World News in Pashto

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۶ ملکي وګړي وژلي

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې نن  د جون په ۱۱مه، په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول.


د ازادي راډیو د خبریال په حواله، چاودنه نن سهار څه باندې لس بجې شوې ده.


د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر، قسیم ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د ملکي وګړو یو موټر په‌دې چاودنه کې الوتلی او ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.


په وژل شویو کې څلور کوچنیان او دوه لویان دي.


د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

Читайте на сайте