World News in Pashto
Декабрь
2019

Новости за 13.12.2019

Pa.azadiradio.com 

ټاکنیز جنجالونه؛ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشورتي ناسته بې نتیجې پای ته ورسېده

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا ۳۰۰ زره جنجالي رأیو په اړه د انتخاباتي ټیمونو او سیاسي ګوندونو له استازیو سره د انتخاباتي کمېسیونونو مشورتي ناسته بې نتیجې پاې ته ورسېده.

Mashaalradio.com 

رهبر کمېټۍ د الېکشن کمېشنر زغرده ګومارنه غواړي

په پاکستان کې د نهو اپوزېشن ګوندونو رهبر کميټۍ مشر اکرام خان دراني په اسلام اباد کې د دسمبر په ۱۳مه خبري غونډي ته وويل د هېواد انتخاباتي کمېشن اعتماد بحالول ډير زيات ضروری دی او په دی لړ کې ټول ګوندونه سلا دي.

Pa.azadiradio.com 

ازادي ستوډیو - نړۍ مهم خبرونه

په بګرام هوایي اډې د طالبانو تر برید وروسته د امریکا او طالبانو خبرې ځنډیدلي او خلیلزاد پاکستان ته تللی. د بریټانیا د صدراعظم بوریس جانسن محافظه کاره ګوند د پارلمان اکثره څوکۍ وګټلې. مکسیکو کې چاغو پولیسو ته د روزنې پروګرام نیول شوی. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

مبارز شفیق اېډوکېټ چېرته دی؟

شفیق اېډوکېټ پخپلو لیکنو کې پر واکمن تحریک انصاف ګوند او پوځ انتقادونه کړي دي. هغه په بلوچستان کې د ورکو خلکو، د ډان ورځپاڼې او پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ هم لیکنې کړي دي

Mashaalradio.com 

د کوهاټ بازار تنګې کوڅې او دا ګراني

د کوهاټ بازار چې خلک د سودا لپاره ورځي نه يوازې له ګرانۍ سره مخامخ دي بلکې د بازارونو تنګې کوڅې هم ورته يوه لويه ستونزه ده. په دې اړه د ممتاز بنګش ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې د موټرو ټکر کې ۱۵ کسان وژل شوي

په پاکستان کې د تېلو له یوه ټانکر سره د یوه مسافروړونکي بس د ټکر په پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي دي. چارواکي وايي چې پېښه د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله ولسوالۍ کې شوې ده. د قلعه سیف الله ولسوال عتیق الرحمن د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې دا ډیزل وړونکی ټانکر په کان مهترزي سیمه کې له مسافروړونکي بس سره ټکر شو، چې په نتیجه کې یې اور واخیست. ښاغلي عتیق الرحمن وویل، ډېر مړي تراوسه هم نه دي پېژندل شوي. د ملېشه پولیسو یوه چارواکي وویل چې په مړو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شته. چارواکي وايي، یوازې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزني کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۰ ولسي وګړي وژلي

په غزني کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د ماین د چاودنې په پېښه کې ۱۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني د والي ویاند عارف نوري نن آزادۍ راډیو ته وویل، دا کسان په یوه فلاینګ کوچ موټر کې له دایکندي ولایت څخه غزني ته راتلل چې د جغتو-غزني پر لاره د طالبانو له خوا اېښودل شوی ماین پرې وچاودېد. هغه وویل: "۱۰ ملکي وګړي د ۴ ښځو او یوه ماشوم په ګډون شهیدان شوي او شپږ تنه نور ملکیان د درېیو مېرمنو په ګډون ټپیان شوي چې دمګړۍ د غزني په ملکي روغتون کې تر علاج لاندې دي." پرون د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جلال اباد ښار پر دیوالونو د ناکامورا عکسونه

جلال اباد کې د هنرمندانو یوې ډلې د جاپاني وژل شوي مرستندوی تیتسو ناکامورا د یاد تازه ساتلو لپاره د ښار پر ځینو دېوالونو د هغه عکسونه نقاشي کړل. ډاکټر ناکامورا شااوخوا دوه لسیزې افغانستان کې و او په تېره بیا په ننګرهار کې د روغتیا او کرنې په برخو کې پرمختیايي پروژې عملي کولې. ویډیو: سهارګل امیرزی

Pa.azadiradio.com 

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په تړاو خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اسلام اباد ته تللی او د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې د افغانستان د سولې پر هڅو خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ښاغلي قریشي ویلي چې پاکستان به د افغانستان د سولې هڅو تسهیل ته دوام ورکړي. خلیلزاد وروسته له هغه اسلام اباد ته سفر کوي چې تېره ورځ امریکايي استازو په قطر کې له طالبانو سره خبرې د لنډې مودې لپاره ودرولې. دا خبرې وروسته له هغه ودرېدې چې طالبانو په بګرام کې د طالبانو پر پوځي اډې برید وکړ.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د تلې ۲۹مه د ازبکي ژبې ملي ورځ ونوموله

د افغانستان حکومت د تلې ۲۹ مه نېټه رسما د ازبکي ژبې د ملي ورځې په توګه نومولې ده. جمهوري ریاست په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه ویلي چې ولسمشر اشرف غني پرون پنجشنبې له یوشمېر ازبک فرهنګیانو او د فرهنګي او ټولنیزو بنسټونو له مشرانو سره په کتنه کې په کلیزه کې د دې ورځې د نومولو او د ازبکي او ترکمني ژبو د مرکز د پرانیستو وړاندیز منظور وکړ. د زنان راه ابریشم د فرهنګي مرکز مشرې فوزیې آرال حبیبي چې په پرونۍ غونډه کې حاضره وه آزادۍ راډیو ته وویل: "لومړی وړاندیز، د هېواد په کلیزه کې د تلې ۲۹مه د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر اشرف غني یوه جرمني پروفیسور ته د سید جماالدین افغان مډال وکړ

ولسمشر اشرف غني جرمني سبستیان هاینه ته د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ. د ارګ د رسمي ویبپاڼې د راپور له مخې ډاکټر هاینه ته چې پرځان یې زمری خان نوم ایښی، دا نښان د افغانستان د ژبو او فرهنګ د ودې لپاره د هغه د څېړنو او خدمتونو د ستاینې لپاره پرون د پنجشنبې په ورځ په ارګ په یوه غونډه کې ورکړل شو. د جرمني د بن پوهنتون استاد سبستیان کورت هاینه د پښتو، دري، ازبکي، ترکمني، پشه يي، بلوڅي او پامیري ژبو او په مجموع کې د افغانستان د فرهنګ په برخو کې ګټورې څېړنې کړې دي.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سنا هغه پرېکړه تصویب کړ چې د ارمنانو ډله ییز وژنه جینوسایډ بولي

د امریکا سنا هغه پرېکړه لیک د رایو په اکثریت تصویب کړ چې یوه پېړۍ مخکې د عثماني امپراتورۍ له خوا د ارمنانو ډله ییزه وژنه پکې جینوسایډ یا قتل عام بلل شوې ده. د نیوجرسي ديموکرات سناتور باب مینیندیس پرون پنجشنبې د دې پریکړه لیک له تصویبېدو وروسته وویل چې د دوی کار سم و او د امریکا سنا په دې کار سره وښوده چې د تاریخ د سمې تګلارې ملاتړ یې کړی دی. د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان دا اقدام ستایلی دی او دا یې د حقیقت او عدالت بریا بللې ده. ښاغلي پاشینیان پر ټویټر لیکلي دي چې د نړۍ د ټولو ارمنانو په استازیتوب د امریکا د سنا مننه او ستاینه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

عراق کې دوو ځانمرګو بریدونو د شیعه مشر مقتدی صدر ۱۱ وسله وال ووژل

د عراق د شیعه مشر مقتدی صدر پر یوه قرارګاه په دوو انتحاري حملو کې د نوموړي یوولس وسله وال ووژل شول. د عراق پوځ په یوه خبرپاڼه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلي چې لومړۍ حمله د سمارا ښار په سل کیلومترۍ کې، ثرثار سمندرګي ته نژدې په هغه سیمه کې وشوه چې د اوږدې مودې لپاره د سني جهادي ډلې داعش مرکز پکې و. د عراق پوځ وايي په دې انتحاري حمله کې د مقتدی صدر اوه تنه وسله وال وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان دي. د عراق د پوځ خبرپاڼه وايي چې دوهم برید هم تېر ماښام ناوخته د لومړي برید په ځای کې وشو چې د مقتدی صدر د وسله والې ډلې څلور کسان پکې ووژل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لیبیا کې د حکومت مخالف جنرال د طرابلس نیولو لپاره د جګړې خبره کړې

د لیبیا د ملي پوځ په نوم د وسله والې ډلې مشر اعلان کړی چې د دې هېواد د پلازمېنې طرابلس د نیولو لپاره به قاطعانه جګړه پیل کړي. طرابلس اوس مهال د هغه حکومت په لاس کې دی چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی دی، خو جنرال خلیفه هفتر ویلي دي چې غواړي تر خپلې ولکې لاندې یې راولي. خلیفه هفتر په تېره اپریل میاشت کې خپل ځواکونه د طرابلس د نیولو لپاره چمتو کړل، خو یوازې ښار یې محاصره کړ او په دې ونه توانېد چې د فایز السراج په مشرۍ د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت نسکور کړي. د هغه مهال په جګړو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا انتخابات: حاکم محافظه کار ګوند د پارلمان اکثریت ګټلی

په بریتانیا کې د پارلماني انتخاباتو رسمي پایلې ښيي چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتاینا د وتلو پلوي محافظه کار ګوند د دې هېواد په پارلمان کې د پام وړ څوکۍ ګټلي دي.  دا به ددې هېواد صدراعظم بوریس جانسن ته ددې قوي واک ورکړي چې له اروپايي ټولنې د وتلو برخه کې خپله ژمنه عملي کړي. د بوریس جانسن ګوند تر اوسه پورې د بریتانیا د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۴۶ ګټلې دي چې نوموړي ته په پارلمان کې اکثریت ورکوي. دا چې د رایو شمېرل دوام لري ددې خبر د لیکلو ترمهاله د ۲۵ څوکیو برخلیک نه دی اعلان شوی چې کېدای شي ورسره دا تفاوت نور هم زیات شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سالنګ لاره د واورې ورېدو له امله د باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه

د سالنګ لویه لاره د درنو واورو ورېدو له کبله د ټریلري او باروړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه. د سالنګ د مراقبت او څارنې د ادارې اجراییه مدیر سمیع الله ولیزاده پرون آزادۍ راډیو ته وویل چې له چهارشنبې ورځې راهیسې په سالنګ کې د واورې ورښت او سخت توپان پیل شوی نو پر دې لاره د موټرو د ګڼې ګوڼې او د خطر مخنیوي په خاطر دې ادارې وپتېیله چې پر دې لاره به ټریلري موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. د راپورونو له مخې په سالنګ کې د پنجشنبې تر شپې د ۲۵ او ۳۰ سانتي متر ترمنځ واوره پرته وه. د سالنګ د مراقبت او څارنې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

مو سیقي د فن لپاره نه د ژوند لپاره کوم: شوکت عزيز

د قبايلي سيمو ځوان پښتون سندرغاړی شوکت عزیز وایې له ۲۰۰۶م کال راهیسې سندرې وايي خو د وطن خرابو حالاتو ته په کتو يې وطني سندرو ته مخه کړې ده. نوموړی وايي د ولس بیدارولو لپاره وطني سندرې اړينې دي. له شوکت عزیز سره مرکه "له اسحاق خان سره هنري بنډار" کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت دې د هدفي وژنو مخه ونیسي

لسګونو کسانو پرون په سوات کې د پاکستان د مسلم لیګ ن ګوند د سیمه ییز مشر فیروز شاه د جنازې په مراسمو کې د ګډون پر مهال پر حکومت غږ وکړ چې د هدفي وژنو مخه ونیسي.

Mashaalradio.com 

خلیلزاد له قریشي او باجوه سره لیدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ډېسېمبر ۱۲مې شپې ناوخته پر ټوېټر په یوه بیان

Pa.azadiradio.com 

داعشيان له اچين تللي خو ماينونه يې پاتې دي

د ننګرهار اچين ولسوالي چې يو مهال افغانستان کې د داعش ډلې يو مهم مرکز و اوس ددې ډلې له وسلوالو پاکه شوې ده. خو هغه څه چې دې سيمه کې داعش تر شا پريښي لا هم د سيمې د خلکو ژوند او هوساينه ګواښي. اجمل اند په دې راپور کې له داعش وروسته سيمه کې د خلکو ژوند تصوير کړی دی. ویډیو: شفیع کریمي