World News in Pashto
Август
2025

Новости за 02.08.2025

Mashaalradio.com 

پاکستاني موټر سایکل چلوونکي د څلورو هېوادونو په سفر روان شول

له لاهوره د موټر سایکل چلوونکیو کسانو قافله د افغانستان او منځني اسیا هېوادونو ته روانه شوې ده. د ۱۱ موټر سایکل چلوونکیو ډله د اګست په لومړۍ نېټه له لاهوره، اسلام اباد او بیا وروسته پېښور ته ورسېده خو د دوی مزل او منزل لا پاتې دی. دوی په پام کې لري چې د افغانستان له لارې منځني اسیا ته د کولتور، امن او د سېلګرۍ د ودې له پیغامه سره لاړ شي. دوی په پېښور کې مشال راډیو ته وویل چې په ۲۳ ورځو کې به ۵،۰۰۰ کېلومیټره واټن وهي. نور حال د مشال راډیو په دې راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر پاکستان ته تللی،دوه اړخیزې اړیکې او له امریکا سره د ایران نانندۍ د بحث وړ مسلې دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پاکستان ته سفر کړی دی. د ایران او پاکستان چارواکو ویلي چې پزشکیان به په دې دوه ورځني سفر کې له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي. دا د ولسمشر په توګه پاکستان ته د پزشکیان لومړنی سفر دی. پاکستان پرون جمعه وویل، چمتو دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د نانندریو په کمولو کې رول ولوبوي.

Mashaalradio.com 

په چین کې د ماشو ختمولو لپاره له ډرونونو کار اخیستل کېږي

چین کې د ډرونونو په مټ په هغو سیمو کې هم دوا پاشل کېږي چې عموماٌ ورته رسېدل ګران وي. د دې نوي تخنیک په وسیله د ځنګلونو، خوړونو، بامونو او غرونو د پاسه هم پر ماشو د دوا شیندل اسانه شوي دي. د ډرون کاروونکي وايي، دا کار له ماشو د خورېدونکیو بیماریو مخنیوي کې کومک کوي. نور حال د اېسوشېیټېډ خبري اژانس په راپور کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

دکابل د پوهنتون څخه فارغ شوی محصل د سړک په سر بریاني پلوری او خپل روزګار چلوي

د کابل د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی فارغ یو محصل د کابل په کارته نو سیمه کې بیریاني پلوري. وايي خپل مسلک کې ورته کومه دنده پیدا نه شوه نو اړ شو چې یو رستورانت کې شاګرد شي، کار زده او بیا د خپل لاس دیګي، ګټې وټې ته کښیني.

Pa.azadiradio.com 

سلګونه زره افغان کډوالو ته دپاکستان د حکومت خبرداری

د پاکستان حکومت په دې هیواد کې میشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه د POR  کارت لرونکو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو خبرداری ورکړی. که څه هم تمه وه چې دغه کارټونه ښايي یوځل بیا تمدید شي، خو د کورنیو چارو وزارت دټولو صوبو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د پي اور ار کارت لرونکي له دې هیواده وباسي.

Pa.azadiradio.com 

جانټن رینولډز: نه پوهیږي چې طالبانو سره زنداني مور او پلار یې ژوندي دي او که نه؟

په افغانستان کې د زنداني بریتانوۍ جوړې زوی جانټن رینولډز وایي، نه پوهیږي چې مور او پلار یې تراوسه ژوندي دي او که نه. هغه پرون جمعه ( د اسد ۱۰مه) فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې وروستی ځل یې ۱۷ ورځې مخکې له خپل مور او پلار سره خبرې کړي. ۸۰ کلن پیټر رینولډز او میرمنه یې ۷۶ کلنه باربي رینولډز له نژدې شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دي. دغه جوړه له تیرو دوو لسیزو راهیسې افغانستان کې وه او هلته یې ښوونیزې پروژې مخته وړلې. شاوخوا لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي وویل... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

امریکا په کراچۍ کې خپل چارواکي لویو هوټلونو ته له ورتلو منع کړي دي

امریکا د امنیتي ګواښونو له وجې د پاکستان په کراچۍ ښار کې خپلو چارواکو ته ویلي دي چې له احتیاطي تدابیرو دې کار واخلي.په کراچۍ کې د امریکا کونسلګرۍ د جولای پر ۳۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د کراچۍ په لوړپوړو هوټلونو کې د ګواښ راپور یې ترلاسه کړی دی. کونسلګرۍ وايي چې کله هم داسې ګواښونه وي نو په اسلام اباد کې د امریکا سفارت او په هغه هېواد کې د امریکې کونسلګرۍ خپل چارواکي سیاحتي ځایونو، هوټلونو، مارکېټونو، د سوداګرۍ مرکزونو او رسټورانټونو ته له ورتګه په موقتي ډول ایساروي. اعلامیه وايي، په همدې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هندوکش غرونو لمنې نن د ریښتر په کچه ۵ درجې زلزلې ولړزولې

د ریښتر په کچه پنځه درجې زلزلې نن د هندوکش غرونو لمنې لړزولې دي. د اروپا او مدیترانې د ځمکپوهنې مرکز ویلي چې دغه زلزله نن ( شنبه د زمري ۱۱مه) سهار وختي شوې چې مرکز یې د ځمکې په تل کې ۱۲۳ کیلو متره ژور و. تراوسه د زلزلې د احتمالي زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی. د هندوکش غرونو شاوخوا سیمې په افغانستان کې وخت نا وخت د زلزلو شاهدانې وي.

Pa.azadiradio.com 

افغان سوداګر میرویس عزیزي د برښنا په تولید کې لس میلیارده ډالره پانګونه کوي

په کابل او لویو ولایتونو کې د برښنا د کموالي په اړه له کلونو شکایتونو وروسته بالاخره د انساني ژوند د دغې اړتیا د پوره کولو لپاره یو لوی ګام اخیستل کیږي. دې سکتور کې د لس میلیارده ډالره پانګونې تړون د شنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو.

Pa.azadiradio.com 

پر روسیې د اوکراین بریدونو درې تنه وژلي، د سمارا هوایي ډګر فعالیت هم ځنډیدلی

پر روسیې د اوکراین د تیرې شپې هوایي بریدونو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي. د روسیې دفاع وزارت ویلي، اوکراین د کریمیا ټاپوزمې په ګډون د روسیې پر اتو سیمو باندې ۱۱۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي دي. دفاع وزارت ویلي، د هوایي دفاع سیستم یې دا الوتکې نسکورې یا ویجاړې کړي دي. په روستوف، پینزا او سمارا سیمو کې دغو بریدونو درې تنه وژلي، یوشمیر یې ټپيان کړي او ځینو سیمو کې اور هم لګېدلی دی. نن سهار مهال د سمارا هوایي ډګر فعالیت هم په موقتي ډول وځنډول شو.

Mashaalradio.com 

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان په سفر دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر پاکستان ته اسلام اباد ته رسېدلی دی.د پاکستان دولتي راډیو نن د اګست په دویمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې مسعود پزشکیان لومړی لاهور ته ورسېد چېرته چې د مسلم لیګ (ن) رهبر میا محمد نواز شریف او د پنجاب اعلا وزیرې مریم نواز مسعود پزشکیان ته هرکلی وویلو او بیا وروسته د ورځې په پای کې اسلام اباد ته لاړ چېرته چې وزیراعظم محمد شهباز شریف نوموړي ته پر هوايي ډګر هرکلی وویلو. د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اګست... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کورمې انتظامیه وايي د ټل او پاړه چینار ترمینځ یې متبادله لاره پرانېستې ده

چارواکي وايي د ټل او پاړه چینار ترمینځ په متبادله لاره د ورځې له ۱۰ تر درو بجو د مساپرو او مال وړونکیو ګاډو تګ راتګ کېږي. خلک وايي، د ټل او پاړه چینار ترمینځ لاره چې پخوا به ۶۰ کیلومیټره جوړېده اوس ورته ۸۸ کیلومیټره پرېووځي. دوی وايي متبادله لاره په ښه حالت کې نه ده، ځای په ځای ډنډونه، خوړونه او لوړې ژورې مخې ته ورځي او په کنډ او کپر حالت کې ده. خو بل پلو، انتظامیه وايي، پخوا د سیمې حالات دومره خراب وو چې په ټل ـ پاړه چینار سړک د مساپرو او مال وړونکیو ګاډو د تګ راتګ تصور هم نه شوای کېدای خو اوس تر ډېره بریده دا هرڅه ممکن شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

افغانستان کې د طالبانو حکومت قطر ته کاریګر لېږي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي له قطر، سعودي عرب، متحده عربي اماراتو، عمان، ترکيې او روسیې سره یې افغانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو په اړه خبرې کړې دي. د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، له قطر سره د یوې هوکړې له مخې ۳،۱۰۰ افغان کاریګرو ته به په رسمي ډول په هغه هېواد کې کار ورکړل شي. په کابل کې سلګونه کسان قطر ته د کار لپاره د ورتلو په موخه نوم لیکنه کوي. ځینې یې وايي په هېواد کې یې اقتصاد ښه نه دی او غواړي چې قطر ته د کار لپاره لاړ شي. نور حال په دې راپور... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په کراچۍ کې امریکایي دیپلوماتانو ته خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په موقتي ډول یې د پاکستان د کراچۍ ښار هوټلونو ته د امریکا د حکومتي غړیو پر تګ محدودیتونه لګولي دي. د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په کراچۍ کې د امریکا جنرال قونصلي داسې راپور ترلاسه کړی دی چې په هغه کې امریکایانو ته د کراچۍ هوټلونو ته د ورتګ ګواښ شوی دی. رویټرز اژانس څرګندوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو ټولو اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې د ترهګرۍ د خطر او د احتمالي وسله والې شخړې له امله دې، پاکستان ته په خپل سفر له سره غور کوي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر اسلام اباد ته ځي

تمه ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ روانه اونۍ پاکستان ته سفر وکړي. امیرخان متقي به د دوشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي او د پاکستان له یوشمیر سیاسي او نظامي چارواکو سره به پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي. دا سفر په داسې وخت کې کیږي چې د پاکستان حکومت له هغو افغان کډوالو چې د ( پي او ار) کارتونه لري غوښتې دي چې له پاکستانه ووځي. پاکستان د جولای په یو دیرشمه نیټه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې د ( پي او ار) کارتونه رسمي موده د جون په دیرشمه پای ته رسیدلې ده نو اوس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا او روسیې ګواښونه

د روسیې د یوه چارواکي تر خبرداري وروسته د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر په سمندر کې د داسې اوبتلونو د ځای پرځای کولو امر کړی دی چې اټومي وسلې لیږدوي.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ټرمپ: هر وخت د برازیل له جمهور رییس سره بحث او خبرو ته چمتو دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د برازیل ولسمشر لویز اناسیو لولا دا سلوا کولی شي هر وخت ورسره اړیکه ونیسي. د جمعې په ورځ (د اګست لومړۍ نیټه) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې، ټرمپ د برازیل ولسمشر په اړه وویل چې "هغه کولی شي هر وخت له ما سره خبرې وکړي او د هیوادونو ترمنځ د تعرفو او نورو شخړو په اړه بحث وکړي." د رویټرز اژانس په وینا، ولسمشر ټرمپ په برازیل باندې ۵۰ سلنه تعرفه لګولې ده، چې سر له راتلونکې اونۍ به پیل شي. متحده ایالاتو د برازیل د سترې محکمې پر قاضي هم بندیزونه لګولي دي. د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله متحد عربي اماراتو ته ځي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د پاکستان او متحده عربي اماراتو په وړاندې په درې اړخیزو لوبو کې برخه واخلي. د افغانستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د شل اورونو دا لوبې به د اګست له نهه ویشتمې پيل شي، هره لوبډله به له یوه بل سره دوه ځله مسابقه وکړي او دوه غوره لوبډلې به د سپتمبر په اوومه په پایلوبه کې برخه واخلي. دا سیالۍ د اسیا جام د چمتوالي لپاره دي. د اسیا د کرکټ د اتلانو جام د سپتمبر په نهمه په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.

Pa.azadiradio.com 

صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې اتلولي خپله کړه

د افغانستان صداقت ایف سي فوتسال لوبډلې د غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي خپله کړه. دې لوبډلې په پایلوبه کې نورزاد ایف سي لوبډلې ته پرون په کابل کې درې د یوه په وړاندې ماتې ورکړه. د افغانستان د فوتسال د غوره لیګ په دې سیالیو کې چې د جون په شپاړسمه د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، نوي مسابقې پکې د تګ او راتګ په ډول ترسره شوې.