د غزني د "ده یک" ولسوال په جګړه کې ټپي شوی دی
د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ ولسوال له وسله طالبانو سره په جګړه کې ټپي شوی دی. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د جمعې په ورځ ماښام ناوخته ازادي راډیو ته وویل:" فضل الرحمن (نظروال) نن تر غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ په رامک سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو پر وخت پر پښه ټپي شوی دی، امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دي رسیدلی." نوري زیاتوي، په دغه سیمه کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عملیات دوام لري. هغه وايي، په دغه عملیاتو کې درې وسله وال طالبان هم وژل شوي دي خو وسله وال... Читать дальше...