World News in Pashto
Декабрь
2019

Новости за 28.12.2019

Pa.azadiradio.com 

دفاع وزارت: بدخشان کې ۸ طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په بدخشان ولایت کې په یوه هوايي برید کې اته طالبان وژل شوي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته وویل چې دا حمله پرون د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت په نُسي ولسوالي کې پر هغه ځای وشوه چې طالبان په کې راټولېدل. د افغانستان د ملي اردو ځواکونو د عملیاتو په دوام کې په نُسي ولسوالي کې یوه هوايي حمله وشوه چې په نتيجه کې يې د طالبانو د ډلې اته کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نور يې ټپيان شول. دا هوايي حمله هغه مهال وشوه چې طالب جګړه مارانو غوښتل په دې ولسوالي کې د ملي اردو پر پوستو حمله وکړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فرانسې د ایران سفیر احضار کړی

فرانسې په تهران کې د دوو فرانسوي څېړونکو د نیول کېدو په خاطر په پاریس کې د ایران سفیر احضار کړ. فرانسې خبري اژانس د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې له قوله راپور ورکړی چې په پاریس کې د ایران له سفیره بهرام قاسمي څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې فریبا عادل خواه او رولاند مارشال له زندانه راخوشي شي. مېرمن عادل خواه چې د ایران په اړه د ګڼو کتابونو لیکواله ده، د روان میلادي کال په جون میاشت کې د جاسوسۍ په تور په ایران کې ونیول شوه. د راپورو پر اساس مارشال رولاند هم چې د فریبا عادل خواه لیدو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

​سمندري ساتونکو هسپانیه کې نږدې ۲۴ پناه غوښتونکي له ډوبېدو ژغورلي

د هسپانیې د اټلانټیک ​سمندرګۍ ساتونکو کاناري ټاپو ته نږدې ۲۴ پناه غوښتونکي له ډوبېدو ژغورلي دي. یوې هسپانیايي ژغورونکي بیړۍ د جمعې په ورځ په اټلانټیک سمندر کې د دوو کوچنيانو په ګډون ۲۴ پناه غوښتونکي وژغورل. ژغورل شویو پناه غوښتونکو هڅه کوله چې تر اروپايي هېوادونو ورسېږي. دوی ټول له افریقايي هېوادونو دي. تر دې مخکې د جمعې په سهار وختي د جرمني د یوې خیریه موسسې بیړۍ د لیبیا په اوبو کې ۳۲ پناه غوښتونکي وژغول. له افریقايي او منځني ختيځ هېوادونو څخه زرګونو پناه غوښتونکي هر کال خطرناک سفر کوي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ګازو نللیکې پر غځونکو شرکتونو د امریکا پر بندیزونو د اروپايي کمېسیون نیوکه

‎د اروپایي کمیسیون مشرې اورسولا وان در لیېن د ډېسمبر په ۲۷مه نېټه د امریکا پر هغه قانون نیوکه وکړه چې پر اروپايي شرکتونو ځکه بندیزونه لګوي چې د روس د طبیعي ګازو نللیکه غځوي. دا نل لیکه نورد ستریم دوه نومېږي چې تر جرمني غځول کېږي. ‎مېرمن وان در لیېن زیاته کړه: "اروپایي کمېسیون پر اروپايي شرکتونو دا بندېز ردوي ځکه چې دوی پر داسې پروژې کار کوي چې له قانون سره سمه ده." ‎د امریکا د بندېزونو له کبله یوه سویس شرکت لا وار دمخه له پر دې دوه زره څلور سوه شپېته کیلو مټره اوږدې نللیکې کار ودرولی دی. دا نللیکه له بالټیک سمندره تېرېږي. Читать дальше...