World News in Pashto
Ноябрь
2024

Новости за 13.11.2024

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د اتلولۍ له جام سره کابل ته ستنه شوه

دغه لوبډله له بنګله‌دېش سره د درېیو پنځوس اوره لوبو د لړۍ لپاره متحده عربي اماراتو ته تللې وه، چې هلته یې د دغې لړۍ دوه لوبې او اتلولي وګټله. دا په تېرو څو میاشتو کې درېیم ځل دی چې افغانستان د کرکټ په برخه کې ورته بریاوې لري. د کرکټ ملي لوبډلې د تېرې میزان یا تلې میاشتې په لومړیو کې له جنوبي افریقا څخه هم یوه لوبلړۍ ګټلې وه. د کرکټ الف لوبډله د تېرې اکتوبر میاشتې په وروستیو کې د اسیایي لوبو اتله شوه.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډيويي مجله؛ افغانستان کې د کتاب صنعت د غوړېدو هڅې

د ازادي راډيويي مجلې په‌دې خپرونه کې مو په افغانستان کې د کتاب د صنعت د غوړېدو له یوې هڅې خبروو. دغه‌راز شعر لرو، د ناول د یوه لیکوال د لیکوالۍ تجربې درسره شریکوو، یو ځوان د چټ جي‌پي‌ټي پښتو پانګه غني کوي. د یوشمېر نورو مطالبو ترڅنګ د وزلوبې يوه کلتوري لوبه ده، په اړه هم اورېدلی شئ. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمدشيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

Mashaalradio.com 

خوست کې لسګونه ځوانان د انګليسي او کمپيوټر له پروګرامه فارغ شوي

د نومبر پر ۱۰مه د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له وړیا ښوونیځ مرکز څخه لسګونه ځوانان د انګلیسي ژبې او کمپوټر د زده کړوله شپږ میاشتني پروګرام څخه فارغ شول. فارغانو دوی لپاره دا ډول پروګرامونه ګټور وبلل او ويې ویل ، ډیری ځوانان له زده کړو سره مینه لري، خو د اقتصادي ستونزو له کبله د زده کړو د حاصلولو فرصت په لاس نه ورځي. دوی په اوس وخت کې انګریزي ژبې او د کمپیوټر زده کړې د ژوند له مهمو اړتیاوو څخه وبلل. د نجیب الله الوخېل رپورټ

Mashaalradio.com 

فعالان: روسيه د سياسي اهدافو لپاره کاسپین سمندر ته د بهېدونکیو سيندونو بهیر ګډوډوي

فعالان وايي چې روسیه د خپل سیاسي حیثیت لپاره کاسپین سمندر ته د بهېدونکو سيندونو د روانه اوبو بهیر ګډوډوي او پر چاپیریال يې اغیز ته فکر نه کوي. د روسیې د کازان ښار خلک د کاسپین سمندر په شمال کې د ۱۰۰۰ کلومیټره په واټن ژوند کوي، خو بیا هم په دریابونو کې د اوبو کمېدا او زیاتېدا یې پر ژوند اغیز کړی دی. دا هغه ځای دی چې کازانکا سیند په وولګا سيند ګډېږي چې د کاسپین سمندر د اوبو لویه سرچینه ده. د کال ۲۰۲۳ز کال په سېپټېمبر کې په کازانکا دریاب کې اوبه وچې شوې وې، خو د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې په سیند کې اوبه بیا ډیرې شوې. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

رخسانه محمدخاني په لندن کې د اعتراض په بڼه ځان نیمه لوڅ کړ

د ایران پلازمېنه تهران کې، د پوهنتون یوې محصلې په انګړ کې ځان نیمه لوڅ کړ، چې له امله یې ونیول شوه او د رواني ناروغیو ډاکتر ته معرفي شوه. د هغې په ملاتړ، د بشري حقونو لندن مېشتې فعالې رخسارنه محمد خاني هم د لندن مرکزي میدان ته نیمه لوڅه لاړه او د ځان فلم یې واخیست.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په ګلګېت کې د بس چپه کېدو پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

د پاکستان په ګلګېټ بلتستان کې د یوه بس د چپه کېدو په پېښه کې ۱۴ کسان چې یوه واده ته روان وو، مړه شوي دي. سیمه‌يیز چارواکي وايي، بس ټولې ۲۷ تنه سپرلې لرلې چې ۱۲ تنه یې لاهم لادرکه دي او یو تن ټپي شوی دی. د چارواکو په وینا پېښه پرون هغه مهال وشوه چې، ډرېور د ډېر ګړندیتوب له کبله د بس اداره له لاسه ورکړه. د جیونیوز د راپور له‌‌‌مخې دا بس چکوال ولسوالۍ ته روان و، چې له یوه پله څخه سیند ته وغورځېد. په تېره اګست میاشت کې د پاکستان په شمال ختیځ او جنوب لوېدیځ کې د بسونو د ټکر پېښو ۳۴ کسان ووژل.

Pa.azadiradio.com 

د اسراییل پوځ پرون د بیروت جنوبي سيمې په هوايي حملو کې په نښه کړې

ویل شوي چې دا د لبنان د حزب‌‌الله ډلې پر ضد د اسراییلو تر ټولو پراخ پوځي عملیات وو، چې په ترڅ کې یې لسګونه هوايي حمل وشوې. د اسراییلو پوځ ویلي دي، مخکې یې پر ټولنیزو شبکو د دې سیمو ملکي اوسېدونکو ته د عملیاتو په اړه خبرداری ورکړی و. اسراییلي پوځ ویلي دي، په‌‌دې حملو کې یې د بیروت په ضاحیه ناحیه کې د حزب‌‌‌‌الله د توغندیو ډېری مرکزونه ویجاړ کړي دي. حزب‌‌الله چې هم سیاسي او هم پوځي څانګې لري، د لبنان د جنوب سیمې اداره کوي. متحدایالات حزب‌‌‌الله یوه تروریستي ډله بولي، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور فهرست کې شامله کړې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د عدالت نړيوالې محکمې د ناګورنو قره باغ د لانجمنې سيمې د دعوې د څېړلو خبر ورکړی

د عدالت نړیوالې محکمې ICJ پرون سه‌شنبې وویل، دا محکمه صلاحیت لري چې پر ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې د ارمنستان او د اذربایجان حقوقي دعوه وڅېړي. يادې محکمې په یوه بیان کې وویل، د دې محکمې اوولس کسیز قضايي پلاوي په یوه خوله پرېکړه وکړه، محکمه صلاحیت لري په‌‌دې اړه هغه قضیه وڅېړي چې په ۲۰۲۱ کال کې ورسره ثبت شوې ده. هاګ مېشتې دې محکمې په مخکېنيو دوو دعواو کې کې د ارمنستان په ګټه فیصله کړې، خو درېیمه یې رد کړې وه. ارمنستان په خپله قضیه کې استدلال کړی چې اذربایجان د نژادي تبعیض د ټولو ډولونو د له‌‌منځه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان کې نن د فوټبال يوه درې اړخيزه لوب‌لړۍ پيليږي

د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال د ملي لوبډلو ترمنځ یوه درې اړخیزه لوب‌لړۍ نن چهارشنبې په تاجکستان کې پیلېږي. دا ټورنمنټ به د کابل په وخت د مازیګر په پنځه‌‌‌‌نیمو بجو د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي سټوډیوم کې د نیپال او تاجکستان په لوبه پیل شي. افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه په همدې سټوډیوم کې د شنبې ورځې د مازیګر په پنځه‌‌‌‌نیمو بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې وکړي. د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې دوهمه لوبه به د سه‌‌‌‌‌‌شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان له لوبډلې سره وي. افغان لوبډله له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د ښاروالۍ له لوري د "کابل نوی انځور" په نوم نندارتون پرانيستل شوی

د "کابل نوی انځور" تر عنوان لاندې په‌دې ښار کې د بشپړو شویو پروژو انځوریز نندارتون پرانیستل شوی دی. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د راپور له‌‌مخې په دغه نندارتون کې چې پرون سه‌شنبې د کابل په زرنګار پارک کې پرانيستل شو، د کابل ښاروالۍ د ۱۲۰ مهمو پروژو انځورونه نندارې ته وړاندې شوي، چې زیاتره یې د سړکونو دي. په دغو انځورونو کې د رغول شویو سړکونو، کوڅو او تفریحي پارکونو پخوانی او اوسنی حالت ښودل شوی او ورسره نور معلومات لیکل شوي دي. له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو‌اين‌ايچ‌سي‌ار د پکتيکا زلزله‌ځپليو ته ۸۰۰سرپناوې جوړوي

د ملګروملتونو د کډوالو لويه کمېشنري وایي چې، په پکتیکا کې به اته سوه هغو کورنیو ته اساسي سرپناوې جوړې کړي چې کورونه یې د ۲۰۲۲ کال په زلزله کې ویجاړ شوي دي. د افغانستان لپاره د دې کمېشنرۍ څانګې پرون سه‌شنبې په خپله ایکس‌‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، زیانمنو کورنیو ته به دغه کورونه په ګیان ولسوالۍ کې د افغانستان د پیسو د امانت د ځانګړي صندوق له بوديجې جوړ شي او تمه کوي چې دغه کورنۍ به وکولای شي چې له سږني ژمي مخکې خپلو دغو نویو کورونو ته کډه شي. د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې په ۲۲مې یوې زورروې زلزلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په ۱۷ولايتونو کې د ورښت او سختو بادونو-دوړو اټکل شوی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن د افغانستان په اوولسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سختو بادونو او دوړو اټکل کړی دی. دې وزارت پرون سه‌شنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، نن په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشیر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکنډي، بادغیس او هرات او همدارنګه په سالنګونو کې د تالندې او برېښنا په ملتیا د سختو بارانونو اټکل کېږي. وړاندوینه شوې چې د ورښت اندازه به د ۱۵ نه تر۴۰ ملي مترو پورې وي. دې وزارت همدارنګه ویلي،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان نن پکتيا کې پر يوه کس د "قصاص" حکم عملي کوي

د طالبانو د حکومت ستره محکمه په غزني ولايت کې پر يوه مجرم د تعزیري سزا د عملي کېدو خبر ورکوي. سترې محکمې پرون سه‌شنبه په خپله وېب‌پاڼه کې ولیکل، یو کس چې د اخلاقي فساد په تور د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د ابتدايه محکمې د پرېکړې له‌‌‌مخې تعزیري سزا ورکړل شوې وه، د سترې محکمې د مقام له تایید وروسته په ۳۰ دُرو ووهل شو. مجرم همدارنګه په ۲۹ ورځو تنفیذي بند هم محکوم شوی دی. په عین‌حال کې د پکتیا ولایت د رسنیو د دفتر د خبرپاڼې له‌‌‌مخې په پام کې ده چې نن چهارشنبې د ګردیز په ورزشي سټډیوم کې د اسلامي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نړيوال بانک او آی‌ايم‌ايف د اقليمي بدلون له امله اغېزمن شويو هېوادونو لپاره څه پلان لري؟

د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق مشران هیله‌من دي، چې د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ له ادارې سره په نړۍ کې له هغو هېوادونو سره د مالي مرستو د دوام په چارو کې ګډ کار وکړي چې د اقلیم بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي. د نړیوال بانک او نړیوال وجهي صندوق IMFمشرانو د سه‌‌‌شنبې په ورځ وویل چې، دوی به د متحدایالاتو د منتخب ولسمشر جمهوريپال ډونالډټرمپ له راتلونکي ادارې سره کار وکړي، ترڅو له هغو هېوادونو سره مالي مرستو ته دوام ورکړي، چې د اقلیم د بدلون له امله ډېر اغېزمن شوي دي. د رویترز... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هند او طالبانو نوې اړيکې؛ نوي ډيلي د ممبي لپاره د طالبانو ډيپلوماټ ومانه او کار يې راپيل کړ

د راپورونو له‌مخې د طالبانو حکومت د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ لپاره حافظ اکرام‌الدین کامل د سرپرست په توګه ګومارلی دی. د هند په ممبي ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ لپاره د طالبانو د حکومت له‌خوا د نومول شوي سرپرست حافظ اکرام‌‌الدین کامل خبر پرون سه‌‌‌شنبې ناوخته د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت کې یوې سرچینې باختر خبري اژانس ته چې طالبان یې کنټرولوي، تایید کړی دی. خو دې وزارت د هغه د ټاکنې په اړه د دې راپور تر چمتو کېدو پورې رسمي څرګندونې نه‌دي کړي. د راپور له‌‌‌مخې... Читать дальше...