World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 11.06.2019

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو – د نړۍ مهم خبرونه

زلمی خلیلزاد وایي چې د افغانانو ترمینځ د سولې په خبرو کې به ښځې هم وي. د دې ترڅنګ مو ایران ته وروسته له څه باندې ۴۰ کلونو د جاپان د صدراعظم له تګه خبروو. دا به هم ووینئ چې په ترکیه کې خلک مچیو ویرولي دي.

Mashaalradio.com 

د اپوزېشن مشران ولې نیول کېږي؟

په پاکستان کې د درغلیو په تور د اپوزېشن مشرانو نیول کېده دوام لري او تازه پېښه یې د پنجاب په اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر او د پاکستان مسلم لیګ نواز مخکښ حمزه شهباز ګرفتاري وه چې د جون پر ۱۱مه ونیول شو.

Pa.azadiradio.com 

وکیلانو د روسي ژورنالېست ګولونوف د نظر بندۍ پرضد اعتراض کړی

د روسي ژورنالېست، ایوان ګولونوف وکیلانو د هغه د قسمي نظر بندۍ پرضد عرض کړی دی. دا ژورنالېست په روسیه کې ډېر پېژندل شوی دی او د مدوژدا په نوم خبري اژانس ته چې په روسي ژبه له لاتویا فعالیت کوي، څېړنیز رپوټونه جوړوي. هغه د مخدرو موادو د خرڅولو په جرم په قسمي ډول، دوه میاشتې په خپل کور کې نظر بند شوی دی، خو که محکمه پرېکړه وکړي، د هغه د نظربندۍ موده نوره هم تمدیدلای شي. ژورنالېست ایوان ګولونوف پرځان لګېدلی تور رد کړی دی. د هغه وکیل، سرګي بادامشین نن د جون په ۱۱مه وویل چې د ګولونوف د نظربندۍ پرضد یې د مسکو ښاري محکمې ته عرض کړی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري محکمې ته وړاندې کړل شو

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري نن د جون پر ۱۱مه د احتساب محکمې ته وړاندې کړل شو. هغه د لسو ورځو تحقیقاتو لپاره د پاکستان د احستاب ادارې په توقیف کې دی. د پاکستان د احتساب ملي ادارې پر اصف علي زرداري او د هغه خور فریال تالپور تور لګولی چې ډېرې پېسې یې د جعلي بانکي حسابونو له لارې خپل شخصي شرکت ته لېږدولي دي. فریال تالپور نه‌ده نیول شوې، خو د هغې ضمانت پرون رد شو. د پاکستان د خلکو ګوند یا د پاکستان پيپلز پارټي پلویانو نن د هغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې وړې – وړې مظاهرې وکړې. زرداري به د جون په ۲۱مه بیا محکمې ته حاضر شي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا سفیر د یو شمېر طالب بندیانو د خوشې کېدو ستاینه کړې

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د افغانستان د حکومت له لوري د طالبانو د یو شمېر بندیانو د خوشې کېدو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې حکومت د جوړ جاړي لپاره د سیاسي فضا د برابرولو هڅې کوي. جان بس نن د جون په ۱۱مه پر ټوېټر لیکلي چې دایمي سوله له ټولو خواوو عفوې ته اړتیا لري. خو د جان بس په لیکنه، د طالبانو له زندانونو بندیان نه خوشې کېږي، بلکې د افغانستان امنیتي ځواکونه یې په پوځي عملیاتو کې خوشې کوي. د امریکا سفیر د افغانستان امنیتي ځواکونه ستایلي چې په وروستیو کې یې سلګونه افغانان له زندانونو ازاد کړي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بایسکل ځغلونې ټيم د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف سیالۍ کوي

د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي ټيم د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف سیالۍ ترسره کوي. د دغه فدراسیون مشر محمد حسین حمیدي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د ۱۱ ټيمونو ترمنځ ترسره کېږي: "د راتلونکې اوونۍ په پیل کې موږ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره کوو، هدف دا دی څو له افغان ځواکونو ملاتړ وشي، په‌دې سیالیو کې له ۲۵۰ ډېر لوبغاړي ګډون کوي." نوموړي وویل، غوره لوبغاړو ته به جایزې هم ورکړل شي.

Mashaalradio.com 

نیب حمزه شریف هم ونیولو

د جون په ۱۱مه لاهور های کورټ په پنجاب اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر حمزه شهباز د عبوري ضمانت غځولو درخواست رد کړ چې د نیب له لوري د نيولو پس په ټوکر نياز بېګ کې خپل دفتر ته یووړ.

Pa.azadiradio.com 

شهزاد محمدي ګواښ کړی چې له کرکټه به لاس واخلي

د افغانستان د کرکټ لوبډلې وتلي غړي، شهزاد محمدي ګواښ کړی چې له کرکټه به لاس واخلي. شهزاد دا خبرداری ځکه ورکړی چې د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې هغه د کرکټ د نړیوال جام لپاره په پاتې سیالیو کې د برخې اخېستلو وړ نه دی. شهزاد د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې ښه بېټسمن او ويکېټ کیپر دی. هغه د نړیوال جام لپاره د افغانستان په دوو سیالیو کې ګډون وکړ. افغانستان دواړه سیالۍ سریلانکا او اسټرالیا ته ور وبایللې. خو د کرکټ بورډ چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل چې د شهزاد زنګون زخمی دی او له دې امله په نورو سیالیو کې د ګډون وړ نه‌دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زابل والي:د طالبانو مرستیال والي او ۲ ولسوالان یې وژل شوي

د زابل والي رحمت‌الله یارمل ادعا کړې چې د دې ولایت لپاره د وسله‌والو طالبانو مرستیال والي او د مېزانې او دای چوپان ولسوالیو لپاره د وسله‌والو طالبانو ولسوالان په پوځي عملیاتو کې وژل شوي دي.  رحمت الله یارمل نن د جون په ۱۱مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې تېره شپه په پوځي عملیاتو کې ټول، ۵۳ وسله‌وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي. د یارمل په وینا، وسله‌والو طالبانو د دای چوپان ولسوالۍ د نیولو لپاره حمله کړې وه. له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۱۷ وسله‌وال طالبان زخمیان شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې یوې چاودنې ۶ ملکي وګړي وژلي

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې نن  د جون په ۱۱مه، په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ووژل شول. د ازادي راډیو د خبریال په حواله، چاودنه نن سهار څه باندې لس بجې شوې ده. د کندهار د امنیه قوماندان سکرتر، قسیم ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د ملکي وګړو یو موټر په‌دې چاودنه کې الوتلی او ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي. په وژل شویو کې څلور کوچنیان او دوه لویان دي. د حملې مسؤلیت چا نه‌دی اخیستی.

Pa.azadiradio.com 

د غزني په مقر ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۳ تنه زخمیان شوي

د غزني په مقر ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۳ تنه زخمیان شوي دي. د غزني د عامې روغتیا رئیس ظاهرشاه نېکمل نن د جون په ۱۱مه، ازادي راډیو ته وویل: "نن د مقر ولسوالۍ په بازار کې د تیلو په یو ټانک کې اور لګېدلی و او د ټانک څښتن له خلکو مرسته غوښتې وه. د اور د تېزېدو له امله دا کسان زخمیان شوي دي." د غزني د عامې روغتیا رئیس ویلي چې ښايي د سوځېدلو کسانو شمېر تر دې لوړ وي. سوځيدلي کسان د درملنې لپاره د غزني کلینیک او کابل ته لېږدول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت به لبنانی زنداني، نزار زکا خوشې کړي

د ایران حکومت موافقه کړې چې لبنانی زنداني، نزار زکا به خوشې کړي او لبنان ته به یې وسپاري. د ایران د قضائیه قوې یوه چارواکي دا خبر تائید کړی دی. د ایران د قضائیه قوې ویاند، غلام حسین اسماعیلي د میزان نیوز خبري اژانس ته ویلي چې محکمې موافقه کړې چې نزار زکا په مشروط ډول خوشې او لبناني چارواکو ته وسپارل شي. خو د نزار زکا د خوشې کېدو د شرایطو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. نزار زکا چې د امریکا ګرین کارد لري او د واشنګټن استوګن دی په ایران کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی او په لس کاله زندان محکوم شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

لښکرګاه کې د ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر پیل شو

د هلمند په لښکرګاه کې د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د تقویتي نوم‌لیکنې بهیر پیل شو، خو ویل کېږي چې له جدي ستونزو سره مخامخ دی.  په هلمند کې د انتخاباتو د سیمه‌ییز دفتر مسؤل اجمل پرون د جون په ۱۰مه خبریالانو ته وویل چې دا بهیر به ۲۲ ورځې وخت ونیسي. هغه وویل چې دا بهیر به د هلمند په هغو ولسوالیو کې چې امنیت ښه دی، عملي کېږي. خو د هلمند زیاتو اوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې د لښکرګاه او ځینو ولسوالیو له مرکزونو پرته په نورو سیمو کي نوم‌لېکنه امکان نه‌لري. په هلمند کې چارواکو له خلکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بغلان کې د طالبانو زندان تخریب شوی او تر ۴۰ زیات بندیان خوشې شوي

په بغلان کې په پوځي عملیاتو کې د وسله‌والو طالبانو یو مهم زندان تخریب شوی او تر ۴۰ زیات بندیان خوشې شوي دي. د بغلان د مرکزي بغلان ولسوالۍ ولسوال، خان‌زاده مظلومیار ویلي چې په خوشې شویو کسانو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو غړي او ملکي وګړي شامل وو. مظلومیار د جون په لسمه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "د شپې په ۱۱ نیمو بجو کوماندو ځواکونه سیمې ته ورغلي وو، درې الوتکې هم وې، د وسله‌والو طالبانو پر محبس يې چاپه اچولې ده. د ۴۰ او ۴۲ ترمنځ وګړي چې پولیس، د عامه نظم ځواکونه، د اردو کسان او ملکي وګړي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

قزاقستان ټاکنو کې توکاییف بریالی

د قزاقستان مرکزي الېکشن کمېشن د نهم جون ولسمشريزه ټاکنو رسمي او وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې يې لنډمهالی موقتي ولسمشر قاسم ژومارت توکاییف په دروند اکثريت بریالی شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

کاناډا: تر ۲۰۲۱ کاله به پلاستیکي وسایل له مارکېټه لیرې کړو

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو اعلان کړی چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله به د یو وار استفادې لپاره پلاستیکي وسایل لکه پلاستیکي لوښي، پلاستیکي کڅوړې او د څښاک لپاره د پلاستیک پايپونه به له مارکېټه لیرې کړي. جسټن ټروډو پرون د جون په ۱۰مه، وویل: "زه ډېر خوشحال یم چې اعلان کوم چې تر ۲۰۲۱ میلادي کاله به کاناډا هغه ټول مضر پلاستیکي شیان چې د یو وار استفادې لپاره جوړېږي، بند کړي." د نړۍ د سترو اقتصادي قدرتونو په غونډه کې تېر کال د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او اروپايي اتحادیې مشرانو د نړۍ د سمندرونو د ککړتیا د مخنیوي موافقه لاسلیک کړه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په نورستان پکې ۵۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد نيول شوي

افغان چارواکي وايي، د نورستان ولایت په مرکز پارون کې یې ۵۵۰ کيلو ګرامه چاودېدونکي مواد نيولي دي. د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال صابر ارين ازادي راډيو ته وويل، پوليسو تېر ماښام په پارون کې د موټرو د تلاشۍ پر مهال په يوه موټر کې ۵۵۰ کيلو ګرامه امونيم نايټريټ سره ونيوه. له امونیم نایټریټ سرې ترورېستي ډلې د بمونو په جوړولو کې کار اخلي. ښاغلی ارین وايي چې له چاودېدونکو موادو سره يې دوه کسان هم نيولي او اوس ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي. امنیه قوماندان وویل، مخالفينو غوښتل چې دا مواد په بل موټر... Читать дальше...