World News in Pashto

د لبنان صدراعظم د اقتصادي ناورین د هواري لپاره د اصلاحاتو ژمنه کړې

د لبنان صدراعظم سعد حریري د اقتصادي ناورین د هواري لپاره له خپلو حکومتي شریکانو سره په ګډه د یو لړ اصلاحاتو ژمنه کړې ده.


حریري د یوه ائتلافي حکومت مشر دی.


هغه ته ۷۲ ساعته وخت ورکړل شوی و چې اصلاحات راولي، که نه بیا یې د استعفا خبره مطرح کېدای شي.


په لبنان کې د اقتصادي ناورین په خاطر خلکو مظاهرې وکړې.


دوی ویل چې د بې‌وزلۍ او اقتصادي ناورین یو لوی لامل فساد دی او باید له‌منځه یوړل شي.


حریري ژمنه کړې چې د چارواکو نیمايي معاشونه به کموي او هم به له بانکونو درې میلیارده او درې سوه میلیونه ډالر اخلي څو د بودجې کسر جوړ کړي.


د دې لپاره چې د حریري حکومت د نړیوالو تمویلوونکو ۱۱ میلیارده ډالره مرستې ترلاسه کړي، ژمنه کړې چې مخابراتي سکټور او د برښنا برخې به هم خصوصي شرکتونو ته ورسپاري.

Читайте на сайте