي چې دا سرتېري په یوه زرهي موټر کې ناست وو او د تمرینونو په وخت په یوه پېښه کې وژل شوي دي. د دوی تر څنګ درې نور سرتېري ټپیان هم دي چې ژر روغتون ته انتقال شوي. د وژل شویو او ټپي امریکايي عسکرو هویت نه‌دی روښانه.

Pa.azadiradio.com 

د لبنان صدراعظم د اقتصادي ناورین د هواري لپاره د اصلاحاتو ژمنه کړې

د لبنان صدراعظم سعد حریري د اقتصادي ناورین د هواري لپاره له خپلو حکومتي شریکانو سره په ګډه د یو لړ اصلاحاتو ژمنه کړې ده. حریري د یوه ائتلافي حکومت مشر دی. هغه ته ۷۲ ساعته وخت ورکړل شوی و چې اصلاحات راولي، که نه بیا یې د استعفا خبره مطرح کېدای شي. په لبنان کې د اقتصادي ناورین په خاطر خلکو مظاهرې وکړې. دوی ویل چې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ناورین یو لوی لامل فساد دی او باید له‌منځه یوړل شي. حریري ژمنه کړې چې د چارواکو نیمايي معاشونه به کموي او هم به له بانکونو درې میلیارده او درې سوه میلیونه ډالر اخلي څو د بودجې کسر جوړ کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په هانک کانګ کې یو ځل بیا مظاهرې پیل شوې

په هانک کانګ کې مظاهره‌چیانو تر دوه اوونۍ ځنډ وروسته یو وار بیا مظاهرې وکړې. په پرونیو مظاهرو کې خلک له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول او پولیسو هم د مظاهره‌چیانو په وړاندې اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه. مظاهره‌چیانو له چاودېدونکو موادو ډک بوتلونه په سړکونو ویشتل. د اخ‌وډب په نتیجه کې د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه تر اوسه نه‌دي خپاره شوي. په هانک کانګ کې لکونو خلکو وروسته له هغه مظاهرې پيل کړې چې حکومت غوښتل چین ته بندیان واستوي. دوی د هانک کانګ د حکومت په وړاندې چې نیمه کورواکی دی، ودرېدل او مظاهرې... Читать дальше...