په ترکیه کې مېشت افغانان د خپل ژوند شرایط سخت بولي
په ترکيه کې یو شمېر افغان کډوالې وایي چې له ګڼو ستونزو لکه د قانوني اسنادو نشتوالی، د کار نهلرل، روغتیایي او تعلیمي خدماتو ته نهلاسرسی، او د شړلو له ګواښ سره مخامخ دي.
په ترکيه کې یو شمېر افغان کډوالې وایي چې له ګڼو ستونزو لکه د قانوني اسنادو نشتوالی، د کار نهلرل، روغتیایي او تعلیمي خدماتو ته نهلاسرسی، او د شړلو له ګواښ سره مخامخ دي.
خیبر پښتونخوا کې د هلکانو او جینکو د سپورټس میله دوام لري. په دې لوبو کې۳۵۰۰ لوبغاړي برخه اخلي، چې پکې له ۱۰۰۰ زیاتې جینکۍ هم شاملې دي. په سیالیو کې برخه اخیستونکي جینکۍ وايي، که ورته دا ډول موقع ورکړل شي، نو د کور کارونو او زده کړو ترڅنګ په لوبو کې هم نوم جوړولی شي. ویډیویي رپورټ
په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې دوه افغانان د وژونکو بریدونو د ترسره کولو په شک نیول شوي چې یو یې د خلکو پر ګڼه ګوڼه موټر وروستی او دویم یې د چاقو په وسیله برید کړی دی. دغو دوو پیښو په جرمني کې د یکشنبې د ټاکنو په درشل کې د کډوالۍ په اړه بحث تر بل هر وخت ډیر تود کړی دی. په جرمني کې یو شمېر افغان کډوال اوس اندېښمن دي چې د دوی امنیت او راتلونکی ممکن په خطر کې وي.
جرمني د شاوخوا څلور نیمو لکو افغانانو کوربه دی. په دې وروستیو کې د تاوتریخوالي ځینو پېښو کې د افغانانوښکېلتیا د پناه غوښتونکو په اړه بحثونه راپورته کړي دي. له کډوالو سره به څه چلند کېږي؟ په بدو پېښو کې د کډوالو ښکېلتیا به څه عواقب ولري او ښي اړخي ګوندونه څومره له دې څه په انتخاباتو کې بریا ته د رسیدو لپاره ګټه اخلي. دا اوونۍ مثلث همدې مسلو ته ځانګړی دی.
په افغانستان کې یو شمېر ښځې او نجونې وایي چې د وینې په کمښت اخته شوي خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای درملنه نه شي کولی.
د پېښور په ایډورډز کالج کې د فبرورۍ په ۲۱مه د "ټروې" په نوم تیاتر ډرامه د نندارچیانو ته وړاندې شوه. د یاد کالج د ډرامېټیک سوسایټي په وینا، هر کال په کالج کې یوه نوې ډرامه نندارې ته وړاندې کېږي، چې پکې د کالج زده کوونکي برخه اخلي. دا نه یوازې د دوی په نصابي زده کړو کې مرسته کوي، بلکې د دوی پټ استعدادونه هم راڅرګندوي. ویډیویي رپورټ
په بادغس کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست په دې ولایت کې د ګوزڼ (پولیو) د یوې مثبتې پېښې خبر ورکړى.
د افغانستان د آزادهګانو د ملي جبهې په نوم یوه بنسټ له نړیوالې جزایي محکمې په افغانستان کې په جنګي جرمونو د تورونو کسانو د نیولو غوښتنه کړې.
د راپورونو له مخې د تورخم دروازه له تیرې شپې راهیسې د ټولو موټرو پرمخ تړل شوې ده. د ننګرهارچارواکو د دې دروازې د تړل کیدو پخلی کړی او ویلي یې دي چې پاکستان دغه اقدام په پوله کې د نویو پوستو او تاسیساتو د جوړولو په غبرګون کې بنده کړې ده. د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت باختر آژانس ته ویلي، چې تیره شپه له لسو بجو راهیسې دغه دراوزه بنده شوې او زیاته کړې یې ده هرکله چې افغان لوری د خپلې خاورې دننه د امنیتي پوستو پرجوړولو کارپیل کړي، پاکستاني لوری له خبرداري پرته لارتړي او خلک له ستونزو سره مخامخ کوي. Читать дальше...
د اوکراین په ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي باندې د صدر ډانلډ ټرمپ له نیوکو وروسته غبرګونونه دوام لري. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ زېلېنسکي دیکتاتور بللی وو چې په وینا کې هغه له ۲۰۲۲ز کال راهسې انتخابات نه دي کړي. په دې اړه د امریکا غږ د خبریالې کیترین جېپسن ویډیویي رپورټ ارباب محمود علي پښتو کړی دی.
ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر ۲۱مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل "زه فکر کوم چې ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلینسکي باید سره وویني. پوهیږئ ولې؟ ځکه موږ غواړو د میلیونونه انسانانو وژنه ودرول شي."
په خوست کې په وروستیو کې د اندامونو د ښکلا او ورزش یوشمېر کلبونه فعال شوي دي او ورته سلګونه ځوانان د تمرین لپاره ورځي. ورزشکاران وايي، دا سپورټ د فکري سکون، صحت، د وزن کنټرول او کاري وړتیا لپاره ګټور دی. د اندامونو د ښکلا ورزشکاران البته د وسایلو او مسلکي روزونکو د زیاتولو غوښتنه کوي. ویډیويي رپورټ.