World News in Pashto

د ایران حکومت به لبنانی زنداني، نزار زکا خوشې کړي

د ایران حکومت موافقه کړې چې لبنانی زنداني، نزار زکا به خوشې کړي او لبنان ته به یې وسپاري.


د ایران د قضائیه قوې یوه چارواکي دا خبر تائید کړی دی.


د ایران د قضائیه قوې ویاند، غلام حسین اسماعیلي د میزان نیوز خبري اژانس ته ویلي چې محکمې موافقه کړې چې نزار زکا په مشروط ډول خوشې او لبناني چارواکو ته وسپارل شي.


خو د نزار زکا د خوشې کېدو د شرایطو په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.


نزار زکا چې د امریکا ګرین کارد لري او د واشنګټن استوګن دی په ایران کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی او په لس کاله زندان محکوم شوی دی. 


د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ ویلي و چې تهران به نزار زکا په لبنان کې د حزب الله د ډلې مشر حسن نصرالله ته د درناوي له مخې خوشې کړي.


 

Читайте на сайте