World News in Pashto

قریشي: متحده عربي امارات پاکستان ته دوه میلیارده ډالر پور ورکوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، متحده عربي اماراتو منلې چې پاکستان ته دوه میلیارد ډالره پور ورکړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر پرون سې شنبه (د وري ۳۱مه) وویل، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شېخ عبدالله ابن زاید النهیان له ده سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې له پاکستان سره هر ډول مرسته کوي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو له لوري د دوه میلیارده ډالره مرستې ورکړه، د متحده عربي اماراتو د چارواکو د همکاریو او د دوو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو ښکارندویه بللې ده.


دا په داسې حال کې ده چې د (وري ۵مه-۱۴۰۰) کې د  پیسو نړیوال صندق پاکستان ته د شپږ میلیارده ډالرو پور تر ارزونې وروسته دغه هېواد ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته تصویب کړې وه.

Читайте на сайте