World News in Pashto
Июль
2022

Новости за 29.07.2022

Pa.azadiradio.com 

د کنکل شوې شتمنۍ په اړه د امريکا او طالبانو وروستيو خبرو کې څه ويل شوي؟

طالبانو د تاشکند ناستې په څنډه کې له امریکايي پلاوي سره د افغانستان د مرکزي بانک د ۳،۵ میلیارده ډالره کنګل شویو پېسو د ازادېدو په تړاو خبرې کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ناسته د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استاز توماست ویست، د امریکا خزانې وزارت مرستیال براین نیلسون او طالب پلاوي ترمنځ شوې. په دغه ناسته کې امریکا ټینګار کړی چې په افغانستان کې روان بشري ناورین ته باید ژر تر ژره رسېدنه وشي. سره له دې چې د دواړه لوريو ترمنځ خبرو کې د افغانستان د مرکزي بانک... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل: د کرېکټ لوبغالي کې چاودنې له امله ۴ کسان ژوبل شوي

د کابل په کرېکټ لوبغالي کې د کرېکټ سیالۍ پر مهال چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده. د کرېکټ بورډ اجراییه رییس نصیب خان رسنیو ته په استولې ویډیو پیغام کې ویلي دي چې چاودنه د نندارچیانو ته څېرمه وشوه چې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي. د طالبانو د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بیا ازادي راډیو ته په استولي لیکلي پیغام کې ویلي دي: "د کرېکټ په لوبغالي کې په یو کس پسې لاسي بم منفجر شوی خپله یاد کس وژل شوی او تر څنګ یې یو څو کسان سطحي زخمیان شوي." پر ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیو ګانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چين له راتلونکې دوشنبې افغانانو ته د ويزو د ورکړې خبر ورکړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن اعلان وکړ چې سر له دوشنبې به افغانانو ته ویزه ورکوي او پر اته نوي فیصده افغان صادراتو به مالیه نه اخلي. د چین د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې دي چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي دا پرېکړه وروسته تر دې وکړه چې پرون یې په ازبکستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره خبرې وکړې. د چین د بهرنیو چارو وزارت په ورته وخت کې پر لویدیځ غږ کړی دی چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړي. چین تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

Pa.azadiradio.com 

مالدوا کې د دوو نورو مياشتو لپاره بېړنۍ حالت تمديد شو

د مالدوا پارلمان په دغه هېواد کې بېړنی حالت د دوو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ. صدراعظمې نتالیا ګاورلیتا پارلمان ته وویل چې د انرژي، د سرحد د امنیت او د اوکرایني کډوالو د ور ماتېدو په برخو کې په دوامدار ډول خطر شته. بېړنی حالت به د اګست له اتمې د اکتوبر تر اتمې ادامه پيدا کړي. وروسته تر دې چې روسیې د فبروري په میاشت کې پر اوکراین حمله وکړه شاوخوا پنځه لکه اوکراینیان مالدوا ته کډوال شول او نژدې یو لک تنه یې لا هم په دغه هېواد کې مېشت دي. مالدوا پر اوکراین د روسیې له برید څخه دوې ورځې وروسته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مسکو: تېره شپه په يوې ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله اته کسان مړه شوي

په مسکو کې تېره شپه په یوه پنځلس پوړه مېلمستون کې د اور لګېدو له امله اته تنه مړه شوې دي او څلور تنه په روغتون کې بستر شوې دي. د چارواکو په وینا دا مېلمستون د مسکو په جنوب ختیځ کې دی او د پېښې جنایي تحقیقات پیل شوې دي. د بېړنیو چارو مسوولان وایي چې اور د دې ودانۍ په لاندني پوړ کې ولګېد او ډېر ژر پورته منزلونو ته ورسېد. له اور لګېدو وروسته تر دوه سوه ډېر کسان له دې مېلمستون څخه ایستل شوې دي. مړه شوي کسان ټول کډوال دي.

Pa.azadiradio.com 

نصير احمد فايق: د 'واخان' د برخه‌ليک په اړه بايد وضاحت ورکړل شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام سرپرست استازي نصیر احمد فایق ملګرو ملتونو ته وویل، که پاکستان وغواړي چې د خپلو اقتصادي اهدافو لپاره د افغانستان خاوره لاندې کړي نو د ملګرو ملتو امنیت شورا ته به موضوع رسما راجع کړي. ښاغلي فایق تېره شپه په ټویټر کې ولیکل چې د واخان د برخه‌لیک په اړه باید وضاحت ورکړل شي. دی وایي، که چېرته په دې اړه کومه پټه موافقه شوې وي او پاکستان په خپل سر د افغانستان له خاورې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره استفاده وکړي یا هم پر پوله د عمدي بدلون نخښې ولیدل شي دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امريکا: طالبانو افغان مېرمنې او نجونې له عادي ژونده ايستلي

امریکا وايي، طالبانو په بیا ځلې واکمن کېدو سره د تېرو څو لسیزو لاسته راوړنې له پامه غورځولي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د "افغان او امریکا د کډ مشورتي مېکانیزم" د پرانیستې په مراسمو کې وویل، طالبانو افغان مېرمنې او نجونې تر ډېره له عادي ژونده ویستي دي. د هغه په خبره، ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل ن یوه وحشتناکه ضایع ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ويلي، د طالبانو لخوا د افغان مېرمنو او دغه شان د افغانستان د نورو ازاديو په اړه ددوی کړنې تر انتقاد لاندې راويستي. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د 'ملي بيرغ' ورځ؛ ګڼو افغانانو پر ټولنيزو شبکو درې رنګه بيرغ بدرګه کړی

د زمري اوومه افغانستان کې د ملي بيرغ د ورځې په توګه نمانځل کېږي چې، ګڼو افغانانو په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې د درې رنګه ملي بیرغ ګڼ عکسونه خپاره کړي دي. د تېر جمهوري حکومت پر مهال به د ملي بيرغ ورځ په شاندارو مراسمو په حکومتي او ولسي کچه نمانځل کېده. د زمري یا اسد د میاشتې اومه د درې رنګه بیرغ ملی ورځ سږ کال په داسې حال کې رارسیږي چې پر افغانستان طالبان واکمن دي او په حکومتي کچه د تور، سور او زرغون بیرغ ځای سپین بیرغ نیولی دی. په تېر حکومت کې به  د کابل د وزیر اکبر خان په غونډۍ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ د نوميالي شاعر پير محمد کاروان ورځ

غزني کې لسګونه چاپي خپرونې بندې شوي، په خواله رسنيو کې د نوميالي شاعر پير محمد کاروان ستاينه، له شاعرې او سندرغاړې اسيه مهرباني سره خبرې، د نورستان په برګيمټال کې د يوې چينې په اړه مالومات او نور فرهنګي مطالب هم په دې خپرونه کې را اخيستل شوي دي. ازادي راډيويي مجله چې احمد شيبر يې چمتو کوي د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Mashaalradio.com 

مولانا فضل الرحمان: د اعلا عدالت وروستۍ پرېکړې سیاسي بحران زېږولی

د جولای پر ۲۶مه د سپریم کورټ د مشر قاضي په مشرۍ درې کسیزه جرګګۍ د پنجاب اسمبلۍ د مرستیال سپیکر امر لغوه کړ او د مسلم لیګ (ن) حمزه شهباز پر ځای یې د مسلم لیګ (ق) او پاکستان تحریک انصاف نوماند پروېز الهي د صوبې اعلا وزیر اعلان کړ.

Mashaalradio.com 

د قرغیزستان خلک د اسپو شړومبې د صحت لپاره ګټورې بولي

د قرغیزستان چويي ولایت چې د قدرتي ښکلا لپاره هم ډیره مشهوره ده، خلک یې غواړي چې د اسپو د پیو او شومبلو څښلو لپاره له هېواد دننه او بهر سېلانیان ورتګ ته وهڅوي. دوی وايي چې د اسپو شړومبې (شوملې، تروې) د ناروغیو پر ضد د انسان د بدن مدافعتي نظام تقویه کوي. په افغانستان او پاکستان کې عموماً خلک د اسپو پۍ یا شیدې نه څښي او غوښه یې نه خوري خو د اسلام له نظره دا حلال دي او د منځنۍ اېشیا د هېوادونو مسلمانان یې ډېر خوښوي.

Pa.azadiradio.com 

امريکايي پلاوي طالب چارواکو سره د کنګل شوې بوديجې په اړه خبرې کړي

یوه امریکايي پلاوي له طالب چارواکو سره د افغانستان بانک د کنګل شویو پیسو په اړه خبرې کړې دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د طالبانو له استازو سره په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي توماس ويسټ او د خزانې وزارت مرستیال براين نيلسن حضور درلود. ټایمز مجلې راپور ورکړی چې په دې خبرو کې د افغانستان بانک د ۳.۵ میلیارده ډالرو د شتمنیو پر خلاصون تمرکز شوی. د امريکا ولسمشر جوبايډن شاوخوا شپږ مياشتې مخکې ويلي و، چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هلمند او روزګان کې د کوکنارو د کښت پر ځای د پستې جوړ شوي بڼونه په حاصلاتو راغلي

په هلمند او روزګان ولایتونو کې د پستې تر شپېتو هيکټارو ډېرو ځمکو کې جوړ شوي باغونه څلور کاله وروسته حاصلاتو ته چمتو شول. په دې ځمکو کې پخوا کوکنار کرل کېدل، خو په ۱۳۹۸ شمسي کال د امريکا متحده ایالتونو په مالي او تخنيکي لګښت په دې ځمکو کې د پستو نيالګي کېښودل شول، په روان کال کې دې باغونو پسته نيولې او په پام کې ده چې پسته يې بازار ته وړاندې شي. د روزګان ولایت په مرکز کې باغوانان د پستې په هغو ونو بوخت دي چې څلور کاله مخکې د امريکا له نشه‌يي موادو او قانون عملي کولو ادارې يا (INL) په مالي او تخنيکي مرستو جوړ شوي او اوس حاصلاتو ته رسېدلي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه: سږ کال د افغانستان د ټولو کرنيزو ځمکو پر لس سلنه کوکنار کرل شوي

د ملګرو ملتونو پرمختيايي اداره وايي چې، سږ کال د افغانستان د ټولو زراعتي ځمکو څخه په سلو کې لسو باندې یې کوکنار کرل شوي دي. په افغانستان کې د (UNDP) ادارې استازی ټينګار کوي چې افغانستان اوس هم په نړۍ کې د تارياکو توليدوونکو هېوادونو د لیست په سر کې دی او په دې هېواد کې د معتادینو شمېر څلورو ميلونو ته رسېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې يا (UNDP) استازي له (شرق الاوسط) جريدې سره په مرکه کې ويلي چې، په افغانستان کې د نشه‌يي بوټو کښت، نشه‌يي موادو جوړول او استعمال وضعیت د اندېښنې وړ دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د 'افغاستان د ښځو ملاتړ وکړئ' کمپاين موخه څه ده؟

پر افغانستان د طالبانو د بیاواکمنېدو د کال له پوره کېدو سره جوخت د ښځو د حقونو ځینو فعالانو پر ټولنیزو شبکو کې «د افغانستان د ښځو ملاتړ وکړئ» په نوم کمپاین پیل کړی دی. زموږ همکار، د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګ له یوې غړې حمیرا علیزۍ څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې: د دې کمپاین هدف څه دی؟ دا مرکه د لاندې غږيز فايل کېکاږلو اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

امریکا متحده ایالتونو د افغان – امریکا مشورتي مېکانیزم پرانیست

د امريکا متحده ايالاتونو لخوا په پلازمېنه واشنګټن کې د افغان - امريکا مشورتي مېکانېزم پرانيستل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن په خپل ټوېټر باندې لیکلي: "دا مېکانیزم به امریکايي چارواکي د دې جوګه وګرځوي چې په لا اغېزناک ډول له افغان ښځو او مدني ټولنو سره ښکېل پاتې شي څو د یوه داسې افغانستان لپاره زموږ د ګډ هدف ملاتړ وشي چې راتلونکی یې ټول د خپلو خلکو له خوا ټاکلې وي." دا مشورتي مېکانیزم د امریکا په پلازمېنه واشنګتن ډي سي کې پرانیستل شوی دی. د امریکا غږ د راپور پر اساس د بهرنیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جمال خاشقجي کوژدنې فرانسې ته د محمد بن سلمان په ورتګ غبرګون ښودلی

د سعودي عربستان د وژل شوي خبریال، جمال خاشقجي کوژدنې پرون پر دې غوسه وښوده چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د سعودي عربستان د ولیعهد، شهزاده محمد بن سلمان کوربه و. خدیجه چنګېز (Hatice Cengiz) چې د ترکیې ده، ویلي زه په دې خواشینې یم چې ولسمشر مکرون په ټول درناوي سره زما د کوژدن اعداموونکی د مېلمه په توګه منلی و. د سعودي عربستان خبریال جمال خاشقجي په ۲۰۱۸م کال کې د ترکیې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي د اجنټانو له خوا ووژل شو. د هغه خپلوانو تور لګولی، چې دغه وژنه د سعودي د ولیعهد شهزاده سلمان په امر شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

ايران کې د سېلابونو له امله اوه کسان مړه شوي

د ایران د پلازمېنې تهران په شمال لویدیځ کې تر سختو اورښتونو وروسته بهېدلو سېلابونو ۷ کسان مړه کړي دي. د ایران سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې د مړو شمېر ښايي تر دې زیات شي. د ایران د سرې میاشتې ټولنې مرستیال مرتضی مراديپور پرون تایید کړه چې دغه اووه کسان په البرز غرونو کې مړه شوي دي. فارس خبري اژانس ویلي، ۱۴ کسان لادرکه دي او ۹ کسان ټپیان شوي دي. دولتي اژانس ایرنا راپور ورکړی، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي.

Pa.azadiradio.com 

ايران په اصفهان کې يو تحقيقاتي ريکټور جوړوي

ایران وايي په پام کې لري د اصفهان ولایت په اټومي تاسیساتو کې یو نوی تحقیقاتي ري اکټور جوړ کړي او د رغونې دغه چارې به «په څو اوونیو کې دننه» پیل شي. ایسنا خبري اژانس د ایران د اټومي انرژۍ د سازمان د مشر محمد اسلامي خبرې را اخیستي، چې ویلي یې دي: "دا کاملاً یوه محلي پروژه ده، چې په ایران کې به د اټومي انرژۍ د تحقیقاتو، ارزونې، ازموینې او تولید لړۍ ته زمینه برابره کړي." اسلامي، چې په عین حال کې د ایران د ولسمشر مرستیال هم دی ویلي، د ایران په جنوب کې د مناسبونو ساحو د موندلو لپاره څېړنې پیل شوي، خو په دې اړه یې نور توضیحات ورنه کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د کندهار – زابل سړک د رغونې د چارو د پيل خبر ورکړی

د طالبانو د حکومت وياند ذبیح اله مجاهد پرون په ټویټر کې لیکلي د کابل- هرات لویې لارې د بیارغونې په لړ کې د کندهار- زابل د لارې اساسي رغونه پیل شوې ده. د ده په وینا دغه سړک د طالبانو حکومت په بودجه په معیاري ډول رغول کېږي او د دې ۹۰۰ کیلومتره لویې لارې د پاتې برخې د رغونې لپاره له خصوصي سکټور سره د تړون پلان شته. د تېر حکومت پر مهال پر طالبانو انتقاد کېده چې د همدې لویې لارې اکثریت پلونه او پلچکونه یې په بمونو الوزول او زیات وخت به یې لار بندوله. د کابل - کندهار لاره چې د تېر حکومت پر مهال يې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امير خان متقي په تاشکند کې له بلاول بوټو سره ليدلي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست امیر خان متقي پرون پنج شنبه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیا احمد تکل پرون په ټویټر کې لیکلي، چې دواړو لوریو پر سیاسي، اقتصادي او بشري همکاریو خبرې وکړې. ده لیکلي، ښاغلي متقي په دې کتنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر غوښتنه وکړه، چې اسلام اباد دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو د تګ راتګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د پاکستان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سوېډن کمېټه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې پراختيايي پروژې پلې کوي

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، د افغانستان په څو ولایتونو کې يو شمېر پراختیايي پروژې عملي کوي. دغه کمېټه وايي، دغه پروژې د روغتیا، کرنې، کلیو پراختیا او پوهنې په برخو کې دي، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) په مرسته پلې کېدونکي دي. د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي د افغانستان په نهو ولایتونو کې به د دوی پروژې پر څلورو برخو متمرکزې وي، چې روغتیا، کرنه، کلیو پراختیا او پوهنه ده. د دې کمېټې د پروګرامونو مرستیال سید محسن هاشمي ازادۍ راډیو ته وویل، دغه پروژې په نورستان، ننګرهار،... Читать дальше...