World News in Pashto
Апрель
2021

Новости за 21.04.2021

Pa.azadiradio.com 

قریشي: متحده عربي امارات پاکستان ته دوه میلیارده ډالر پور ورکوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، متحده عربي اماراتو منلې چې پاکستان ته دوه میلیارد ډالره پور ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله ابن زاید النهیان له ده سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې له پاکستان سره هر ډول مرسته کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو له لوري د دوه میلیارده ډالره مرستې ورکړه، د متحده عربي اماراتو د چارواکو د همکاریو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ارمنیانو وژنه؛ اوغلو: که امریکا اړیکې خرابوي خپله پرېکړه دې وکړي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، د امریکا له لوري د ټول وژنې په توګه په ۱۹۱۵ میلادي کال کې د ارمنیانو د ډله ېیزې وژنې په رسمیت پېژندل به د دوو هېوادونو اړیکو ته زیان واړوي. چاووش اوغلو پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، که امریکایان غواړي چې د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا خرابې کړي، نو خپله پرېکړه دې وکړي. د امریکا د کانګرس غړیو په ۲۰۱۹ میلادي کال د رایو په اکثریت یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پر بنسټ یې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د عثماني امپراتورۍ په دوره کې د ارمنیانو ټول وژنه تایید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو د جورج بوش اندېښنې

د امریکا پخوانی ولسمشر جورج ډبلیو بوش وايي، له افغانستانه د سپټمبر تر یوولسمې پورې د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن په پرېکړه اندېښمن دی. جورج بوش وایي، له دې هېواده د ځواکونو له ایستلو وروسته که طالبان بیا واک ته ورسېدل، د افغان ښځو او نجونو حقونه به واخېستل شي. په امریکا کې د جورج بوش په ولسمشرۍ دوره کې د سېپټمبر د ۱۱مې تروریستي حملې وشوې چې له هغه وروسته امریکايي پوځیانو په افغانستان کې د طالبانو رژیم ړنګ کړ. ولسمشر جو بایډن د نیویارک او واشنګټن د تروریستي حملو له شلمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسیر: د استانبول غونډه د طالبانو د دریځ له امله ځنډېدلې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو په بېلابېلو موضوعاتو د استانبول په جوړېدونکي ناستې، د جګړې له امله د خلکو د بې ځایه کېدو او په نوي تعلیمي کال کې د پوهنې په ستونزو لیکنې او تبصرې کړي دي. مسیر مسیر ورځپاڼې د استانبول ناستې د جوړېدا نېټې ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، تر اوسه د دې ممکنه جوړېدونکې ناستې نېټه، څو ځله تغییر شوې او نېټه یې لاهم د بدلون په حال کې ده. د لیکوال په اند اوس د استانبول غونډه د طالبانو د دریځ له امله ځنډېدلې ده، طالبان ویلي وو امریکا ورسره هوکړه کړې ده او چې په هوکړه عمل ونه کړي، نو دوی په دې غونډه کې برخه نه اخلي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اوچا: د ۲۰۲۱ کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ۸۱ زره افغانان کډوال شوي

د ملګرو ملتو د بشري مرستو همغږه کوونکې اداره (اوچا) وایي، د دوه زره یو ویشتم کال په لومړیو درې میاشتو کې یو اتیا زره افغانان له خپلو کورنو بې ځایه شوي دي. د دې ادارې د شمېرو له مخې، د جنوري له میاشتې راپه دې خوا ۱۸ زره کسان په ننګرهار کې او ۱۲ زره په کندهار کې بې ځایه شوي او تر دې دوو ولایتونو وروسته په فاریاب او بغلان کې ډېرکسان په تېرو دوو میاشتو کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. اوچا په خپل راپور کې چې پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) یې خپور کړ، ویلي دي چې نژدې ۶۰ په سلو کې بې ځایه شوي ماشومان او تر ۱۸ کلونو لږ عمره کسان دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن دوه لوبې ترسره کېږي

د هند د کرکټ د غوره لیګ لوبو په ترڅ کې نن چهارشنبه (د غويي ۱) دوې لوبې ترسره کېږي، لومړۍ یوه د پنجاب کېنګس او سنرایزرز حیدراباد ترمنځ ده چې د کابل په وخت د ماسپښین په دوه نیمو بجو پيلېږي. په سنرایزرز حیدراباد کې د افغانستان د ملي ټیم درې لوبغاړي، راشد خان، مجیب الرحمان او محمد نبي لوبیږي. دوهمه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او چنای سوپر کېنګ ترمنځ ده. سن رایزرز حیدراباد د هند د غوره لیګ د اتو ټیمو د جدول په اخره کې دی چې تراوسه یې درې لوبې کړي دي او درې سره یې بایللي دي. په تېرو درېیو لوبو کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فارین پالېسي: افغانان به د طالبانو جنایتونه هېر نه‌کړي

نیویارک ټایمز نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې تر سپټمبر پورې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مسئله باندې یوه مقاله خپره کړې ده. د مقالې د لیکوال په باور د افغانستان ځان ته پرېښودل به یوه تاریخي تېروتنه وي او له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل به د امریکا په اړه د اسامه بن لادن نظر ثابته کړي چې ویلي یې و "او مریکا به په اخر کې وتښتي." لیکوال په همدې مسئلې تم شوی او لیکلي یې دي اسامه بن لادن دا خبره د ۱۹۹۶ کال په اګسټ کې هغه وخت کړې وه چې د امریکا پر ضد د جګړې فتوا یې ورکوله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان سره د کرونا واکسین برخه کې مرسته تصویب شوه

د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د واکسین په خاطر د پنځوس میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړه. د دې بانک د خبرپانې له مخې په دې پیسو به شپږ میلیونه ډوزه واکسین وپیرل شي او افغانستان ته به واستول شي. د اسیا پراختیایي بانک رییس ماساڅوګو اساکاوا پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، دا پنځوس میلیونه ډالر دا ډاډ راکولی شي چې افغانان به د کرونا ضد ښه واکسین ترلاسه کړي. د اسیا پراختیایي بانک د راپور له مخې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا له امله د افغانستان د خلکو عواید سړي سر پنځه په سلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مشهور پاکستانی خبریال ابصار علم د یوه برید په ترڅ کې ټپي شوی

مشهور پاکستانی خبریال ابصارعلم وایي، په اسلام اباد کې د خپل کور مخې ته د برید پرمهال ټپي شوی دی. ابصار علم د ډزو یوه ویډیو چې د موټر له دننه اخېستل شوې ده، پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) په خواله رسنیو کې شریکه کړه او ویې ویل چې دی په نس کې په مرمۍ لګیدلی دی. وروسته بل خبریال عزیز سید په روغتون کې د ابصارعلم  پوښتنې ته ورغی او ویې ویل چې ډاډه دی او روحیه یې عالي ده. دا څرګنده نه ده چې پر ابصار علم چا ډزې کړي دي، خو دی په دې مشهور دی چې په ملکي چارو کې یې بیا-بیا د پوځ پر مداخلې انتقاد کاوه. ابصار... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د امریکا سفیر: واشنګټن ته د سلا مشورو په پار ځم

د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اختلافاتو له زیاتېدو سره په روسیه کې د امریکا سفیر ویلي دي چې دا اوونۍ به د خپل هېواد له چارواکو سره د سلامشورې لپاره واشنګټن ته لاړ شي. د دواړو هېوادونو اړیکې وروسته تر هغې ترینګلي شول چې د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن د سایبري بریدونو، د امریکا په انتخاباتو کې د مداخلې او په افغانستان کې امریکایي ځواکونو ته د روسيې له لوري د ګواښونو په خاطر پر مسکو نوي بندیزونه ولګول. همدا راز د کریملین د سیاسي منتقد الکسي ناوالنۍ مساله ده، د اوکراین په ختیځ او کریمیا ټاپو وزمه کې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مودي: هندیان دې کرونا سره د مبارزې لپاره تروسه وسه هڅه وکړي

د هند صدراعظم له خپلو هېوادوالو غوښتي دي چې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره تروسه وسه هڅې وکړي. ناریندرا مودي وویل، هېواد یې یو ځل بیا له سترې جګړې سره په مبارزه بوخت شوی دی. ده په خپله ټلوېزیوني وینا کې تېره شپه دا هم وویل چې د کرونا وبا تر دوهمې څپې مخکې په هند کې وضعیت په ښه کېدو و، خو اوس ستونزه ستره شوې ده. مودي په داسې وخت کې دا وینا وکړه چې په هند کې د اکسیجن د کمبود ستونزه په ځانګړي ډول په پلازمېنې نوي ډلي کې ډېره ده. په هند کې تر ۱۵ میلیونه او شپږ لکه ډېر کسان په کرونا اخته شوي دي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنرال مککنزي: د سولې برخه کې پر طالبانو ډېر شک لرو خو ګورو چې څه کوي؟

د امریکا د مرکزي قومانداني مشر جنرال مککنزي د طالبانو د سولې پر خبرو شک وکړ او د استازیو جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته یې په واشنګټن کې وویل چې دفاع وزارت ته به په لنډو ورځو کې یو پلان وسپاري. جګپوړی امریکایي جنرال فرانک مککنزي وایي، دی د مذاکراتو د یوه معتمد شریک په توګه پر طالبانو شک لري، په داسې حال کې چې د امریکا متحد ایالاتونه غواړي په راتلونکو میاشتو کې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن تېره اوونۍ وویل چې د مې له پيله د سېپټمبر تر ۱۱مې به پاتې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ناوالنۍ ډاکټرانو د زندان مخې ته ورځ تېره کړه، خو بیا هم ور پرېنښودل شول

د کرملین د منتقد الکسي ناوالنۍ ډاکټرانو د سې شنبې (د وري ۳۱مه) ورځ د هغه زندان مخې ته تېره کړه چې ناوالنۍ په کې بندی دی. یو شمېر ډاکټران پرون له هغه زندانه تش لاسونه ستانه شول چې د کرملین سرسخته منتقد الکسي ناوالنۍ هلته شپې ورځې په بند کې تېروي. ناوالنۍ له درې اوونۍ نه خوړ اعتصاب وروسته د یکشنبې په ورځ د مسکو په ختیځ کې یو سل او اتیا کیلومتره لېرې زندان ته ولېږدول شو. د ده مدافع وکیلې او همکاران وایي، د ناوالنۍ روغتیایي صحت په خرابېدو دی. د ناوالنۍ شخصي ډاکټرې انستازیا واسیلییفا چې د ولادیمیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغان سولې لپاره د استانبول غونډه بیا وځنډېده

د استانبول غونډه چې ټاکل شوې وه د راتلونکې شنبې په ورځ د ترکیې په کوربتوب او د امریکا په ملاتړ پيل شي تر اختر وروسته ته وځنډول شوه. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تېره شپه یوه ټلوېزیوني پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې دا غونډه د دې لپاره وځنډېده چې غونډې ته وخت لږ پاتې دی او یو شمېر برخه والو نه شوای کولی چې په راتلونکو درېیو ورځو کې دې غونډې ته چمتو شي. چاوش اوغلو د دې غونډې نوې نېټه اعلان نه کړه. کله چې له چاوش اوغلو پوښتنه وشوه چې طالبان به په دې غونډه کې برخه واخلي که نه؟... Читать дальше...