د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.