ښوونځي ته د نجونو د تګ په موخه د ارزګانۍ ښوونکې هڅې
په ارزګان ولایت کې یوه ښوونکې توانېدلې چې سلګونه کورنۍ وهڅوي چې خپلي نجوني ښوونځۍ ته ولېږي. په مرکز ترینکوټ کې یوازینۍ ملالۍ ښځینه لېسه ده چې اوسمهال شاوخوا۹۰۰ زده کونکي په کې په زده کړو بوخت دي. دې لېسې ته شاوخوا ۱۷ کال وړاندې یوازې د ګوتو په شمېر نجونې د زده کړو لپاره تللي ځکه هغه وخت په دغه ولایت کې هېڅ ښځینه ښوونکې نه وه او یا نجونو ته نارینه ښوونکو تدریس ورکاوه. پوره ۱۷ کاله مخکې مهتاب محمدي په نوم د کندهار ولایت یوې اوسېدونکې هڅې پیل کړې چې د ارزګان په مرکز کې د سیمې خلک قانع کړي چې خپلې لوڼې ښوونځي ته پرېږدي. Читать дальше...