World News in Pashto
Июнь
2025

Новости за 29.06.2025

Pa.azadiradio.com 

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

پاکستان کې پر پوځیانو دوه چاودنې شوي. لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ژوبل دي. ایران هره ورځ لسګونه زره افغان کډوال په ډله ییزه توګه اخراجوي. د امریکا ولسمشر د غزې په جګړه کې د اوربند د خبرو پرمختګ وغوښت. افغان فایټر واحد نژند خپل سیال وواهه او د غوره لوبې جایزه یې وګټله. صفي الله ستانکزی دا هایلایټ خبرونه وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

پر اوکرایین د روسیې تر ټولو لویه هوايي حمله؛ ۵۰۰ ډرون او توغندي ویشتل شوي

کییف وايي، روسیې د جګړې له پیل راهیسې په تر ټولو لوی هوايي برید کې پر اوکراین له ۵۰۰ څخه زیات توغندي او ډرونونه وویشتل. په ګڼو سیمو کې خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوي خو لا یې کره ارقام نه دي خپاره. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې لیکلي: د اوکراین هوايي ځواک وویل چې دوی د شپې لخوا توغول شوي ۲۴۹ روسي ډرونونه او توغندي نسکور کړي، او ۲۲۵ ډرونونه له رادار څخه ورک شوي دي. د اوکرایین د هوايي ځواک د مخابراتو مشر، یوري اهنات، اسوشیټیډ پریس ته وویل چې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایران لوی څارنوال ویلي "غیر مجاز اتباع" دې ژر تر ژره له دې هیواده ووځي

محمد موحدي ازاد پرون د جون په ۲۸ مه د ایران په همدان ښار کې یوې غونډې ته په خبرو کې دا خبرداری هم ورکړ، چې سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. د ایراني رسنیو له دې ډلې ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، نوموړي له بهرني اتباعو په ځانګړي ډول افغانانو چې په خبره یې په کلونو یې دوی کوربانه وو، غوښتي چې په دې برخه کې همکاري وکړي. ایراني چارواکي د "غیر مجاز اتباع" اصطلاح تر ډېره بې اسناده افغان کډوالو ته کاروي. دا خبرداری په داسې حال کې دی چې د ایران او اسراییلو له جګړې وروسته له ایرانه د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج لړۍ په بې ساري ډول تېزه شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ډونالډ ټرمپ: غزه کې تړون وکړئ او یرغمل بېرته راولئ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د غزې په جګړه کې د اوربند د خبرو د پرمختګ غوښتنه وکړه. ښاغلي ټرمپ د شل میاشتنۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره د یوې موافقې پر اړتیا ټینګار وکړ. اسوشیټیډ پریس راپور ورکړ داسې ښکاري چې اسراییل او حماس یوې موافقې ته نږدې کیږي. ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په سهار په تروث سوشیال پاڼه کې ولیکل: "په غزه کې تړون وکړئ. یرغمل شوي کسان بیرته راولئ." هغه د جمعې په ورځ وویل چې په یوه اونۍ کې اوربند کیدی شي.

Pa.azadiradio.com 

ایلیا توپوریا د یو اف سي د دوو وزنو اتلولي وګټله

د ازادو مبارزو په معتبره سازمان یو اف سي کې بېګا شپه هسپانوي لوبغاړي ایلیا توپوریا د اتلولۍ دویم کمربند هم خپل کړ. ایلیا د کمربند د ګټلو تر څنګ ټول ټال درې نیم میلیون ډالره هم خپل کړل. ایلیا توپوریا چې تر دې مخکې د نسبتاً ټيټ وزن/فېډر وېټ اتل وو وتوانېد یو وزن پورته خپل برازیلی پيژندل شوی سیال چارلس اولېوېرا په لومړي رونډ کې د سوک په ضربو ناک اوټ کړي. ایلیا په دې بریا سره وتوانېد د لایټ وېټ/سپک وزن اتلولي هم وګټله او د هغو محدودو اتلانو په کتار کې راغی چې د دوو وزنو اتلولي یې ګټلې. ایلیا د خپلو بریاوو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې نن دوه چاودنې شوي؛ دوه عسکر مړه او نهه نور ټپیان دي

په پاکستان کې نن بیا چاودنې شوي چې لږ تر لږه ۲ عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي. د چارواکو په خبره د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې د پوځ پر یو موټر بمي چاودنه شوې چې دوه پوځیان یې وژلي او درې یې ژوبل کړي. بل پلو په میرامشاه کې یوه ځانمرګي بریدګر د موټرسایکل په وسیله د پوځیانو موټر هدف ګرځولی. چارواکو ویلي لږ تر لږه ۶ عسکر هلته ټپيان شوي. پرون سهار وختي هم د میرعلي له خدي مارکیټ سره د پوځیانو د ګزمې په موټرو مرګونی ځانمرګی برید وشو چې پکې لږ تر لږه ۱۳ پوځیان ووژل شول او د ملکیانو په شمول لږ تر لږه ۲۴ تنه نور ژوبل شول. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زعفرانو په کښت کې سلګونه ښځې بوختې دي، دوی وایي که محدودیتونه کم شي، حاصلات نړیوالو بازارونو ته رسولی شي

یو شمیر افغان میرمنې وایي،  د زعفرانو د کښت، پروسس او سوداګرۍ له لارې یې ځان او ګڼو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې. دوی ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت لخوا یې محدودیتونو کار سخت کړې، او په خبره یې که دا محدودیتونه پرې کم شي، تر نړیوالو بازارونو خپل زعفران رسولی او پلورلی شي.

Mashaalradio.com 

عبادالله خان وايي د سوات پېښه کې ځايي انتظامیې لاپرواهي کړې ده

د خېبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر ډاکټر عبادالله خان په سوات کې په سیند د سېلانیانو لاهو کېدو پر پېښه خفګان ښودلی او د انتظامي چارواکو پر کردار یې پوښتنې راپورته کړې دي. نوموړي په اسلام اباد کې د مشال راډیو له خبریال طاهر خان سره په مرکه کې د صوبې پر نورو چارو هم خبرې کړې دي. خو د صوبې اعلا وزیر علي امین کنډاپور د پلټنو امر کړی او څلور چارواکي یې له دندو هم لرې کړې دي. ويډيو عمران يونس جوړه کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

له ایرانه د افغان کډوالو ډله ییز اخراج؛ په یوه ورځ ۳۶زره کسان ایستل شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له ایرانه په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرداری ورکړی. دې ادارې په یوه بیان کې ویلي چې تېرې څو ورځې د ورځې لسګونه زره افغان کډوال له ایرانه ایستل کېږي. د بیان په اساس د جون په شپږویشتمه په یوه ورځ ۳۶۰۰۰ افغان کډوال له ایرانه خپل هېواد ته استول شوي. په افغانستان کې د یو ان اچ سي ار مشر عرفات جمال چې د دغو کډوالو د لیدلو لپاره د افغانستان او ایران پولې ته تللی وو ویلي: دا افغان کډوال په ډېرو بدو شرایطو کې خپل وطن ته ستنیږي او په تېره ښځې چې له کار او تعلیمه محرومې دي تر ډېرې اندېښمنې دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ګروسي: کېدای شي ایران په څو میاشتو کې د یورانیمو غني کولو وړتیا بیا ترلاسه کړي

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د دې امکان شته چې ایران د څو میاشتو په موده کې د یورانیمو د غني کولو وړتیا بیا ترلاسه کړي.ګروسي د جون پر ۲۸مه سي بي اس خبري شبکې ته په مرکه کې ویلي چې، "ایران پراخ اټومي پروګرام درلوده او د دې امکان شته چې یوه برخه يې لا هم فعاله وي". خو ګروسي د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ ورځینۍ جګړې ته په اشارې وویل، د اټومي پروګرام موضوع د جګړې له لارې حل کیدای نشي. له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران د امریکا له برید مخکې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د تل ابیب او تهران خلک عادي ژوند ته راګرځېدلي دی

اسراییل او ایران تر ۱۲ ورځو پورې د یو بل پر ضد بریدونه وکړل خو د جون پر ۲۴مه یې ترمینځ اوربند وشو. له اوربنده وروسته په دواړو ښارونو کې اوسېدونکي نورمال ژوند طرف ته د راګرځېدو په حال کې دي. د تل ابیب په یافا ساحل ښځي، سړي او ماشومان د ابوبو په خوا کې لوبې کوي. هلته په تهران کې بیا خلک د خپلو کنډر کنډر کورونو مخې ته ولاړ دي او په دې فکر کې دي چې ژوند چې په کوم ځای درېدلی وو، له هغه ځایه یې څنګه یوارې بیا پیل کړي؟ د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هڅو د اسراییلو او ایران ترمینځ اوربند نازک دی خو خلک ترې ډېرې تمې لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

واحد الله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي واحدالله نژند خپل تاجکي سیال ته ماتې ورکړه. نژند تېره شپه د تاجکستاني فریدون شوخ‌نظروف پر وړاندې لوبه کې د دوهم رونډ په جریان کې هغه په فني ضربه مات کړ او د سیالۍ ګټونکی شو. دغه سیالۍ د جرمني په هامبورګ ښار کې د "اوکتاګون" سازمان تر چتر لاندې ترسره شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

د محرم په درشل کې؛ شیعه مذهبي د طالبانو له فشارونو شکایت کوي

په داسې حال کې چې د عاشورا ورځې، د محرم میاشتې لسمې ته یوازې اووه ورځې پاتې دي، په افغانستان کې یو شمېر شیعه مذهبي افغانان د طالبانو د حکومت لخوا د دې میاشتې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو په اړه د محدودیتونو په اړه نیوکه کوي. دوی ازادي راډیو سره خبرو کې ادعا کوي چې طالبانو په جوماتونو کې د نوحه ویلو پر مهال د لوډسپیکرونو په کارولو، په مذهبي بیرغونو د واټونو په سمبالولو او د دې مراسمو د لمانځونکو په غونډېدو محدودیتونه لګولي دي. له دې ډلې د دشت برچي سیمې یوې اوسیدونکې چې د موضوع د حساسیت له امله یې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ګروسي؛ د دې امکان شته چې ایران د څو میاشتو په موده کې د یورانیمو د غني کولو وړتیا بیا ترلاسه کړي

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر رافایل ګروسي وايي، د دې امکان شته چې ایران د څو میاشتو په موده کې د یورانیمو د غني کولو وړتیا بیا ترلاسه کړي. ګروسي دا خبره، پرون شنبې سي بي اس خبري شبکې سره په یوې مرکه کې کړې ده. د ګروسي په ټکو، "ایران پراخ اټومي پروګرام درلوده او د دې امکان شته چې یوه برخه يې لا هم فعاله وي". خو ګروسي د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ورځینۍ جګړې ته په اشارې وویل، د اټومي پروګرام موضوع د جګړې له لارې حل کیدای نشي. له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې ایران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بلوچستان برخان ښار د ریښتر په کچه پنځه اعشاره درې درجې زلزلې ولړزاوه

د ریشتر په کچه پنځه اعشاره درې درجې زلزلې نن سهار د پاکستان شمال خیتځ کې د بلوچستان ایالت ولړزاوه. د امریکا د جیولوژۍ د سروی ادارې د راپور له مخې، د زلزلې مرکز د بلوچستان په برخان ښار کې وو. تراوسه د زلزلې له کبله د تلفاتو یا مالي زیانونو راپور ورکړل شوی نه دی. پاکستان تر دې وړاندې له سختو زلزلو سره مخ شوی دی. په ۲۰۱۵ کال کې یوې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷.۵ درجې و، شاوخوا ۴۰۰ کسان وژلي وو. په ۲۰۰۵ کال کې یوې بله مرګونې زلزلې په دغه هېواد کې ۷۳ زره کسان وژلي وو او درې میلیونه نور یې بې کوره کړې وو.

Pa.azadiradio.com 

نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو خبرداری ورکړل شوی

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت نن یکشنبې په یو شمیر ولایتونو کې د تیز باران او له کبله یې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، میدان وردګ، غزني، زابل، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د سالنګونو په ګډن د تیزو بارانونو او سیلونو د راوتو خبرداری ورکړل شوی دی. د بارانونو او سیلونو د راوتو دا خبرداری په داسې حال کې دی چې پرون شنبې په لوګر او میدان وردګ ولایتونو کې د بارانونو له کبله سیلابونه راوتي وو. Читать дальше...