World News in Pashto

خوست کې د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

د خوست روغتیایي کارکوونکو د کرونا ویروس د نوې څپې د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي یو کمپاین پیل کړی او له خلکو غواړي چې روغتیایي سپارښتنې جدي په پام کې ونیسي.


د دغه کمپاین یوه مسؤل ډاکټر عبدالواحد نیازي ازادي راډیو ته وویل، د هوا په سړېدو سره د کرونا ویروس د خپرېدو خطر زیات دی او د مخنیوي تر ټولو غوره لاره‌یې دا ده چې خلک باید د نورو سپارښتونو ترڅنګ لازم واټن په پام کې ونیسي، لاسونه تل ومینځي او له ماسک څخه استفاده وکړي.


هغه زیاته کړه: "که چېرته‌یې د مخنیوي تدابیر په سمه توګه عملي نه‌شي، امکان لري دا څپه به شدیده وي او امکان لري چې تلفات به‌یې هم زیات وي."


د روغتیایي چارواکو په وینا په خوست کې تر اوسه د کرونا ۴۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې او له امله‌یې هم ۳۸ تنه مړه شوي دي.


د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په ټول افغانستان کې پر کرونا له ۴۰ زرو ډېر کسان اخته شوي او له امله‌یې هم یو نیم زر کسان مړه شوي دي.

Читайте на сайте