تاجکستان په سلګونو افغانان په یوه ورځ له خپلې خاورې وایستل
د تاجکستان حکومت د سې شنبې په ورځ (د می ۱۵مه) شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ کندز ولایت ته اخراج کړي دي.
د تاجکستان حکومت د سې شنبې په ورځ (د می ۱۵مه) شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ کندز ولایت ته اخراج کړي دي.
متحده عربي اماراتو سه شنبه( د مې ۵ مه) ماښام ادعا وکړه چې له ایرانه د توغندیو او ډورن الوتکو برید پرې شوی دی. د متحد عربي اماراتو دفاع وزارت په ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي دي چې د دوی هوایي دفاع سیستمونه په پرله پسې ډول د توغندیدو او ډرونونو د شنډولو هڅې کوي. په دبۍ کې تیر ماښام د خطر زنګ هم ووهل شو. تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ متحده عربي اماراتو ویلي و چې د ایران له لورې درې توغوندي پرې توغول شوي او څلورم یو په اوبو کې غورځیدلی. د دوشنبې په ورځ د اماراتو په فجیره کې د تیلو په صنعتي سیمه کې... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه) له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي. د اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي. د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي. د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی... Читать дальше...
په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي. دا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي. د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل. د پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه دوه ویشت کسان وژل شوي دي. رویټرز اژانس د اوکرایني چارواکو په وینا خبر ورکړ چې د دې بریدونو په ترڅ کې دولس تنه په زاپروژیا کې وژل شوي او شپاړس نور ټپيان شوي دي، همداراز پنځه تنو د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک په ښار کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او پنځه تنه هم په پولتاوا سیمه کې وژل شوي دي. د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په یوه پیغام کې چې په ټیلګرام کې یې خپور کړ اندیښنه ښکاره کړه چې ښایي د تلفاتو شمیر زیات شي. دا بریدونه د سې شنبې په ورځ څو ساعته... Читать дальше...
په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه ټپيان شوې دي. په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار کورنیو رسنیو ته وویل چې دا پېښه سه شنبه تر غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې یو لنډ کروزر موټر د مایمي ولسوالي په « غذ دره» سیمه کې چپه شو. د ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
افغانستان کې ډېری ماشومان د خپل ژوند د ماشومتوب دورې له لاسه ورکوي. دوی وایي بې وزلۍ او د کورنۍ د سرپرست نه لرلو درنو او سختو کارونو ته اړ ایستلي او دې وضعیت ان د تعلیم په برخه کې د دوی په اخیستنه او انرژۍ هم منفي اغېزې کړې دي. له دې ډلې یو اته کلن ساحل دی، چې مونږ ته یې خپله کیسه کړې.
د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس نن په ډزو سره وژل شوی. د دې پېښې په غبرګون سلګونو کسانو مظاهرې کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مولانا ادریس وژنه غندلې. صفي الله ستانکزی او نور جزییات
د قابلو نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کیږي چې د راپورونو له مخې افغانستان د پخوا پرتله اوس د روزل شویو قابلو له سخت کمښت سره مخ دی. دې وضعیت د افغانستان پر روغتیایي سیسټم ناوړه اغیزکړی دی. د سمنګان ولایت اوسېدونکې انیسه چې د قابله ګۍ د زده کړو له بشپړولو وروسته اوس وزګاره په کور ناسته او د کار اجازه نه ورکول کیږي، ازادي راډيو ته وویل: "زه د قابله ګۍ له رشتې فارغه شوې یم، خو دنده نه لرم او په کور ناسته یم، بهر ته اجازه هم راته شته، پاسپورت مې تیار دی خو نه پرېښودل کیږو چې له افغانستانه بهر ووځو کار... Читать дальше...
د ښځو د حقونو فعالانې ادعا کوي چې دا افغان مېرمن د طالبانو د امر باالمعروف ادارې د یوې ښځینې محتسبې له خوا د حجاب د نه رعایت په خاطر وهل کېږي. نور جزییات په دغه راپور کې
د کونړ، باجوړ او مومندو ایجسنۍ قومي مشرانو پر اوربند هوکړه کړې. د کونړ یو شمېر قومي مشرانو ازادي راډيو ته وویل چې پرون د سرکاڼو په ناوه پاس کې لسګونه قومي مشران راغونډ شوي وو او په دایمي اوربند یې هوکړه وکړه، خو رسمي په دې اړه څه نه دي ویل شوي.
د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسراییل د برید په نتیجه کې په ایران کې له یوملیون زیات کاري فرصتونه له مینځه تللي دي. په داسې حال کې چې د امریکا له خوا د ایران د کلابندۍ د پای ته رسیدو او د سولې په خبرو کې د پرمختګ ډیرې نښې نه لیدل کیږي، عام ایرانیان د دغه وضعیت لوړه بیه پرې کوي. ایران چې له مخکې یې اقتصاد د لویدیځ له لوري د کلونو لګول شویو بندیزونوسخت ځپلی، اوس د جګړې زیانونو، کلابندۍ او د اسعارو رکود په دې هیواد کې فشارونه نور هم زیات کړي دي. له کلونو راهیسې د ایران اقتصاد له... Читать дальше...
روسیې او اوکرایین یو اړخیز او جلا اوربند اعلان کړی. د ورسیې دفاع وزارت پرون دوشنبې وویل،" د ولسمشر ولادیمیر پوتین د پریکړې له مخې د مې اتمه او نهه له اوکرایین سره اوربند کوي". روسیه هرکال په مې میاشت کې په دویمه نړیواله جګړه کې خپله بریا په لویو پوځو مراسمو سره لمانځي. بل پلو، د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" هغه اوربند چې مسکو په کې دغه جنش ولمانځي د اوکرایین لپاره "جدی نه دی". د هغه په ټکو، "روسیه له دې ویره لري چې اوکرایین پر سره میدان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ونه کړي". Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده". دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي. دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي. Читать дальше...
ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی. پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي. وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و. شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې. تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی. Читать дальше...
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له متحده عربي اماراتو غوښتي چې د ایران پر وړاندې له "پوځي حل لارې " کار وانخلي. عراقچي نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې په یو پیغام کې لیکي،"پوځي حل لار نشته، په داسې حال کې چې مذاکرات د پاکستان د سخاوتمندانه هڅو سره د پرمختګ په حال کې دي، متحده ایالاتونه او متحده امارات دې محتاط اوسي". عراقچي دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې پرون دوشنبې د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت د ایران له لورې د دریو توغول شویو توغندو د شنډیدو خبر ورکړ. د دفاع وزارت په ټکو، هوايي دفاعي... Читать дальше...
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي. د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي. د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.
د امریکا ولسمشر ګواښ وکړ چې که ایران پر هغو امریکايي بېړیو برید وکړي چې د هرمز له تنګي څخه د نورو کښتیو د تګ راتګ ساتنه کوي، نو ایران به "د نړۍ له مخ محوه شي". ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز سره مرکه کې وکړې. د امریکا سمندري ځواک د دوشنبې له ورځې «د ازادۍ پروژې» ترعنوان لاندې عملیات پیل کړي، څو هغه بېړۍ چې ایران سره د امریکا او اسراییل په جګړه کې ښکېل نه دي د هرمز تنګي کې تګ راتګ وکړي. په داسې حال کې چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنتکام وايي چې دوه امریکايي بیرغ لرونکې بېړۍ له... Читать дальше...