World News in Pashto
Август
2020

Новости за 13.08.2020

Pa.azadiradio.com 

پمپیو : ایران نن هم طالبانو ته وسلې ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ازادي راډیو سره یوې ځانګړې مرکې کې ویلي ، روسیې پخوا طالبانو ته وسلې ورکړې او ایران اوس هغوی په وسلو سنبالوي. پمپیو وویل، سرګي لاوروف ته یې خبرداری ورکړی چې که روسان د امریکايي سرتیرو د وژلو په بدل کې د پیسو وړاندیز وکړي، درنه بیه به یې پرې کړي.

Mashaalradio.com 

مایک پامپېو: ایران طالبانو ته وسلې ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تور پوې کړی چې ایران اوس هم له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي. مایک پامپېو د اګست پر ۱۲مه د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، پخوا روسیې هم له طالبانو سره پوځي مرسته کړې. د پامپېو د څرګندونو په اړه تهران او مسکو سمدستي څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې دا تورونه بې بنسټه بللي. طالبانو هم په تېرو وختونو کې ویلي چې روسیه یې یوازې اخلاقي ملاتړ کوي. له نوموړي سره د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې خبریال رېمنډ فرلانګ د ویډیويي مرکې پښتو بڼه وګورئ.

Mashaalradio.com 

ایران اوس هم طالبانو ته وسلې ورکوي: پامپېو

پامپېو وویل: "موږ په ډاګه کړې، موږ په تاریخ پوهېږو. موږ پوهېږو چې پخوا روسیې طالبان تجهیزول، موږ پوهېږو چې ایران تر نن ورځې پورې هم د طالبانو سمبالولو ته دوام ورکړی

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې ۳ ښځې او یو ماشوم وژل شوي 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر په وروستیو کې وویل چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ۱،۲۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.